اسلام عليکم و رحمةالله وبرکاته
جناب محترم يوه پوښتنه لرم هغه دا چې، د جنابت په حالت کې د ويښتانو خريل يا د نوکانو پرې کول يا خوراک او څښاک کول يا ذکر کول څه حکم لري? لطفاً مفصل ځواب راکړئ. مننه

احمدخالد يوسفي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جنابت په حالت کې خوراک او چښاک کول يا د حيوان ذبح کول ، د سر خريل ، او د نوکانو اخيستل او داسې نور کارونه چې د هغه لپاره طهارت شرط نه وي روا دي مګر تر خوراک مخکې استجاء او اودس کول ښه کار دی . (فتاوی يوسفيه ۲/۵۵ ) .

همدارنګه د جنابت په حالت ذکر او دعا کول جايز دي .

جاء في فقه الاسلامي وادلته :

فلو قصد الدعاء أو الثناء أو افتتاح أمر، أو التعليم، أو الاستعاذة، أو الأذكار، فلا يحرم، كقوله عند الركو ب: {سبحان الذي سخر لنا هذا، وما كنا له مقرنين} وعند المصيبة: {إنا لله وإنا إليه راجعون} [البقرة:156/2].

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email