ان الحمد لله نحمده ونستعينه ونستهديه والصلاة والسلام علی سيد الانبياء محمد وعلی اله واصحابه الطيبين الطاهرين

امابعد :الله عزوجل په قران عظيم الشان کې فرمايي (َالشُّعَرَاء يَتَّبِعُهُمُ الْغَاوُونَ* أَلَمْ تَرَ أَنَّهُمْ فِي كُلِّ وَادٍ يَهِيمُونَ* وَأَنَّهُمْ يَقُولُونَ مَا لَا يَفْعَلُونَ)؟

ژباړه :امام طبري ددی ایت ترتفسير لاندی ليکي چې دمشرکينوشاعران چې ملګري يي ګناهګاران ،سرکشه شيطانان،او ګناهګار پيريان انسي  فساق فجار بلل کيږي  ،دلته په ايت کې تخصيص نشته ،هغوی هرځای کی هرمجلس کې غير منظم له حقه او سمی لاری څخه سرکشي کوي اوهغه څه وايي چې عمل پری نه کوي .

ابن کثير ليکي : يعنی دروغ وايي ،همداراز علی بن ابی طلحه او ابن عباس وايي (اکثرو شعرونو کې دروغ وايي )

پدی ټول پوهيږو چې دتاریخ په اوږدو کې شاعر ستر رول لوبولی دی ،دبيلګی په ډول درسول الله صلی الله علیه وسلم له شاعرانوبه يي پېل کړو چې هغه عبارت وه له (حسان بن ثابت ، کعب بن مالک ، عبدالله بن رواحة) .په فصاحت اوبلاغت پيژندل شوي شاعران چې درسول الله صلی الله علیه وسلم په وصف کی به يي داسی اشعار ليکل چې خلک به ورته ګوته په خوله وو ،همداراز به يي شاعري په کفارو دتوری له وارڅخه زيات تأثير درلود ،چې دجنګونو يادونه ،تهديدونه ،اوپه کفرباندی مشرکينو ته پيغورنه ورکول او دی ته ورته نور موضوعات چې اوس يي دذکر مجال نه بولم .

تفصيل کی نه داخليږم چې دهریو مفصل معرفت پيژندنه وړاندی کړم په نومونو يي اکتفا کوم راځم اصل موضوع ته چې (مبتذله او مزخرفه شاعري ).

لومړی غواړم دابتذال پيژندنه وکړم :

ابتذال : حقيره او بی ارزښته غير مثالي ،په ټپه ولاړه   شاعرۍ ته ويل کیږي

مزخرفه : هغه کلمات په شاعري او شعر کې استعمالول چې ظاهريي ښه،ښکلي  خو په حقيقت  او باطن کې  دروغو باندی ولاړ وي ،دخپل شعر په درواغو ښائسته کول .

دعنوان دوضاحت لپاره چې دټولو په اذهانو کې روښانه وي زه داوايم چې ايا په اوسني عصر کې چې کومه شاعري روانه ده پرته له محدودو څخه په څه يي احساس ،انفعال ولاړدی او دوافع يي څه دي چې دغه شاعري چې دوی يي کوي بايد وستايل شي دپورته ايت په مصداق به خپل ځان ته قناعت ورکوو .

خپل شعر او خپل احساس او نظريات او دوافع به دپورته ايت په محتوی باندی قياس کوو ، چې لدی بل ښه مقياس نشته .خوبياهم که اوسني وخت کې وګورو چې مسلمان په کوم قسم حالت کې ژوند کوي او څومره تکاليفو مشکلاتو سره مخ دی نو په دغه وخت کې هرڅوک خپل ځانګړی اجتماعي مسؤليت لري چې سر ته يي ورسوي .زه دا وايم چې شعر هم څه وړه خبره نده ،خو چې دومره انسان ځان تکليف کې کړي او دټولنی دمصالحو لپاره انځوريز شعر تقديم کړي نو داستر خدمت دی خو البته دشعر محتوی او شعر بايد څنګه وي ؟ زمونږ زيات ورونه داسی شته چې هغوی داسی ادبي اشعار ليکي چې هراړخيزه ماشاء الله ډير دستاينی وړ وي خو ځينی نور داسی دي چې شعر يي ترخپل ذهن پوری محدود  او منحصر کړی وي او په ټولنه کې چې يي کوم څه خوښ يا ناخوښ شي شعر ورپسی ليکي او دخپل هوی مطابق خپله شاعري پرمخ بيايي . خو دا يوه تيروتنه ده چې ځينی ورونه يي ترسره کوي .

په شعر کې درواغ ويل ،داخلي ښکـلا برته په باطني ښکلا باندی ګڼل ، له حقيقت څخه لريوالی ، دټولنی له مشکلاتو څخه تښتيدل ، داسـلامي اصيل فهم او تربيي اړخ زيانمن کول ،په اسلامي اصولو ته پاملرنه نه کول ، دخپل کلتور زيانـــمن کول ،دکوچنيانو ذهنونه تخديرول ،محاسن پريښودل .. اوداسی نو دا شعر دټولنی دبربادۍ سبب ګرځي او ددی پرځای چې ټولنی ته خیر وړاندی کړي ټولنه زيانمنه کوي .پدی اساس هدف زما همدادی چې مبتذله مزخرفه شاعري دټولنی دين کلتور لپاره ستر ګواښ بلل کيږي . که څه هم مونږ داسلام په وړاندی خنډکفار هم لرو خو ددی ترڅنګ داسی مسلمان هم شته چې له ځانه خبر ندی خو داسلام لپاره خنډ دی او دده خبل اقوال افعال هرڅه کړنی دکتلور او اسلام سره په ټکر کې دي .

شاعر دټولنی لپاره دطبيب حيثيت لري چې هم يي مرض تشخيصوي او هم ورته دواليکي که چا عمل پری وکړو روغ به شي که چا پری عمل ونکړو رنځ به يي ورځ تربله زياتيږي او تردی چې ټول خپل ځان به زيانمن کړي او کيدای شي دغه عدم مبالاة دده دمړينی سبب هم وګرځي ، خو ورونو زه صرف دشعر خبره کوم دشاعر خبره نه کوم چې شاعر داسی دی زه صرف په دی ارتکاز کوم چې شعر داسی دی او دغه نقد اصلاح لپاره دی نه دنقد لپاره چې الله مکړه زه دشعر توهين او شعر ته په ټيټه سترګه ګورم ، نه داخبره نده بلکه زما په اند شعر او نثر دواړه خپل ځای کی دارزښت وړدي خو په ننني عصر کې چې کومه شاعري روانه ده دا هغه شاعري ده چې لدی څخه زمونږه ټولنه زياته زيانمنه کيږي .

حېران زه دی ته يم کومه ډمه چې څه وايي داهم يو شعر دی يعنی په تلويزيون چا جوړ کړی دی ، خو جوړونکی به يي څه احساس کوي چې کله دغه ډمه دا شعر وايي په زرهاوو خلک ورته ناست وي او داورړه نڅا کوي او خلک ورته لاسونه پړقوی او دښځی په جامه کي هم نه وي .

تاسو خبله قضاوت وکړئ

زما خواست او غوښتنه له هغو غافلو شاعرانو ورونو څخه داده چې خپل مسؤليت دی په ټولنه کی احساس کړي او شعور دی پيدا کړي او ددی ملت په حال دی لږ ورحميږي او فساد او دافساد ذريعه دی شعر نه جوړوي او دغه ټولنه دی بل طرف ته نه سوق کوي او دځوان نسل ،قشر روزنه دی نه منحرفوي ، او خلک دی نه منحرفوي او دعامو خلکو دفساد لپاره دی ذريعی نه پيدا کوي

هیله ده زما په خبرومو دماغ خلاص اوپری پوه شئ چې مدلولات يي زيات دي مخکی لدی چې فيصله وکړئ په مدلولاتو يي غور وکړئ

وصلی الله تعالی علی خیر خلقه محمد وعلی اله واصحابه اجمعين

محمد اکرم همت

Print Friendly, PDF & Email