د آذان په وخت کې د قرآنکريم قرائت څه حکم لري ؟

د اذان په وخت کښی تلاوت کول کله چی مصروف وی یعنی سوره یی شروع کړی وی او ختمه نوی نه چی اذان شروع شی تلاوت به دروی که جاری به یی ساتی ؟
ستاسو کشروروروعبدالرحیم کاکړ – د کابل پوهتنون
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
کله چې آذان شروع شي نو غوره داده چې قرآئت ودروي او د اذان نه وروسته بيرته هغه شروع کړي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وايي نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : عن عمر بن الخطاب قال : قال رسول الله صلى الله عليه وسلم : ” إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة ” . رواه مسلم ( 385 ) .
يعنی کله چه مؤذن الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله أشهد أن لا إله إلا الله وايئ تاسې به هم أشهد أن لا إله إلا الله وايئ  بيا چه کله أشهد أن محمدا رسول الله وايي نو تاسې به هم أشهد أن محمدا رسول الله وايئ  بيا چه کله حي على الصلاة وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ او کله چه حي على الفلاح وايي تاسې به لا حول ولا قوة إلا بالله وايئ بيا چه کله الله أكبر الله أكبر وايي تاسې به هم الله أكبر الله أكبر وايئ بيا چه کله لا إله إلا الله وايي تاسې به هم لا إله إلا الله وايئ څوک چې د زړه نه داسې ووايي داخل به شي جنت ته (رواه مسلم ) .
د ځنو علماؤ په نزد د آذان ځواب ورکول واجب دي لکه چې د حرمينو ستر عالم ابن عثمين وايي :فإذا سمعت المؤذن وأنت تقرأ القرءان فاقطع القرآن وأجب المؤذن تقول مثل ما يقول إلا في حي على الصلاة حي على الفلاح فتقول لاحول ولا قوة إلا بالله.
نو مسلمانان وروڼه بايد د آذان له ځواب سره خپل ځان عادت کړي او د آذان په وخت خبرې ونه کړي
آن لاين اسلامې لارښود
Print Friendly, PDF & Email

2 تبصرې

  1. داسلامی لارښووټولوکارکونکواوددی ویبپاڼی وټولوکتونکوته نبوی(ص) تحفه السلام علیکم ورحمت الله وبرکاته وړاندی کوم.
    پسله سلامه خدای دی تاسوټولووړونوته خیردرکړی چی دغسی نیکی چاری پرمخ وړی الله(ج)مونورهم کامیاب اوسرلوړی ولری.
    محترمو! تاسوددی پوښتنی به څواب کی لیکلی و،هغه داچی که یونفرداذانپهوخت کی قرایت کوی نوافضل کار دادی چی هغه دی ودروی نوزه داپوښتنه لرم که یوڅوک په لمانځه وی آوهغه یی هم نیمایی ته اویا هم ډیر تر نیمایی ته رسولوی نو دهغه لپاره څه حکم دی.که ځواب راکړی مهربانی به مو وی مننه

  2. وعليکم وسلام ورحمة الله وبرکاة
    اول خو دا چې د جماعت لمونځ سنت موکد دی چې د سنت موکد حکم واجب دی د جماعت پريښودل بغير له کوم شرعي عذر څخه ګناه ده .
    مګر د معذور سړی يا هغه چې د جماعت لمونځ ورباندې واجب نه وي که وخت داخل وي اذان نه وي شوی يا د لمانځه په جريان کې اذان وشي څه باک نه لري .
    که د اذان ځواب ورکړي او وروسته لمونځ وکړي غوره او افضل دی
    فإنه لا حرج علی المعذور ومن لا يجب عليه صلاة الجماعة ،أومن صلوا جماعة خارج المسجد فی ابتداء الصلاة بعد سماع أذان أحد المساجد – اذا کان المؤذن يؤذن عند دخول الوقت وهو الاصل- و الصلاة فی هذاه الحال صحيحة ولو کان غيره من المساجد لم ينتهوا من الأذان بعد،واجابة المؤذن مستحبة (فتاوي شبکة اسلامية رقم 122404 ) .