اسلام عليکم ځه د جرمني څخه ذکرالله احمدزۍ
زما پوښتنه دا ده چي شيعګان ولی د اصحاباو څخه بد وړي لکه د حضرت عمر او حضرت ابو بکر او حضرت عثمان او حضرت عائيشه رضی عنهم نه .

دويمه پوښتنه آيا محمد صلی الله عليه وسلم له خپل ځان نه څوک ټاکلي ؤ چی تاسو به د دوۍ پيروي کوۍ. لمه شيعګان چی وايي حضزت محمد صلی الله عليه وسلم حضرت علی رض ټاکلۍ ؤ.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د وفات وروسته عمر رضی الله عنه د ابوبکر رضی الله عنه سره بيعت وکړ ، ابو بکر رضی الله عنه عمر رضی الله عنه ته وويل : لاس دې راکړه چې ستا سره بيعت وکړم ، عمر وويل : ته زما څخه افضل يې ، ابوبکر وويل : ای عمره ! ته زما څخه قوي يې ، عمر وويل زما قوت به ستا لره وي ستا د فضيلت سره ، بيا ابو عبيده بن جراح پورته شو او ويې ويل : ای ابوبکر ! د جناب رسول الله څخه وروسته هيڅ څوک ستا څخه پورته نه دي ته د جناب د غار ملګری وې او تا ته جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د نارغۍ په سختۍ کې حکم کړی وو چې خلکو ته لمونځ ورکړ .

ددې څخه وروسته ټولو صحابه کرام د ابو بکر صديق رضی الله عنه سره بيعت وکړ .

علی رضی الله عنه د يو عذر له امله څه وروسته ورسره بيعت وکړ  ) رواه البخاري (3998) ومسلم (1759)

او دا چې شيعه وايي د علی رضی الله عنه څخه خلافت غصب شوی دی اصل نلري ، او د صحابه کرامو په حق کې طعن منافقت دی .

د صحابه کرامو سره مينه د ايمان او دين نښه او د هغوی سره بغض او دوښمني د نفاق نښه ده ځکه الله تعالی له دوی څخه راضی او خوښ دی .

[ وَالسَّابِقُونَ الْأَوَّلُونَ مِنَ الْمُهَاجِرِينَ وَالْأَنْصَارِ وَالَّذِينَ اتَّبَعُوهُمْ بِإِحْسَانٍ رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُمْ وَرَضُوا عَنْهُ وَأَعَدَّ لَهُمْ جَنَّاتٍ تَجْرِي تَحْتَهَا الْأَنْهَارُ خَالِدِينَ فِيهَا أَبَداً ذَلِكَ الْفَوْزُ الْعَظِيمُ] (التوبة:۱۰۰).

ژباړه : او هغه وړاندني اولني له مهاجرينو نه او له انصارو نه او (نور) هغه کسان چې متابعت کړی دی د دوی (سابقانو) په احسان او نيکۍ سره الله له دوی نه راضی دی او راضي شوی دي دوی له الله نه او الله تيار کړي دي دوی ته جنتونه چې بهيږي لاندې د هغه ويالې او دوی به هميشه په هغه کې وي او دا (رضا او نعمت ) بری دی ډير لوی .

د رسول الله صلی الله عليه وسلم نه وروسته په خلکو کې افضل او بهتره ابوبکر صديق رضی الله عنه دی بيا عمر فاروق رضی الله عنه بيا عثمان رضی الله عنه او بيا علي رضی الله عنه دی .

وَأفضل النَّاس بعدَ رسولِ اللهِ صلى اللهُ تعالى عليهِ وسلمَ: أبو بكرٍ الصديقُ رضيَ اللهُ عنهُ، ثم عمرُ بنُ الخطابِ ثمَّ عثمانُ بنُ عفانَ ثم عليُّ بنُ أبي طالبٍ، رضوانُ اللهِ تعالى عليهِم أجمعين (فقه اکبر/ابی حنيفه رحمه الله )

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email