آيا ښځه هم شيطان خطا باسي؟

ډیرو درنو د دعوت پاڼي  مشرتابه او نورو درنو کارکونکو ته اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وروسته له سلام نه ډيره مننه کوم چی ټولو هیواد والو ته مو دازمنیه برابره کړی چی وکولی شی ستاسی له آدرس څخه دینی زدکړی ترلاسه کړی او آنلاین پوښتنی وکړی زه دوه سواله لرم:

۱- آیا ښځه شیطان خطا باسی او کنه؟ که خطایی با سی یا خوب ووینی چی له خاوند سره یو ځای شوی په خوب کی آیا په دی غسل واجبیژی او کنه ؟

۲- زه مال لرم خو نقدی پیسی نلرم چی زکات یی ورکړم مثال موټر لرم او میرمن می هم طلا لری خو نقدی پیسی نلرم آيا په ما زکات کیژي او کنه؟​

​ډیره مننه الله پاک د اجردرکړی

نجيب الله – کابل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د لومړۍ پوښتنې ځواب :

هو ښځه هم ځنې وخت د نر په شان په خوب کې احتلام کوي د امه سلمه  رضی الله عنها نه روايت دی چې  ام سليم وويل (يا رسول الله إن الله لايستحي من الحق، فهل علي المرأة غسل إذا احتلمت؟ قال نعم إذا رأت الماء) يا رسول الله صلی الله عليه وسلم د حق له بيانولو شرم نه کومه ، آيا ښځه چې کله احتلام شي پر هغه باندې غسل واجبيږي ؟ ويې فرمايل هو کله چې د مني اوبه وويني (متفق عليه ) .

ويشترط عند الحنفية في المني الموجب للغسل: إنزاله على وجه الدفق والشهوة من الرجل والمرأة حالة النوم واليقظة (فقه الاسلامي وادله ) .

په احتلام باندې د غسل د وجوب شرط دا دی چې شهواني خوب وويني او يا يې خوب له ياده ووځي خو په جامه باندې يې د مني د وتلو اثرات وي نو غسل ورباندې فرض دی ، مګر که خوب يې ليدلی وي خو د مني د وتلو هيڅ اثرات نه وي غسل نه ورباندې واجبيږي (بدائع الصنائع ۱/ ۳۷ ) .

د دوهمې پوښتنې ځواب

کوم موټر د کور لپاره د کورني ضرورياتو لپاره اخيستل شوی وي د تجارت په نيت نه وي اخيستل شوی په هغه باندې زکات نشته .

سره زر (طلا) چې کله نصاب ته ورسیږي او کال ورباندې تير شي زکات ورباندې فرض دی ، د سرو زو د زکات نصاب  ۲۰ طلايي مثقاله يا ۸۵ ګرامه دی .

کچېرې ۸۵ ګرامه يا تر هغه زيات وي زکات ورباندې فرض دی د زکات اندازه څلويښتمه حصه (۲،۵٪ ) ده .

کچېرې نغدي پيسې ونلري څه اندازه دې ورته خرڅ او زکات يې دې ادا کړي کچېرې نصاب ته رسيدلي وي .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email