إن الحمد لله، نحمده ونستعينه ونستغفره، ونعوذ بالله من شرور أنفسنا، ومن سيئات أعمالنا، من يهده الله فلا مضل له، ومن يضلل فلا هادي له، وأشهد أن لا إله إلا الله، وحده لا شريك له، وأشهد أن محمدًا عبده ورسوله. امابعد :

يوه  مسئله  چي موږ به ان شاء الله تعالى دَ دې مسئلې هم يومختصر تحقيق را نقل کړو ، هغه هم داسي چي دَ جانبينو وجوهات به پر بيان کړو ، بيا نو خوښه ستاسو ده ، چي څه مو زړه غواړي هغه مختاره کړئ ، او هغه دا چى دَ يوې رسالې په متن کـښ داسى راغلى دې : خوردې او مالګى له زيارته را اخيستل جائز بولو اهــــ

         او بيا يو شارح د دې جملې وضاحت وروسته له يو څه تمهيده ځخه داسى بيان کړى ده :ښه به داوى چى موږ دا مسئله دَ أيت او حديث په رڼا کى روښانه کړو ، ترڅو چى دا معلومه سي چى هغه  مسلمانان چى دَ اولياء کرامو په أثارو تبرک کوي ،چى ايا دا عمل دَ دوئ  شرک ده ، او که دَ نبى صلي الله علیه وسلم  ، او دَ الله تعالى له دوستانو سره مينه او محبت ده

           په دى اړه الله تعالى په قرأن کريم کى فرمايي : }اذْهَبُوا بِقَمِيصِي هَذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِي يَأْتِ بَصِيرًا وَأْتُونِي بِأَهْلِكُمْ أَجْمَعِينَ { سورة يوسف الاية (٩٣)

       او بيا نوموړى شارح له دى أيته دَ استنباط او استخراج په رابطه ، او دَ مخالف طرف دَ رَدْ دَ پاره داسى استدلال ذکر کړى ده !

       نو که اوس يو مسلمان دَ نبي صلي الله علیه وسلم دَ قبر خاوره ، يا دَ نورو اولياء کرامو دَ قبرونو خاورى دَ تبرک دَ پاره وکاروى ، او په هغه کى تبرک ولټوى ، او ووايي چى الله تعالى په خاوره او مالګه کى داسى تاثيرات اوبرکات ايښى دى ، نوکه دَ هغه وخت دَ پيغمبرحضرت يعقوب علیه السلام  پيروى وکړى ، نو ولي ورته شرک و ويل سى ، دَ شارح دَ استنباط پاى !

         خو اوس به موږ دا وګورو چى په کومه وجه دَ يعقوب علیه السلام سترګى دَ يوسف علیه السلام  په قميص روښانه سوې ، ايا وجه دَ تبرک حصول وو ، لکه چى شارح استنباط کړى ده ، اوکه بله وجه وه ، چى بيا نو دَ شارح استنباط ضعيف او تبصره ئي غلطه ثابته سى .

        السيد الطنطاوى په خپل تفسيرالوسيط للطنطاوى کښ داسى ويلى دى :وقول يوسف هذا إنما هو بوحى من الله تعالى فهو سبحانه الذى ألهمه أَنﱠ إلقاء قميصه على وجه أبيه يؤَدﱢى إلى ارتداد بصره إليه كاملا ، وهذا من باب خرق العادة بالنسبة لهذين النبيين الكريمين ، انتهى .

           وفى تفسيربحرالعلوم :وروي عن وهب بن منبه قال كان ا لقميص من الجنة وهو القميص الذي ألبس جبريل لابراهيم حين اُ لْقي في النار فبردت عليه النار فصار عند إسحاق ثم صار عند يعقوب فجعله يعقوب في عوذه وعلقه في عنق يوسف فكان معه حين ألقي في الجب ونزع عنه قميصه فبشره جبريل وألبسه في الجب وكان القميص معه ،انتهى .

         وقال الالوسى فى تفسيرالاية :هو القميص الذي كان عليه حينئذٍ كما هو الظاهر؛ وعن ابن عباس وغيره أنه القميص الذي كساه الله تعالى إبراهيم عليه السلام حين ألقي في النار وكان من قمص الجنة جعله يعقوب حين وصل إليه في قصبة فضة وعلقه في عنق يوسف ،وكان لا يقع على عاهة من عاهات الدنيا إلا أبرأها بإذن الله تعالى .وضعف هذا بأن قوله { إِنّى لاجِدُ رِيحَ يُوسُفَ } [ يوسف : ٩٤ ] يدل على أنه عليه السلام كان لابساً له في تعويذته كما تشهد به الإضافة إلى ضميره وهو تضعيف ضعيف كما لا يخفى ، وقيل : هو القميص الذي قد من دبر وأرسله ليعلم يعقوب أنه عصم من الفاحشة ولا يخفى بعده ،انتهى .

          وفى البحرالمحيط : وقوله : يأت بصيراً ، يظهر أنه بوحي .انتهى .

       وقال الخطيب الشربينى فى السراج المنير فى تفسيرالاية : قوله:{اذهبوا بقميصي هذا} وهو قميص إبراهيم عليه السلام الذي لبسه حين ألقي في النار عرياناً فأتاه جبريل بقميص من حرير الجنة فألبسه إياه ، وكان ذلك عند إبراهيم ، فلما مات إبراهيم ورثه إسحاق ، فلما مات إسحاق ورثه يعقوب ، فلما شب يوسف جعل يعقوب ذلك في قصبة من فضة وسَدﱠ رأسها وعلقها في عنقه لما كان يخاف عليه من العين ، وكان لا يفارقه ، فلما ألقي في البئر عرياناً جاءه جبريل وعلى يوسف ذلك التعويذ ، فأخرج القميص وألبسه إياه ، ففي الوقت جاء جبريل علیه السلام وقال :أَرْسِلْ ذلك القميص ، فإنّ فيه ريح الجنة لا يقع على مبتلى ولا على سقيم إلا عوفي ، فدفع يوسف ذلك القميص إلى إخوته ، وقال : إذا وصلتم إلى أبي {فألقوه على وجه أبي يأت} ، أي :يصر {بصيراً}انتهى .

         وقال الامام ابومنصورمحمد بن محمد بن محمود الماتريدى فى تفسيره الموسوم بتاويلات اهل السنة :دَلﱠ هذا من يوسف : [حيث قطع القول انه يصير بصيراً] انه من وحىٍ قال هذا ، لا عن رأىٍ منه واجتهاد ؛ اذ قَطَعَ القول فيه انه اذا اُلقى وجهه يصيربصيراً ، انتهى ، تاويلات اهل السنة ج (٦) ص (٢٨٤)  مطبع بيروت .

        وقال العلامة النسفى فى تفسيره مدارک التنزيل :{ اذْهَبُوا بِقَمِيصِى هَـاذَا } قيل هوالقميص المتوارث الذي كان في تعويذ يوسف وكان من الجنة أَمَرَهُ جبريل أَنْ يرسله إليه فإنه فيه ريح الجنة لا يقع على مبتلى ولا سقيم إلا عوفي . انتهى .

        قال ابن الجزى فى التسهيل :روي أن هذا القميص كان لابراهيم كساه الله له حين أخرج من النار ، وكان من ثياب الجنة ، ثم صار لإسحاق ، ثم ليعقوب ، ثم دفعه يعقوب ليوسف ، وهذا يحتاج إلى سند يوثق به ، والظاهر أنه كان قميص يوسف الذي بمنزلة قميص كل أحد { يَأْتِ بَصِيراً } الظاهر أنه علم ذلك بوحي من الله. انتهى .

        وفى تفسيرالقرطبى :وأخبره جبريل بأن أَرْسِلْ قميصك فإنﱠ فيه ريح الجنة وإنﱠ ريح الجنة لا يقع على سقيم ولا مبتلى إلا عوفي وقال الحسن : لولا أَنﱠ الله تعالى أَعْلَمَ يوسف بذلك لم يعلم أنه يرجع إليه بصره .انتهى .

          وفى تفسيرجلالين :{اذهبوا بقميصي هذا }وهو قميص إبراهيم الذي لبسه حين ألقي في النار كان في عنقه في الجب وهو من الجنة أمره جبريل بإرساله وقال إن فيه ريحها ولا يلقى على مبتلى إلاعوفي.انتهى

        وقال الفخرالرازى :ثم قال يوسف u:{اذْهَبُوا بِقَمِيصِى هَـاذَا فَأَلْقُوهُ عَلَى وَجْهِ أَبِى يَأْتِ بَصِيرًا} قال المفسرون : لما عرفهم يوسف سألهم عن أبيه فقالوا ذهبت عيناه ، فأعطاهم قميصه ، قال المحققون : إنما عرف أن إلقاء ذلك القميص على وجهه يوجب قوة البصر بوحي من الله تعالى ولولا الوحي لما عرف ذلك ، لأن العقل لا يدل عليه ويمكن أن يقال : لعل يوسف u علم أن أباه ما صار أعمى إلا أنه من كثرة البكاء وضيق القلب ضعف بصره فإذا ألقي عليه قميصه فلا بد أن ينشرح صدره وأن يحصل في قلبه الفرح الشديد ، وذلك يقوي الروح ويزيل الضعف عن القوي ، فحينئذ يقوى بصره ، ويزول عنه ذلك النقصان ، فهذا القدر مما يمكن معرفته بالقلب فإن القوانين الطبية تدل على صحة هذا المعنى ،

         له اکثر دَ دى تفسيرونو دا معلومه سوه چى دا دَ تبرک مسئله نه بلکه يوسف علیه السلام ته په وحى دامعلومه سوه چى دَ دې قميص په سبب  الله جل جلاله دَ يعقوب علیه السلام  سترګو ته شفاء ورکوى ،

        او دَ امام الرازى رحمه الله له تفسيره خو داهم معلومه سوه چى داسى هم کيدلاى شى چى دا يوطبى مسئله وى لکه چى دَىْ وايي : چى کله دَ ډيرې خوشحالئ په سبب روح ته قوت حاصل سى ، اوبيا د دى قوت په سبب ټول اندامونه دَ بدن قوى سى ،کوم ضعف چى دَ پريشانئ او خفګان په سبب راغلى وو ، هغه له ټولو قوتونو زائل سى ، نو کيدلاى سى ، چى دَ يعقوب علیه السلام  وه سترګوته قوت هم په دى سبب بيرته را ګرزيدلى وى ، نو که داسى وى ،نوبياهم دَ تبرک څه څرک نه لکيږى ، او دا استدلال صحيح نه ثابتيږى .

      خو که بيا هم دا ټولى خبرى شاه ته پريږدو ، او خاص دَ تبرک پر مسئله پاته سو ، نو بيا هم دَ يوسف علیه السلام پر قميص دَ خوردى قياس قياس مع الفارق ده ، او دا ځکه چى دَ يوسف علیه السلام  قميص خو دَ ده مبارک بدن مسح کړي وو ، او خورده که څه هم دَيو صالح سړى له قبره را واخۍ خو دَ هغه صالح شخص بدن يي نه ده مسح کړى ، پس نو هغه تبرک چى دَ يو شخص دَ بدن په تماس حاصليږى هغه نه ده پکښ پيدا سوى ، او د دې خبرى وضاحت به په راتلونکى کى نور هم موږ وکړو ،ان شاء الله ،

       نو فقيروايي :که مسئله هم داسى وى لکه چى شارح کوم استنباط کړى ده ، نو بيا خو په کار داوو چى يعقوب علیه السلام دَ اسحاق علیه السلام ، يا دَ ابراهيم علیه السلام  له قبره خورده را وړې واى ، او دَ خپلو سترګو علاج يي په کړۍ واى ،

         اوهم دارنګه: فقير وايي دا سى استنباط چى له أيت کريمه څخه وسى چى هغه دَ تفاسيرو دَ نقل په رڼا کى نه وى ، نو دا هسى نه چى تحريف فى القران ونه بلل سى ،اودَ يو لوئ جرم سبب جوړ سى ،.نور نو موږ قضاوت تاسو ته پريږدو چى له أيت کريمه تبرک او خورده ثابت سو اوکه نه ، داخو دَ أ يت کريمه په متعلق خبره وه ،

          او بيا هم فقيروايى :چى که دا استنباط صحيح سى نو بيا خو بايد دَ هرې غوا په لکۍ وهلو سره مړۍ را ژوندي سى ولې خو موسي علیه السلام ته الله جل جلاله په وحي دا ور وښووه چى دا کوم مړى دَ غوا په لکۍ و وهل سى نو را ژوندي به سى ، لکه يوسف علیه السلام  ته چى الله جل جلاله وويل چى ستا قميص دَ يعقوب علیه السلام پر ستوګوواچوې نو سترګې به ئى جوړى سى ، نو که چيرته دَ يوسف علیه السلام دَ قميص نص معلل ثابتيږى ، او استنباط دَ خوردې ځينى کيږى ، نو دَ }فَقُلْنَا اضْرِبُوهُ بِبَعْضِهَا كَذَلِكَ يُحْيِي اللَّهُ الْمَوْتَى{ نص هم بايد ستاسو په قياس معلل ثابت سى او دَ هرې غوا دَ لکۍ په وهلو سره څه ناڅه اثرات ثابت سى ، دا خو دَ شارح له ايت  څخه دَ استنباط خلاصه وه .

         اوس به وګورو چى دَ حديث په رڼا کى شارح څه ويلي دي : شارح حديثونه راوړي دي ، يوحديث درسول الله صلي الله علیه وسلم دَ عرق (يعنى خولۍ) په رابطه ده ،چى واقعةً هم امام بخارى رحمه الله دا حديث نقل کړى ده ، او بل حديث دَ رسول الله صلي الله علیه وسلم دَ ويښتانو په رابطه ده ،چى دا هم نوموړى امام را نقل کړى ده ،او دريم حديث دَ رسول الله صلي الله علیه وسلم  دَ اوداسه دَ اُبو په رابطه ده ، چى دا هم ثابت ده ، خو دا درۍ سره حديثونه داسى دى ، چى يا خو دَ رسول الله صلي الله علیه وسلم له مبارک بدن څخه جزء وي لکه دَ ويښتانو خبره ، او دَ ده مبارک له بدنه را پيدا سوۍ وي ، لکه دَ ده مبارک دَ بدن خوله ، او يا يي دَ ده مبارک له بدن سره تماس راغلي وي ،لکه دَ ده مبارک دَ اوداسه اوبه ، نو اوس که چيرته موږ دَ خوردې قياس پر دې شيانو وکړو ، نودا بيا په دوو وجهو قياس مع الفارق بلل کيږي ،

        اول: دا  چى دَ رسول الله صلي الله علیه وسلم  فضيلت قطعى الثبوت ده ، او دَ يو بل صالح شخص فضيلت  که ثابت هم سى ،نو ظنى فضيلت به وى ، او دويم : فرق داده چى دا ټول هغه څه وو چې يا خو دَ ده مبارک دَ بدن جزء ،او يا به دَ ده مبارک له بدن سره تماس راغلى وو ، او خورده خو نه دَ دې صالح شخص دَ بدن جزء ،او نه ئې دَ ده له بدن سره تماس راغلى ده ،فافترقا.

          نومړى شارح وروسته له دې چې دا حديثونه يي دَ مسئلې دَ ثبوت د پاره راوړي دي، نو بيا يي مسئله داسې پر تفريع کړې ده : موږ اهل السنة والجماعت وَ دغوټولو احاديثو ته په کتلو سره دا حکم کوو چى دَ خوردې څښل په نيت دَ تبرک جائز دي ، اوبيا يي مسئله دَ  سؤال اوجواب په عنوان کي تردې لا هم ښه بيان کړې ده ، او داسي يي ويلى دي :

        که څوک دا پوښتنه کوى چى دا خو دَ نبى کریم صلي الله علیه وسلم  دَ أثارو خصوصيت وو، مګرپه نورو مخلوقاتو کښ دا خصوصيت نسته ؟ موږ يي په دى اړوند داسي ځواب کوو : ايا يعقوب عليه السلام دَ يوسف صلي الله علیه وسلم قميص دَ تبرک په خاطر پرمخ نه وو اچولى ؟

       نو ده نوموړى شارح پر دې ځواب  دوې خبرى دَ سؤال په شکل وارديږى ، اول :دا چى موږ دا نه منو چى دَ يعقوب علیه السلام  سترګۍ دَ قميص دَ تبرک په وجه جوړې سوې ، بلکه دا خو دَ وحى معلومات وو،لکه له مخه چى موږ دَ ډيرو تفسيرونو عبارات را نقل کړو ،

             او دويم دا ،که چيرته موږ دا ومنو چى دَ يعقوب علیه السلام سترکې دَ تبرک په وجه روښانه سوي، او د دې له مخه تفسيرونو خبرې ټولى شاته پريږدو ، نوچه په لمخنى سؤال کى يو څه تعميم وَ سي ، او څوک داسى ووايى ، چى دا انبياؤ دَ أثارو خصوصيت وو ، نوبياخو دَ يوسف علیه السلام قميص پکښ داخليږى ، او دَ مولانا صاحب خورده ځينى وزى ،  نو بيا د دې مولانا صاحب ځواب خوځواب پاته نه سو

      او نوموړى شارح دريم دليل دً فقهاؤ بعض اقوال راوړى دى ، او ده هلته داسى ليکلى دى :دَ بيت الله شريفى خاورى دَ خوردې دَ پاره په نيت دَ تبرک جائز ده ،اوبيا يي دَ ردالمحتار عبارت راوړى دى :

         [تَنْبِيهٌ ] لَا بَأْسَ بِإِخْرَاجِ التُّرَابِ وَالْأَحْجَارِ الَّتِي فِي الْحَرَمِ ، وَكَذَا قِيلَ عَنْ تُرَابِ الْبَيْتِ الْمُعَظَّمِ إذَا كَانَ قَدْرًا يَسِيرًا لِلتَّبَرُّكِ بِهِ بِحَيْثُ لَا تَفُوتُ بِهِ عِمَارَةُ الْمَكَانِ كَذَا فِي الظَّهِيرِيَّةِ .

       وَصَوَّبَ ابْنُ وَهْبَانَ الْمَنْعَ عَنْ تُرَابِ الْبَيْتِ لِئَلَّا يَتَسَلَّطَ عَلَيْهِ الْجُهَّالُ فَيُفْضِي إلَى خَرَابِ الْبَيْتِ وَالْعِيَاذُ بِاَللَّهِ تَعَالَى لِأَنَّ الْقَلِيلَ مِنْ الْكَثِيرِ كَثِيرٌ كَذَا فِي مُعِينِ الْمُفْتِي لِلْمُصَنِّفِ .[ردالمحتار ج (٢) ص (٢٧٨)]

          نو اوس که دَ شارح دغه دريم دليل ته موږ په دقت وګورو ، نو اول خو دا ويلاي سو چى شارح خواول دَقضيې مثبت اړخ نقل کړى ده ،او منفى اړخ يي نه ده نقل کړي ، يعنى دا عبارت [لَا بَأْسَ بِإِخْرَاجِ التُّرَابِ وَالْأَحْجَارِ الَّتِي فِي الْحَرَمِ ، وَكَذَا قِيلَ عَنْ تُرَابِ الْبَيْتِ الْمُعَظَّمِ إذَا كَانَ قَدْرًا يَسِيرًا لِلتَّبَرُّكِ بِهِ بِحَيْثُ لَا تَفُوتُ بِهِ عِمَارَةُ الْمَكَانِ كَذَا فِي الظَّهِيرِيَّةِ] ييى را نقل کړى ده ، خودا عبارت [وَصَوَّبَ ابْنُ وَهْبَانَ الْمَنْعَ عَنْ تُرَابِ الْبَيْتِ لِئَلَّا يَتَسَلَّطَ عَلَيْهِ الْجُهَّالُ فَيُفْضِي إلَى خَرَابِ الْبَيْتِ وَالْعِيَاذُ بِاَللَّهِ تَعَالَى لِأَنَّ الْقَلِيلَ مِنْ الْكَثِيرِ كَثِيرٌ]ته يي هيڅ اشاره هم نه ده کړي ،

        نو اوس که له يوې خوا دَ مثبت اومنفى ترمنځ تقابل وکتل سى ، اوله بلې خوا دَ صاحب الکتاب عادات په نظرکي ونيول سى نو بيا به معلومه سى چى صاحب الکتاب دَ شارح په کټه خبرکړې ده او که نه.

        اوبل موږ دا هم ويلاي سو :چى که دَ حرم شريف پرخاوره موږ دَ هرمرقد خاوره قياس کړو ، نودابه قياس مع الفارق وى ، ځکه چى دَ حرم شريف خاوره پخپل ذات کى بهتره ، او دَ نورو مرقدونو خاوره له وجهې دَ بل چا بهتره بلل سوې ده ، او ښاغلى شارح هم  دَ دي مطلب دَ اثبات دَ پاره دَ شيخ سعدي رحمه الله بيت نقل کړي ده [بگفتا من گلى نا جيزبودم × وليکن مدتى با گل نشستم ]الخ ،دا خويوفرق سو ،

      اوبل فرق داهم ده چى دَ حرم شريف دَ خاورې فضيلت منصوصى او قطعى ده ، اودَ نورو مراقدو دَ خاورو فضيلت که چيرته وى هم نو ظنى ده ، او حال داده چى قياس خو دَ اصل اوفرع تر منځ مساوات غواړى ، که نه نو بيا قياس نه صحيح کيږي ،

         اوهم دارنګه نوموړى شارح دَ حموى شرح الاشباه والنظائرپه حواله داسى ليکلي دي :[اَما اِنْ اخذه للتبرک فجائز کما قالوا فى تراب الکعبة] ،

          خوالبتة دَ الاشباه والنظائرتردې عبارت [ويکره اخراج حجارته وترابه]لاندى حموى شارح دَ الاشباه والنظائرداسى ليکلي دي :

      قيل هذا مخالف لما نقله المصنف فى شرحه على الکنز، ونصه ، ولاباْس باخراج حجارة الحرم وترابه الى الحل ، کذا فى المحيط وغيره ،انتهى .

              اقول: لامخالفة ،فان التعبيربصيغة لا باس مقتضى للکراهة لا مناف لها ، حتى تتم المخالة ،

     او بيا يي بعينه هغه عبارت نقل کړی ده چى موږ دَ رد المحتارپه حواله لږوړاندې را نقل کړو چى هغه هلته داسى ويلى وو:

           وفى الظهيرية:وتراب البيت المکرم يجوز اخراجه للتبرک والا لا ،لانه تخريب ،انتهى . وقال ابن وهبان:والصواب المنع منه مطلقاً لئلا يتسلط الجهال ، فيفضى الى الخراب ،والعياذ بالله تعالى ،اذالقليل من الکثيرکثير.انتهى [الحموى ، ج (٣) ص (١٨٣ و١٨٤)]

       نواوس چى شارح دَ حموى په عبارت دليل ويلى ده ، نوحموي خومسئله دَ مسجد په خاوره کى نقل کړې ده او قياس يي دَ بيت الله الشريف پر خاوره کړى ده ، نو اوس که دَ حموي دې وروسته عبارت ته وکتل سى ، نو يواځې دا نه چى دَ بيت الله الشريف په خاوره کى هغه دَ [لا باس]عبارت په وجه سره کراهيت ثابت کړى ده ، بلکه په مشبه به کې يي دَ ابن وهبان په حواله سره منع ثابته کړې ده ، او حال دا چى په مشبه به کى کوم حکم ثابت سى نو دَ مشبه هم دغه حال ده که نه نوبيا مشابهت نه سو ثابت .

        او بل خو لا دا هم سته چى شارح دَ حموي کوم عبارت دليل ګرزولی وو هغه دَ مسجد شريف په خاوره کې وو ، او دَ مسجد شريف فضيلت خو له يوې خوا لذاته ده  او له بلې خوا منصوصى ده ، اودَ مرقد فضيلت خو نه لذاته ده او نه منصوصى ده ، نواوس دا سې معلومه سوه چى دَ نوموړى شارح قياس دلته هم قياس مع الفارق ثابت سو او دليل نه وګرزېدى .

       اوچا چى دَ مرقاة په عبارت پرنوموړې مسئله دليل ويلى ده پرهغه هم دَ دضعف اثرليدل کيږى ، او دا ځکه چى دَ مرقاة په عبارت کى تبرک ته هيڅ اشاره نسته ، هلته خالص دَ تعجب خبره ذکرده ،اوهغه عبارت دادى :

        [ولما صلى عليه ووضع في حفرته فاح من تراب قبره رائحة طيبة كالمسك وجعل الناس يختلفون إلى قبره مدة يأخذون من قبره ويتعجبون من ذلك] ،انتهى

       فقيروايي چى موږنه پوهيږو چى تبرک او استشفاء له کومه توري ښکاره سو ، دا دَ نوموړى شارح دَ تحقيق پاى ده چى پردې مسئله يي کړى ده ، چى دَ ده ټول دلائل پرتشبيهاتواوقياسونوبناء وو، او هيڅ يوداسى دليل يي پيش نه کړچى ده مطلب تصريح پکښ ذکرسوې وى ، نورنو انصاف ستاسوپه لاس ده .

       اوس موږ دَ هغو علماؤ تحقيقات نقل کوو چى خورده يى په صراحت سره رد کړې ده ، او يو دَ هغو علماؤ الدکتوروهبية الزحيلى ده ، چى ده په خپل مشهورکتاب [الفقه الاسلامى الجزء الثانى ص (٥٢٤)] کښ داسى ليکلى دى :

       ويکره تجصيص القبر والبناء ، والکتابة عليه ، والمبيت عنده ، واتخاذ المسجد عليه ، وتقبيله والطواف به ، وتبخيره ، والاستشفاء بالتربة من الاسقام اهــــ

      او بيا يي هم په دغه جزء  ص (٥٢٦)کښ داسى ليکلى دى :

  واما التقبيل والاستشفاء بالتربة ونحوه فلاَنﱠ ذلک کُله من البدع اهـــ

       الفقه الاسلامى بعض په اته (٨) جلده او بعض په (١١) جلده کښ وى ، زموږ حواله پر هغه نسخه ده چى په (٨) جلده کى ده ، البتة هغه نسخه چى په (١١) جلده کى وى هغه به ضرور دَ صفحې له دى شمارې څخه فرق ولري ، خوبحث بحث الجنائزاو احکام احکام الدفن دى.

        او دويم له هغه علماؤ چى خورده يي په صراحت سره رد کړې ده ، هغه الحاج مولوى صاحب عبدالحنان ديوبندې ده چى هغه  په خپل مشهورکتاب فتاوى رحمانيه جلد (٢) صفحه (٢٨١) کى تر دې عنوان لاندې [له قبر څخه دَمالګې دَ راوړلو او خوړلو حکم ]داسى ليکلى دى :

       سؤال :  پربعضى قبرونو باندې خلګو مالګه ايښې وى ، کله چى زيارت کوونکى ورسي بيا دا مالګه څکى ، او بعضي خلګ بيا دَ قبرونو خاوره خورې په نيت دَ شفاء ، او يا يي دَ نورو حاجتونو دَ پاره خورې ، اوس پوښتنه داده ، چى دَ قبرونو خاوره خوړل او يا يي مالګه څکل شرعاً څه حکم لري ؟

      جواب : که چيري دَ قبرستان مځکه وقف وي نو بيا يي خاوره راوړل مطلقاً نا جائز ده ، او که يې مځکه خپله وي نو بيا يي دَ ضرورت لپاره خاوره راوړل څه مشکل نه لرى ، البتة تبرکاً دَ قبرخاوره راوړل، اوبيا يي له ځان سره ايښوول يا يي خوړل دا شرعاً مکروه ده ،

     په فتاوى عالمګيريه کښ ليکلي دي چي دَ مکې مکرمې خاوره خوړل هم مکروه ده ، نو دَ يو پيريا يو شخص دَ قبرخاوره خوړل خو په طريق اولى سره مکروه ده ، او خاوره خوړل يواځې دا نه چى شرعاً مکروه ده ،  بلکه دَ طب له لحاظه هم تاوانونه لرې چى دَ بيلابيلو مرضونو سبب جوړيږي ،

        اوپرقبرمالګه ايښوول او بيا څکل شرعاً هيڅ اصل نلري دا يو امرمحدث ده چى بعضي بدعتي خلګوله ځانه جوړکړی ده ، نو پکار داده چى کله وَ زيارت ته ورسي ، نو دَ سنت طريقې مطابق زيارت وکړي ، دا دَ خاورو خوړل يا دَ مالګې څکل هيڅ اصل نه لري .دَ ده دَ تحقيق پاي .

       دا خو دَ نوموړي مولوي صاحب خپل تشريحات ووپه مسئله دَ خوردې خوړلو کي سره له يو مجملي حوالې دَ ده پرفتاوى عالمګيريه باندې ، اوبيا يي دَ مسئلې په اخرکي نورې حوالې هم ذکرکړي دي چى يو له هغو پرعالمګيريه بيا هم ده حواله ورکړي ده ، البته هغه څوک چي دَ خوردې خوړلو دَ جواز قائل دي هغه هم پر عالمګيريه حواله ورکوي ، نواوس به موږ ان شاء الله دَ دې فتاوي عبارت ټول را نقل کړو چي روښتيا هم دَ دي فتاوي بعضي عبارت  دَ مسئلې مثبت اړخ ، او بعضي يي دَ مسئلې منفي اړخ ته قوت وربخښي ، نوکله چي دا عبارات ټول په دقت وکتل سي دا به معلومه چى کومي خواته سړی رجوع وکړي دا دَ عالمګيري عبارات دي ::

        أ کل الطين مکروه  ، هکذا ذکرفى فتاوى ابى الليث رحمه الله تعالى    [اقول : وهذا هوالدليل للنافى لاکل تراب القبر]

        وذکرشمس الائمة الحلوانى فى شرح () : اذا کان  يخاف على نفسه انه لو اَکَله اورثه ذلک علة اوآفةً  لا يباح له التناول ، وکذلک هذا فى کل شيئ سوى الطين ، واِنْ کان يتناول منه قليلاً ، اوکان يفعل ذلک احياناً لا باْس به ، کذا فى المحيط اهــ     [اقول : وهذا هوالدليل للمثبت لاکل تراب القبر]

       الطين الذى يحمل من مکة يسمى طين حمزة هل الکراهية فيه کالکراهية فى اکل الطين على ما جاء فى الحديث .قال : الکراهية فى الجميع متحدة ، کذا فى جواهرالفتاوى [اقول : وهذا ايضاً دليل للنافى]

      وسئل بعض الفقهاءعن اکل طين البخارى ونحوه ،قال :لاباس بذلک ما لم يضر، وکراهية اکله لاللحرمة

بل لتهيج الداء [اقول : وهذا ايضاً دليل المثبت]

        وعن ابن المبارک : کان ابن ابى ليلي يَرُدﱡ الجارية عن اکل الطين ، وسئل ابوالقاسم عن اکل الطين، قال ليس ذلک من عمل العقلاء کذا فى الحاوي للفتاوى[اقول :وهذا ايضاً دليل النافي ]

       والمرءة اذا اعتادت اکل الطين تمنع من ذلک اذا کان يوجب نقصاناً فى جمالها ،کذا فى المحيط [اقول : وهذا يصلح متمسکاً للطرفين] الفتاوى العالمګيرية ج (٥) ص (٣٤٠ و  ٣٤١)

           اوس که موږ چيرته هغه دَ حموي تيرسوي عبارت په نظر کي ونيسو نو کيدلاي سواي چي دَ بعضو دغوعباراتو نتيجه بل ډول ثابته سي ،اوهغه عبارت دادي :التعبيربصيغة لا باٴس مقتضى للکراهة لا مناف لها

       او دا يواځې دا نه چى حموي لفظ دَ [لا باس] له کراهية خالي نه بولې ، بلکه ابن العابدين الشامى هم په خپله مشهوره فتاوى ردالمحتارکي ډير ځايونه دا خبره کړې ده :

       فکلمة لا باس واِنْ کان الغالب استعمالها فيما ترکه اولي ، لکنها قد تستعمل فى المندوب ، کما صرح به فى البحرمن الجنائز والجهاد فافهم ،انتهى [الجلد (١) ص (٨٨)]  دا هغه څه وو چى دَ فتاوي العالمګيريه عبارت اويا له هغه سره دَ تعلق په ارتباط ذکرسو .

          اودويمه حواله نوموړي مولوي صاحب پرفتاوي بزازيه ورکړې ده ، چى دَ هغې عبارت په دي ډول دي :[ويکره اکل الطين لانه تشبه بفرعون] الفتاوي البزازيه على هامش الهنديه ج (٦) ص (٣٦٥)

      اوهم داسي نوموړي مولوي صاحب په دي مسئله کي دريمه حواله پر فتاوي فريديه دَ مفتي محمد فريد رحمه الله ورکړې ده ، چى ده هلته داسي ليکلي دي :

      سؤال : اودغسي پرمزارونو باندې مالګه پرته وي دَ هغې خوړل څه حکم لري ؟  جواب :او مالګه وغيره که دَ عواموخود ساخته تبرکات وي نو له دې څخه په انکار کولو کي څه حرج نسته .انتهى فتاوي حقانيه ج (١) ص (٢٩٩).اوس دَ مولوي صاحب دَ حوالو سلسله پاي ته ورسېده .

        وفى الموسوعة الفقهية ج(١١) ص (١٤٥) : ويري الحنفية والحنابلة وبعض المالکية کراهة اکل التراب،

        اوهم دارنګه مفتى نجم الحسن امروهى په خپله مشهوره فتاوى [نجم الفتاوى ] صفحه (١٥٨) کي  داسى ليکلي دي :

           سؤال : دَ دين علماء کرام او لوئ مفتيان په دي هکله څه فرمايي ، چه بعض خلق دَ قبرونو خاورې پخپله هم خوري ، او په نورو خلقو يي هم خوروي په دي نيت سره چه دا ده مرضونو دَ پاره شفاء ده اهـــ ؟

          جواب : دَ قبر خاورې په دي نيت چي په دي کې له مرضونوڅخه شفاء ده دا قطعاً جائز نه ده ، بلکه دا شرک ده ، او تر ټولو ګناهونو لويه ګناه ده آهــ .نجم الفتاوى ص (١٥٨)

       او هم دارنګه علامه محمد عُمرسربازى پخپل کتاب [فتاوى منبع العلوم ] کي داسى ليکلي دي :الاستفتاء (٣٥٧) : برخي از ملاها مي گويند که برداشتن خاک از شهداء واولياء وبزرگان جائز است ، و

همين طورخوردن همان خاک وماليدن به بدن هيچ گونه اشکالي ندارد ، ايا اين حرف صحيح است يانه؟

      الجواب باسم ملهم الصواب : قول اين ملاها غلط وبى بنياد است ، برداشتن خاک از قبور اولياء وشهداء ، وخوردن آن ، وماليدن آن بر بدن حرام وناجائزاست ثبوت شرعي ندارد حتى دست رساندن برقبرممنوع وناجائزاست ،انتهى .فتاوي منبع العلوم ج (١) ص (٣٣٢)

      او وروسته تر دي نوموړي مولانا صاحب  پرحاشيه دَ دي کتاب دَ مسئلې يو څه دلائل هم ذکرکړي دي خو موږ هغه دَ رسالې دَ اختصارپه وجه پريښوول.

       اوهم دارنګه مولوى موسى کليم صاحب په خپل مشهور کتاب [الفتاوى الاصلية فى المسائل الضرورية ] کى داسى ليکلې دى :مسئلة  : ډ يرى ښځى او ځنى سړى دَ قبرو خاوىچې دوى يي خورده بولې خوراک ورڅخه کوى ، او کور ته يي هم راوړى ، چه هلته يي دَ کور نور خلګ هم استعمالوى ، نو د دې حکم داده چه خاوره په خپله پاکه ده ، البته خوړل يي مطلقاُ حرام دې ، که دَ قبروى او که دَ غير قبر

       په  حديث شريف کښى دَ دى عمل سخت ممانعت راغلى ده ، له حضرت ابو هريرة  رضي الله عنه   څخه مرفوع حديث را نقل سوى ده [مَنْ اٴ کَلَ  الطين فکاٴنّما  اعان على قتل نفسه ] الطبرانى ج (٦) ص (٣١١) ترجمه : چا چى خاوره يا خټه وخوړه ګويا کى هغه کومک وکړ دَ خپل ځان په وژلو سره ،

     الطين الذى يُحْمل من مکة ، ويُسَمّى طين حمزة هل الکراهة فيه کالکراهة فى اکل طين على ما جاء فى الحديث ، قال : الکراهة فى الجميع متحدة کذا فى جواهرالفتاوى [الفتاوى الهندية ج (٥) ص (٢٤١)]

        اوهم دا رنګه ابى محمد لقمان محمد شفيق ابراهيمي الغزنوي په خپل کتاب [حکم الاحتياط فى حيلة الاسقاط ] کي اول دَ فقهاؤ اقوال نقل کړي دي ،او بيا يي تفريعات راوړي دي ، اول اقوال دَ فقهاؤ په دي ډول دي :

         الفا ئدة الثا لثة : هي اَنﱠ ما لم يفعله النبى صلي الله علیه وسلم وصحابته رضي الله تعالى عنهم فهوبدعة مردودة ، فثبت من عدم الذکر ذکرالعدم ، ومن عدم الفعل عدم الحکم ، فلغا ما قيل من الفرق بين عدم الذکروذکرالعدم ، فترک ما تَرَکَه النبى صلي الله علیه ویلم مع عدم المانع منه کما اَنﱠ فعل ما فَعَلَه صلي الله علیه وسلم  سنة ، والسنة کما هى فعلية ، فکذلک ترکية

      .کما رواه الامام احمد رحمه الله فى مسنده عن ابن عُمر رضي الله عنه ، قال :اِنﱠ رفعکم ايديکم بدعة ، ما زاد رسول الله صلي الله علیه وسلم على هذا ، يعني الصدر . [مسند احمد ج (١) ص (٦١)]   فاستدلﱠ من عدم الذکربعدم الحکم

        قال العلى القاري رحمه الله ، والمتابعة کما تکون فى الفعل تکون فى الترک ايضاً ، فمن واظب على فعل لم يفعله الشارع فهو مبتدع …اهــ [المرقاة ج (١) ص (٤١)]

        وقال الشيخ عبدالحق المحدث الدهلوي رحمه الله : اتباع همچنان که در فعل واجب است در ترک نيز مي بايد پس انکه مواظبت نمايد بر فعل که شارع صلي الله علیه وسلم  نکرده باشد مبتدع بود ، [اشعة اللمعات ج (١) ص (٢٠)]

       وقال الامام المجتهد ابن الهمام رحمه الله فى فتح القدير: نفي المدرک الشرعي يکفي لنفي الحکم الشرعي ….اهــ ، انظرفتح القديرفى باب الاستسقاء .

        وقال ابن العابدين الشامي رحمه الله فى کتاب الجنائزمن رد المحتار: وقد صرح بعض علمائنا وغيرهم بکراهة المصافحة بعد الصلوات مع اَنﱠ المصافحة سنة  ، وما ذاک الا لکونها لم تؤثرفى خصوص هذا الموضع …. ولذا منعوا عن الاجتماع لصلاة الرغائب التي احدثها بعض المتعبدين ، واِنْ کانت الصلاة خيرموضوع ….اهــ ، انظررد المحتارالمعروف بالشامي [ج (١) ص (٦٦٠)]کتاب الجنائزبحث ادخال الميت القبروکون الاذان عليه بدعة .

       وقال العلامة الشرنبلالي فى مراقي الفلاح : ولا خطبة فى الکسوف باجماع اصحابنا لعدم امره علیه السلام بالخطبة ..اهــ مراقي الفلاح ص (٣١٣)

        وفي الهداية : ليس في الکسوف خطبة لانه لم ينقل …..اهــ انظرالهداية ج (١) ص (١٥٦) باب الکسوف

        وايضاً فيها : ويکره اَنْ يتنفل بعد طلوع الفجرباکثرمن رکعتي الفجرلانه علیه السلام لم يزدْ عليها مع حرصه على الصلاة الهداية ج (١) ص (٧٠)

        وايضاً قال فى باب النوافل : ودليل الکراهة انه علیه السلام  لم يزد على ذلک ،ولو لا الکراهة لزاد تعليماً للجواز ، انظر الهداية ج (١) ص (١٥٦) وفى رد المحتار لابن العابدين رحمه الله فى باب العيدين : فعدم فعله يدل على الکراهية اذ لولاها لفعله مرةً بياناً للجواز ، کذا فى العالمګيرية والبدائع وغيرهما من کتب المذهب استدلوا من عدم النقل وعدم الفعل على عدم الحکم والکراهة فتدبر وتشکرانتهى ما قال بنقل عبارات الفقهاء

          ثُمﱠ قال فى التفريع على هذه الاقوال وغيرها من الاصول التى مهد لهذا التفريع : فيتفرع على هذه الفائدة المستنبطة من تعريفات البدعات التى هى فى الحقيقة قاعدة عظيمة ترد هفوات المبتدعين وسائرالبدعات فى الدين اَنﱠ کل عمل وقول واعتقاد وکل ذکروحيلة وصلاة ودعاء لم يثبت فيه نقل ورواية من الحبيب  صلي الله علیه وسلم والصحابة رضوان الله عليهم اجمعين فهو دليل لبدعيته وکراهته ، ثُم اورد الامثلة الى اَنْ قال :وبناء القباب على القبوروتجصيصها وتربيعها واکل ترابها والاستشفاء بها ……اهـــ   [حکم الاحتياط فى حيلة الاسقاط ص  (٩ و١٠ و١١)]

عبدالسلام حنفي

 

Print Friendly, PDF & Email