امريکايي سندرغاړی د آذان عږ مې په زړه داسې اثر وکړ ……..

رشيده اس (امريکايي سندرې ويونکی راشل ) پخوانی يهودي د اسلام په غيږ کې د آذان غږ مې په زړه داسې اثر وکړ لکه د معشوق د طرف نه چې د عاشق په زړه باندې غيشی ويشتل کيږي
زه په تازګۍ د اسلام په دين مشرف شوی يم . مور مې يوه رومي کاتوليک او پلار مې هم يو تند او متعصب يهودی دی . ما په څلور کلنۍ کې خدای پيږندلو او په کال د ۱۹۹۱ کې مې مصر ته سفر وکړ او هلته مې مطالعات پيل کړل تقريباً ۲۰ کاله مې د يهودو سره ژوند تير کړ ازدواج مې وکړ او د اولادو څښتن شوم .

 

کله به مې چې د سهار آذان تر عوږ شو داسې ؤ لکه د معشوق د طرف نه چې د عاشق په زړه باندې غيشی ويشتل کيږي په زړه مې يې اثر وکړ که څه هم په عربي نه پوهيدلم ، دا عږ زما د لپاره اشنا ؤ دا زما د پاره يو ستر او عالی شی وو چې کولای شم ووايم زما د پاره د ورک شوی شی او د مطلوب شی يو خوندور آواز وه .
 
قرآنکريم په وضاحت سره زما سره خبرې کوي ، چې ته به وايې دا کتاب د یهودو د پاره ليکل شوی دی تر څو هغوی يې واروي او له خوب نه بيدا شﺉ .
مجبور يم چيرې چې زه اوسيږم او اولادونه مې دي هغه پريږدم . دا يو انتخاب نه دی بلکي يو ضرورت دی .
تاسې چې په ځوانی کې د اسلام په نعمت ښايسته شوی ياست . پوه شﺉ چې په حقيقت کې تاسې کامياب او سعادتمند ياست . تاسې د داسې ژوند څښتن ياست ،چې واده مو کړی دی او ان شاء الله چې مسلمان بچي تربيه کړﺉ .
تنها هغه خلك به کامياب شي چې په بدن او زړه سره د الله تعالی د حقيقي لارې په کوښښ کې وي .
منبع : مهتدين
افسوس زمونږ د نن عصر په ځنو ځوانانو چې څومره له خپل دين څخه لري شوی دي د پرديو په دود ،دستور او کلتور فخر کوي خو پخپل دين او ديني شعائرو شرميږي .
آن لاين اسلامې لارښود

 

 

 

 

Print Friendly, PDF & Email