د معلم د ورځې لمانځل

د اسلامي لارښود ټولو کارکوونکو او ليدونکو ته ! اسلام عليکم .

پوښتنه مې دا ده چې نن سبا په مکاتبو کې د معلم ورځ لمانځل کيږي زده کوونکي معلمينو ته ډول ډول خوراکونه او سوغاتو ور وړي او ځنې په دې کار باندې زده کوونکي مجبوروي چې دوی به حتماً د دغه ورځې په لمانځنه کې کډون کوي او سوغاتونه به ور وړي که نه نمري يې کموي .

مننه د ستاسو له خدماتو څخه – عبدالمجيد کابل


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د هغه دينداره متقي معلم چې خلک د خير طرف بولي ستر مقام دی ، الله تعالی ، د هغه ملائکې او نور مخلوق په هغه باندې درود وايي [ان الله وملائكته وأهل السموات والأرضين …… ليصلون على معلم الناس الخير] (الحديث).

اسلامې شريعت ټول عمر ، هره ورځ او هره لحظه زده کوونکو ته د استاذ او معلم  د احترام کولو حکم کړی دی .

د کال يو ځل نمايشي يادونه يا لمانځنه هيڅ شرعي اصل نلري بدعت او د کفارو تقليد دی او د کفري ډيموکراسۍ په لاره تلل دي .

دا ځکه بدعت دی چې د معلم احترام کول شرعي حکم او عبادت دی او دا لمانځنه په احترام کې افراط د خاص مناسبت لپاره د خاصې ورځې لمانځنه او احترام بدعت دی هيڅ شرعي اصل نلري .

په دې لمانځنه کې شرکت کول حرام دي ، سوغاتونه ور وړل حرام دي او زده کوونکي په سوغاتو ور وړلو باندې مجبرول حرام او رشوت دی .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «إيّاكُم وَ مُحدَثاتِ الأُمورِ؛ فإنَّ كُلَّ مُحدَثَةٍ بِدعَةٌ، و كُلَّ بِدعَةٍ ضَلالَةٌ، وَ كُلَّ ضَلالَةٍ في النّارِ»: (ابوداود(4607) ، ترمذي(2676)

ژباړه: په دين کې د نو پيدا شی نه پرهيز وکړﺉ چې هر نوی شی بدعت دی او هر بدعت ګمراهي ده او دهرې ګمراهۍ انجام اور دی .

رسول الله صلی الله عليه وسلم پخوا د خپل امت په اړه دا انديښنه څرګنده کړي ده چې فرمايي :

لَتَتَّبِعُنَّ سَنَنَ مَن كانَ قَبلَكُم شِبراً شِبراً وَ ذِراعاً بِذِراعٍ؛ حتّي لَو دَخَلُوا جُحرَ ضَبِّ تَبِعتُمُوهُم. قُلنا: يا رَسُولَ اللهِ. اليَهُودُ وَ النَّصاري؟ قالَ: فَمَن؟!» (البخاري ) .

ژباړه : حتماً به دوی د هغوی لاره چې مخکې له تاسو ؤ (اهل کتاب ،يهود او نصارا) لويشت په لويشت او ګز په ګز تعقيب کړي تر دې چې که د کربوړې په غار ننوځي دوی به د هغوی څخه پيروي کوئ ، ومې ويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم : هدف مو يهود او نصار دي ؟ ويې فرمايل نو څوک دي ؟

يعنې: مسلمانان به د يهودو او نصاراؤ اخلاق ، طرزالعمل ، عادات او کلتور څخه لويشت په لويشت او کز په کز تقليد وکړي او د هغوی په مثل به ځان جوړوي .

جاء في فتاوی اللجنة الدائمة (هيئت علماء الحرمين شرفين ):

سوال: في كل عام تأتيني هدايا ، بمناسبة عيد المعلم من بعض الطالبات ، والحقيقة أني لا أدري عن حكمها ، فأرجو إفادتي بارك الله فيكم ؟

ج : عيداً للمعلم أو للمعلمة ، هذا لا أصل له بل تعتبر بدعة ، والهدايا لا تقبليها وقولي لهم : لا يصلح هذا ، ولا ينبغي أن يجعل وقد عرف قول الرسول صلى الله عليه وسلم : إن كل بدعة ضلالة وإن كل ضلالة في النار .

فالواجب ترك هذه البدع والأعياد الجاهلية ومنها اليوم العالمي للمعلم وفق الله الجميع للعمل بكتابه وسنة نبيه وترك البدع والمحدثات. وبالله التوفيق .

فتاوی اللجنة الدائمة الجزء رقم۳ ص ۱۱۲).

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email