: لومړی تاسو ته سلامونه وړاندی الله ج دی ستاسو دنیا او اخرت نیکمرغه کړی بعدا محترما سوال مي پدې شکل دی چی که چیری یو نر پر خپل مخ باندی کریمان وهی ددی لپاره چی ښایسته ښکاره شی او یا هم د مخ د سپینوالی لپاره کریم استعمالوی آیا د شریعت له نظره دا جواز لری که نه ستاسو د جواب په هیله – ميرويس ، کندهار


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د نارينه لپاره د پوست د ښکلا او غوړولو کريم نه استفاده کول لاندې صورتونه لري :

اول- کچېرې يوازې د زينت او ښايست لپاره وي نو د نارينه لپاره يې استعمال مناسب نه دی ځکه چې ښايست او سينګار د ښځو لپاره وي نه د نارينه .

دوهم –  کوم شيان چې د ښځو په زينت پورې خاص وي لکه : سورخي ، خاص رنګونه او پوډر او نور نو ددې کارول جواز نلري ځکه چې د ښځينه سره مشابهت راځي او کبيره ګناه ده .

دريم – کچيرې داسې رنګ وي چې پوست له تور څخه سپين ته تغيروي کچېرې مؤقت وي باک نلري او که دايمي وي حرام دی ځکه د الله تعالی په خلقت کې تغير را وستل دي او مؤقت هم د نارينه لپاره مناسب نه دی کوم چې مخکې مو بيان کړ .

څلورم – کچېرې د چاودو ، دانو و غيره په مقصد استعمال شي باک نلري ځکه چې داسې کول د درملنې حکم لري[1].

و بالله توفيق – والله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

ـــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــــ

[1] – السؤال :
ما حكم استعمال مستحضرات التجميل بالنسبة للرجل مثل وضع كريم لجمال البشرة ( لتبييض البشرة ) ؟ هل هذا مباح ؟ لأن استعمال مستحضرات التجميل للرجال شيء منتشر جدا في شبه القارة.

الجواب :
الحمد لله
يختلف الحكم بالنسبة لاستعمال الرجال مستحضرات التجميل من الكريمات وغيرها من حال إلى أخرى ، وبيان ذلك أن يقال :
أولا :
ما كان استعماله لمجرد التجميل والزينة فلا ينبغي للرجال استعماله ؛ لأن المرأة هي التي تحتاج إلى التجميل ، والرجل تناسبه معالم الرجولة من التخشن والصلابة ، لا تناسبه الأنوثة ولا التخنث .

ثانيا :
ما كان منه من زينة النساء وتجملهن خاصة ، كأحمر الشفاه ، والطلاءات ونحو ذلك : فلا يجوز للرجل أن يتجمل به ؛ لأنه من التشبه بهن ، والتشبه بهن محرم من كبائر الذنوب .
ثالثا :
ما كان استعماله يؤدي إلى تغيير لون البشرة من السواد إلى البياض مثلا : فإذا كان التغيير مؤقتاً فلا حرج فيه ، وإذا كان على الدوام فلا يجوز ؛ لأن ذلك من تغيير خلق الله تعالى .
مع التنبيه على أن مثل هذه الاستعمالات التحسينية لا تنبغي للرجال كما تقدم .

رابعا :
ما كان منها لإزالة عيب فلا حرج في استعماله ، كاستعمال الكريمات لإزالة الحبوب من الوجه ؛ لأن هذا من باب التداوي والعلاج .
فتاوی الاسلام سوال جواب

Print Friendly, PDF & Email