زم زم يوه چينه(کوهي ) دی چې د کعبې شريفې څخه شل متره لری  دی ، چې مسلمان ته دمقدسو ځايونو څخه يو ځای دی او څيړنو داثابته کړيده چې نوموړۍ چينه ۱۱ او ۱۸.۵ ليتره اوبه په يوه ثانيه کی ورکوي او عمق يي ديرش متره په دوه اجزاؤ دی . دلومړي جزء عمق(ژورتيا ) دکوهي له سر څخه ۱۷.۸۰ دی ،او دويم جزء چې دغر په تيګه کی نقر شوی اوږودوالی يي ۱۷.۲۰ دی ،له سر څخه داوبو عمق څلورمتره دی او هغه چينی چې کوهي تغذيه کوي دهغی عمق ۱۳ متره دی او له چينو تر دکوهي تراخره پوری ۱۷ متره دی

دزم زم په اوبو کی دعجيبه کارونو څخه دادی چې خوږی دی پداسی حال کې چې ډير تريوالي هم شتون لري ،که چيرته دتريوالي هغه نسبت چې دزم زم په اوبوکی دی په نورو اوبو کی وای نو هيچابه نشوکولای چې ويي څښي .

دزم زم اوبو هغه خاصيت چې دنورو اوبو سره يي لري ګنده کيږي نه يي رنګ بدليږی اونه يي بوی بدليږي او هر قسم هوا پری تأثير هم نه کوي دنورو اوبو په پرته چې په نورو اوبو تأثير لري لکه دسيندونو اوبه دبحرونو اوبه دباران اوبه ،او ټول اسباب يي کيمياوي جوړښت ته راجع کيږي چې دجراثيم اوبکتريا ممانعت کوي .

رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلي (دځمکی په سرترټولو غوره اوبه د زم زم اوبه دي په زم زم کی دڅښنی خوند شته او درنځور لپاره دواده .

همداراز رسول الله صلی الله علیه وسلم فرمايلی دي (

دزم زم اوبه هغه څه دپاره چې وڅښل شوی کار کوي ،که دشفا لپاره دی وڅښلی الله شفا درکوي ،که دمړښت لپاره دی وڅښلی الله به دی موړ کړي ، او دادجبرائيل علیه السلام کنده ده او دابراهيم علیه السلام څښنه ده دلومړي ځل لپاره الله عزوجل دابراهیم علیه السلام دڅښنی لپاره ايستی وی .

دزم زم اوبه دسرطان لپاره ښه تداوي ده همداراز هغه څوک چې په ګوردو کې تيګه لري هغوی لره ښه شفاده چې له ګوردو تيږه پرته له جراحي عمليا توڅخه باسي او همداراز دويښتانو لپاره هم علاج بلل کيږي .

ليکنه : طارق محمد

ژباړه : استاد محمد اکرم همت

Print Friendly, PDF & Email