د لغړ زني هلک سره څرنګه معامله ؟

په کړنو کې قاتل ګناهونه

ځوانانو سره دعاطفيت تعامل

الحمد لله والصلاة والسلام على سيد الخلق محمد بن عبد الله.

 وبعد..

ټولو روزونکو دعاتو ته چې هغوی ددعوت په مسير کې په روزنه ،دعوت تعليم وتعلم او مختلفو برنامو مصروف دي ،چې لدی نسل څخه داسی نسل وروزي چې هغه  په قران وسنت روزل شوی نسل وي منبر باندی امام ،اوپه اوبو کې لامبوزن او په جبهه کی مجاهد (قائد) ،او په رحله کې خادم او په خپله لوړه مرتبه کې له خلکو ټيټ وي

دځوان قشر روزنه اختلاط  او زیاتی ملګرتيا ته د مختلفو تربوي  برنامو له لاری اړتيا لري مثلا د قران کریم د حفظ حلقات رحلې فردي او اجتماعي دعوت او نور

روزونکي ته هغه نصيحت چې شعور يي واجب بولم چې تعلق يي د لغړ زنی هلک پورې دی چې روسته به انشاء الله مکمل خطر او خنډ وپيژندل شي.

 لومړی : «الأمرد» ( لغړزنی هلک) چاته ويل کیږی ؟

«الأمرد» په اصطلاح کې هغه ځوان ته ويل کیږی چې د ګيری وتل يي پيل وي او بريت يي تازه په شنه کيدو وي او ګيره يي ښکاره نه وي ،چې د خلکو د پاملرنی وړګرځي او پخپله ښکلا طبيعتونه او خواهشات په حرکت راولي .دغه د ځوانۍ د پېل مرحله چې سړی يي پېلوي مقیده ده اوابتداء يي داسې ده چې هره ښځه يي خوښوي . او د لغړ زنی هلک سره نږې «مراهق» هم شته چې هغه کوچنی چې احتلام ته نږدی وي خو محتلم شوی نه وي هغه ته «مراهق» ويل کیږي .
دویم : شېطاني دام :

لغړ زنی هلک ته کتنه فتنه رامينځته کوي او د شيطان له ډيرو دامونو څخه داهم دی چې دا لغړ زنی هلک ځکه خوښوي چې دغه لغړ زنی هلک الله ته نږدی دی او د الله لپاره يي خوښوي او نورې حېلې .

د يادونی وړ :ليکوال ابن الاسلام وايي : چې زه دیوی داسی واقعی شاهد يم چې ديوه جومات سره د متعلق شخص ملګرتيا د يوه لغړ زنی هلک سره وشوه چې هدف يي صرف حلقی ته او ذکر تلاوت ته کينول وو خو په پای کی يي نتيجه محرمه شوه .او دغه خپل ځان ته دوکه ورکول دي کله چې انسان پخپل ځان پوه شي چې ماته نفس دوکه راکوي او په فتنه کې مې واقع کوي نو بايد پوه شي چې دنفس دخواهشاتو له بابه ګڼل کیږي {ومن أضل ممن اتبع هواه بغير هدىً من الله

 دریم : د مفتونينو(فتنه ځپلو) ځينې قصې :

امام ابن الجوزي رحمه الله وايي ( له ابی عبدالله بن الجلاء څخه ويل کيږي چې ما يوه نصراني ځوان ته کتل چې د ښکلی مخ خاوند وو نو ابو عبدالله البلخي په ماتېر شو او ما ته يي وويل دلته ولی ولاړ يي ؟ ماورته وويل ای تره !داجسم به اور څنګه تعذیبوی نوپه شا يې ووهلم او ويې ويل ددی کار انجام به وګورې وايي پس له څلويښت کلو می انجام ولید چې هغه دا وو چې قران می هير کړو .

 امام قرطبي په التذکره کي ذکر کړي دي يو سړی چې ديوه لغړ زنی هلک پسی خفه او سخت مريض شو تردی چې هلاکت ته ورسيده او دغه لغړ زنی هلک به نه غوښتل چې ورسره وګوري نوپه سړي دمرګ نښانی راڅرګندی شوی او داويل يي پېل کړل :

وذكر الإمام القرطبي في التذكرة :قصة رجل علق بغلام حتى هام فيه ومرض من شدة وجده عليه حتى أوشك على الهلاك والغلام متمنع منه وبدت عليه علامات الموت فأنشأ يقول :

ای د مرض درده کم شه اولدغه نري څخه يخ شه

زما زړه ته ستا راضي کول نعوذ بالله (د خالق له رضا بهتره ده )
 څلورم  : په شهوت سره لغړ زنی هلک ته کتل ؟

ټولو علماؤ پدی اجماع کړی ده چې د ښکلي لغړ زنی هلکمخ ته کتل حرام دي .ابن عابدين رحمه الله وايي (دښکلي معنا داده چې دکتونکي په طبيعت وي که تورهم وي ځکه ښکلا په طبيعتونو پوری فرق لري
شېخ الاسلام ابن تيميه رحمه الله وايي (لکه د اجنبي ښځی په څير د فحش ابتداء او له لغړ زنی هلکڅخه په لمس او کتنه خوند اخستل حرام دي ).
سعيد بن المسيب وايي ( کله مو چې يو سړی وليد چې لغړ زنی هلکته يي بار بار کتل نو متهم يي کړئ )

د لغړ زنی هلک سره په خوند ستړي مشي کول داسی دی لکه په شهوت چې ورته ګورې او يا لدې څخه هم ډير قوي او ستر بلل کيږی دغه قول هم دشيخ الاسلام ابن تيميه دی .

ابوسعيد الصعلوکي رحمه الله وايي (پدی امت کې به داسی قوم وي چې لوطيان به ورته ويل کیږي او دری ډلې دي : يوه هغه ډله چې ورته ګوري ، بله هغه ډله چې ستړي مشي ورسره کوي ، اوبله هغه ډله چې خبيث کار ترسره کوی .نوپس له الله عزوجل دی هغه خلک وېره وکړي چې پدی کارونو مبتلا او د شېطان په نقش قدم روان وي

پنځم : د لغړ زنی هلک سره ځانته والی (خلوت ):

علماؤ پدې کې تشدد کړی دی چې د لغړ زنی هلک سره به ځانته والی نه کوي ځکه چې دغه کار د مفاسدو باعث ګرځي .

امام نووي رحمه الله وايي : (أمرد سره خلوت له کتلو سخت دی ځکه چې خلوت شرته او فحش بدۍ ته نږدی دی ).

شپږم : علاج او وقايه :

هغه روزنيزې تعلمي ادارو څخه هيله ده چې د اشراف ښوونکو … په جذبولو کې له پوره دقت او زيرکتيا څخه کار واخلي چې د جذب پرمهال له متدين قشر څخه استفاده او د تقوی په ترازو له توله پس ادارې ته تقوی ننباسي که نه نو په ډير کم وخت کې به هغه ځای د فساد منبع او سرچينه وبلل شي

وصلی الله تعلی علی خیر خلقه محمد وعلی اله واصحابه وسلم

لیکنه :ابن الاسلام

ژباړه : محمد اکرم همت

Print Friendly, PDF & Email