په فيصدی باندې معاش اخيستل

سلامونه او نيکی هيلی می ومنی الله پاک د تاسوته د دغه ستر اسلامي خدمت اجر در کړي .
وروسته زما پوښتنه داده چی زه له يوه شرکت سره کار کوم چی د دواګانو يو شرکت دی هغه وايي چی ستا معاش په فيصدي باندی درکوو يعنی په هر يو لک افغانيو کی لس زره ستا. او بل داچی زموږ سروکار له ډاکټرانو سره دی يعنی د دواګانو لپاره بازار موندنه کوو شرکت والا راته وايي چی که کوم ډاکټر درنه د دوا دمصرف په صورت کی فيصدي غوښته تاسو ورته فيصدي ورکړی نو آيا په دی کار کی کوم مشکل شته او ډاکټر ته د فيصدي ورکول روادي.
ستاسو د جواب په هيله

محمد عارف .


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هو دا کار جايز دی ، دغه کار ته په اسلامي فقه کې «السمسرة» وايي . يعنې د اخيستونکي او خرڅونکي تر منځ رابطه جوړيدل يا بازار موندنه ځکه د بازار يابی واله ګرځي خپل وخت ضايع کوي او مشتريان پيدا کوي نو ده ته په دې کار باندې اجرت اخيستل جايز دي .

بيع السمسرة: السمسرة: هي الوساطة بين البائع والمشتري لإجراء البيع. والسمسرة جائزة، والأجر الذي يأخذه السمسار حلال(فقه الاسلامي وادلته).

و قد نص جمع من الأئمة علی جواز السمسرة ، و جواز أخذ اجرة عليها (موسوعة الفقهية ۱۵۱/ ۱۰)

مګر د ډاکتر لخوا د با کفيت درملو انتخاب ، يا مريضانو ته د هغه په اړه توصیه مشوره ده او د ده مسلکي مسئوليت دی نو هغه ته د فيصدي اخيستل جواز نلري .

لا يجوز للطبيب أن يأخذ نسبة من أجرة التحليل ؛ لأنه أَخْذُ مال في غير مقابل.
“فتاوى اللجنة الدائمة للبحوث العلمية والإفتاء” (۲۴/۴۳۲).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email