يهوديانو او نصارا ته اهل کتاب يا د آسماني کتابونو خاوندان وايي .

يهود د «هَادَ ، يهُودُ » کلمو څخه اخيستل شوی چې رجوع کولو ته وايي ، او ځنې وايي : يهود منسوب دی «يهودا» لره کوم چې د يعقوب عليه السلام زوی وو .

په قرآنکريم کې دوی ته د بني اسرائيلو خطاب شوی دی ، اسرائيل د يعقوب عليه السلام لقب وو ، او اسرائيل په عبراني ژبه عبدالله ته وايي .

يهوديان د موسی عليه السلام پيروانو ته وايي .او په موسی عليه السلام باندې د تورات آسماني کتاب نازل شوی وو ، د يهوديت عقيده د تحريف څخه مخکې خالصه د هر ډول شرک او طاغوت څخه پاکه عقيده وه.

الله تعالی فرمايي: [إِنَّا أَنزَلْنَا التَّوْرَاةَ فِيهَا هُدًى وَنُورٌ يَحْكُمُ بِهَا النَّبِيُّونَ الَّذِينَ أَسْلَمُواْ لِلَّذِينَ هَادُواْ وَالرَّبَّانِيُّونَ وَالأَحْبَارُ] (المائدة:44).

ژباړه: يقيناً نازل کړی دی مونږ تورات چې په هغه کې هدايت او نور دی ، حکم به کاوه په هغه سره انبياؤ ( د بني اسرائيلو) هغو چې حکم منونکي وو هغو کسانو ته چې يهوديان وو او رباني عارفان او عالمان .

مګر وروسته کاملاً تحريف شو .

عقيدتي انحرافات :

د يهوديت تحريف او د دين څخه انحراف د موسی عليه السلام له عهد څخه پيل شو چې څو مثالونه يې دلته بيانوو :

۱- د الله تعالی سره شريک نيول.

لقوله سبحانه وتعالی :[وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ] (التوبه :30).

ژباړه: او یهودیانو وویل: عزیر د الله زوى دى.

کله چې بنی اسرائيل د خپل دين څخه منحرف شول او د تورات ځنې برخې ورکې يا تحريف شوې نو الله تعالی د دوی د لارښوونې لپاره عُزيز عليه السلام نبي مبعوث کړ چې هغه د تورات حافظ هم وو .

هغه نبي چې په قرآنکريم کې يې يو عجيبه قصه بيان شوی ، الله تعالی يې روح قبض کړی وو او سل کاله پس يې بيا ژوندی کړی وو .

کله چې دی ژوندی شو ، الله تعالی ملائکه ور وليږله له هغه څخه يې وپوښتل : «كَمْ لَبِثْتَ» ( څومره وخت دې تير کړی)، هغه وويل : لَبِثْتُ يَوْمًا أَوْ بَعْضَ يَوْمٍ ( يو ورځ يا د ورځې څه حصه بيده شوی يم ).

ملائکې وويل : بَل لَّبِثْتَ مِئَةَ عَامٍ ( بلکي تا تير کړي سل کاله ) .

او بيا يې دی د الله تعالی قدرتونو ته متوجه کړ چې وګوره ستا خوراک ته چې په سلو کلونو کې هيڅ نه دي خراب شوي او وګوره ستا خره ته چې غوښې يې ورستې شوې دي .

فَانظُرْ إِلَى طَعَامِكَ وَشَرَابِكَ لَمْ يَتَسَنَّهْ وَانظُرْ إِلَى حِمَارِكَ وَلِنَجْعَلَكَ آيَةً لِّلنَّاسِ وَانظُرْ إِلَى العِظَامِ كَيْفَ نُنشِزُهَا ثُمَّ نَكْسُوهَا لَحْمًا فَلَمَّا تَبَيَّنَ لَهُ قَالَ أَعْلَمُ أَنَّ اللّهَ عَلَى كُلِّ شَيْءٍ قَدِيرٌ (البقره :259 ).

ژباړه: (نو ته خپل خوراك او څښاك ته وګوره، چې خراب شوى نه دى۔ او خپل خر ته وګوره، او د دې لپاره چې مونږ تا د خلقو لپاره نښه وګرځوو).

بيا چې کله دی خپل ولس ته لاړو هر څه تغير شوی وو ، چا نه پيژندلو ، خلکو ته يې څه نښې بيان کړې او ځان يې ورته معرفي کړ بيا هغوی و پيژندو ، هغوی ته يې تورات وړاندې کړ او د هغوی د دين تجديد يې وکړ او د دوی په نزد زيات محبوب شو دومره محبوب چې د هغه په باره کې يې افراط وکړ او هغه ته يې د الله تعالی زوی وويلو [وَقَالَتِ الْيَهُودُ عُزَيْرٌ ابْنُ اللّهِ] .

۲- د خوصي عبادت ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَإِذْ وَاعَدْنَا مُوسَى أَرْبَعِينَ لَيْلَةً ثُمَّ اتَّخَذْتُمُ الْعِجْلَ مِن بَعْدِهِ وَأَنتُمْ ظَالِمُونَ...] (البقره :51 ).

ژباړه : او كله چې مونږ له موسٰی سره د څلوېښتو شپو وعده وكړه، بیا تاسو له هغه نه پس سخى (معبود) جوړكړ او تاسوظالمان وئ.

۳- د علم پرته خالي دعوی او ستر تحريفات ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَقَالُواْ لَن تَمَسَّنَا النَّارُ إِلاَّ أَيَّاماً مَّعْدُودَةً ] (البقره :80) .

ژباړه: او دوى وايي: له څو په شمار ورځو نه سوا به مونږ ته كله هم اور را و نه رسېږي.

[وَقَالُواْ لَن يَدْخُلَ الْجَنَّةَ إِلاَّ مَن كَانَ هُوداً أَوْ نَصَارَى تِلْكَ أَمَانِيُّهُمْ قُلْ هَاتُواْ بُرْهَانَكُمْ إِن كُنتُمْ صَادِقِينَ] (البقره :111).

ژباړه: او دوى (اهل كتاب) وايي: جنت ته به هیڅكله هم (څوك) داخل نشي، مګر هغه څوك چې یهودي وي، یا نصراني۔، دا د دوى (باطلې) ارزوګانې دي، ته (ورته) ووایه: (په دې دعوا) خپل دلیل راوړئ، كه تاسو رښتني یئ.

4- ځانونه په حقه ګنل ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَقَالُواْ كُونُواْ هُودًا أَوْ نَصَارَى تَهْتَدُواْ قُلْ بَلْ مِلَّةَ إِبْرَاهِيمَ حَنِيفًا وَمَا كَانَ مِنَ الْمُشْرِكِين] (البقرة: ۱۳۵).

ژباړه: او دوى ویل چې تاسو یهودیان شئ، یا نصرانیان، نو نېغه لار به ومومئ، ته (دوى ته) ووایه: (داسې نه ده) بلكې (مونږ) د ابراهیم د ملت (تابع كېږو) چې حنیف (توحید والا) ؤ او دى له مشركانو څخه نه و.

5- صريح انکار ، لقوله سبحانه وتعالی : [قَالُواْ يَا مُوسَى إِنَّا لَن نَّدْخُلَهَا أَبَدًا مَّا دَامُواْ فِيهَا فَاذْهَبْ أَنتَ وَرَبُّكَ فَقَاتِلا إِنَّا هَاهُنَا قَاعِدُون ] (المائدة: ۲۴).

ژباړه : هغوى وویل: اى موسٰی! بېشكه مونږه دې (ښار) ته له سره نه ننوځو هیڅكله هم، څو پورې چې دوى په هغې كې وي، نو ته او ستا رب دې لاړ شي، نو تاسو دواړه وجنګېږئ، مونږ خو بس همدلته ناست یو.

کله چې موسی عليه السلام نبی اسرائيل د عمالقه د ښار د جبارينو پر وړاندې جهاد لپاره  وبلل نو هغوی ځواب ورکړ چې ته او ستا رب دې لاړ شي .

موسی عليه السلام له خپل ورور سره يوازې لاړل او هغه ښار يې فتح کړ .

پر دوی باندې ددې لوی انکار او ګوستاخۍ په وجه عذاب راغی او د «تيه» په تښته کې څلويښت کاله سرګردانه ګرځيدل .

۶- د علم او پوهي سره سره د محمد صلی الله عليه وسلم له رسالت څخه انکار ، لقوله سبحانه وتعالی :[الَّذِينَ آتَيْنَاهُمُ الْكِتَابَ يَعْرِفُونَهُ كَمَا يَعْرِفُونَ أَبْنَاءهُمُ، الَّذِينَ خَسِرُواْ أَنفُسَهُمْ فَهُمْ لاَ يُؤْمِنُونَ] (الأنعام: 20).

ژباړه: هغه كسان چې هغوى ته مونږ كتاب وركړى دى، هغوى، دى (محمد صلی الله عليه وسلم داسې) پېژني لكه څنګه چې خپل زامن پېژني، هغه كسان چې خپلو ځانونو ته يې تاوان رسولى دى، نو هغوى ایمان نه راوړي.

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email