آیا زه مسافرانه لمونځ کولای شم ؟

محترمو زه یو سوال لرم هغه داچی
۱- زه مسافر یم کور می کابل کی دی او زه دوردګو د چک په وسلوالی کی دایمی  وظیفه لرم چی زمونږ له کور نه تر هغه ځای پوری حدوداً ۸۵ کیلومتره فاصله لری او په هفته کی دوه ځلی کورته ځم  راځم(په هفته کی دری شپی په کور کی یم او څلور شپی په وظیفه کی) آیا زه په چک ولسوالی کی مسافر یم او که مقیم پداسی حال کی چی دا پروژه دری کاله وخت لری او هلته مونږ ته هیڅ تکلیف هم نشته مطلب دا چی ځای مو شته آشپز لرو نان وای لرو صفا کار لرو یعنی هیڅ نوع مشکل هلته نلرو آیا زه هلته لوموځ مسافرانه وکړم او که پوره لمونځ؟
ستاسو د پوره تفصیل په هیله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

تاسې به په دوو شرطونو مسافرانه لمونځ کوئ .

اول : دا چې د سفر فاصله مو له (۸۴) کيلو متره يا تر هغه زياته وي .

دوهم : دا چې د سفر د اقامت نيت مو تر نيمي مياشتې يا (۱۵) ورځو کم وي ، کچېرې د سفر نيت تر (۱۵) ورځو کم وي نو مسافرانه لمونځ ادا کيږي .

«‌‌صـلی‌ الفرض‌ الـربا‌عی  رکعتین  ولو  عا‌صیا  بسفره  حتی  یدخل  موضع  مقا‌مه أو  ینوی اقامه  نصف  شهر بموضع  صالح لها  فیقصر ان  نوي ‌فی اقل  منه‌»‌.(الدر المختار شرح تنوير الابصار مع حاشيته رد المحتار: ۱/۵۸۱ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email