د ديني علماوو سپکاوی کبيره ګناه ده

دهر مسلمان توهین او سپکاوﺉ حرام او لویه ګناه ده؛ په مسلمانانو کي خاصتا د علماء کرامو توهین؛تحقیر او سپکاوﺉ زیاته ګناه ده ځکه عالمان د پیغمبرانو وارثین دي.

امام احمد رحمه الله فرمايی:

لحوم العلماء مسمومه؛ من شمها مرض؛ ومن اکلها مات:

{المعید في أدب المفید والمستفید.ص؛۷۱}

ژباړه: د علماوو غوښي زهرجنې دي؛چاچي بوﺉ کړي ناروغه کیږي او چاچي وخوړلي مړ کیږي.

عبدالله ابن مبارک رحمه الله فرمايي:

من استخف بالعلماء ذهبت ‌‌آخرته.

{سیر اعلام النبلاء ۴؛۴۰۸.}

ژباړه: چا چي د علماوو سپکاوﺉ وکړ خپل ‌‌آخرت يي برباد کړ.

دعلماوو سپکاوﺉ د دوه حالاتو څخه خالي نه دي:

لومړي: یا بی دلیله د دنیاوي بغض؛ حسد او دښمنۍ په خاطر دي، چي په دي صورت کي سپکاوی کوونکی کس بیله شکه فاسق؛ فاجر او ګنهکار دي.

ځکه الله جل جلاله فرمايي:

‎يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا لَا يَسْخَرْ قَوْمٌ مِنْ قَوْمٍ عَسَىٰ أَنْ يَكُونُوا خَيْرًا مِنْهُمْ وَلَا نِسَاءٌ مِنْ نِسَاءٍ عَسَىٰ أَنْ يَكُنَّ خَيْرًا مِنْهُنَّ ۖ وَلَا تَلْمِزُوا أَنْفُسَكُمْ وَلَا تَنَابَزُوا بِالْأَلْقَابِ ۖ بِئْسَ الِاسْمُ الْفُسُوقُ بَعْدَ الْإِيمَانِ ۚ وَمَنْ لَمْ يَتُبْ فَأُولَٰئِكَ هُمُ الظَّالِمُونَ (١١)سورت الحجرات.

ژباړه: اي مومنانو نه دي نارینه پر نورو نارینه وو ټوکي کوي؛ کیدای سي چي هغوي تر دوي غوره وي او نه دې ښځې پر نورو ښځو ټوکې کوي؛کیدای سي چي هغوی تر دوی غوره وي؛پخپلو مینځو کې یو پر بل طعن مه وایاست؛او مه یو بل په بدو نو مونو سره یادوﺉ. د ایمان څخه وروسته په فسق کې نوم پیدا کول {په فسق سره شهرت} ډیره بده خبره ده؛او کوم کسان چي ددغو کارونو څخه توبه ونه کاږې نو همدا کسان ظالمان دي.

نبی علیه السلام فرمایلي دي:

سِبَابُ الْمُسْلِمِ فُسُوقٌ.

{بخاري؛ مسلم؛ ترمذي؛ ابن ماجه}

ژباړه: مسلمان ته ښګنځل کول فسق دي.

فرمايي:

*«بِحَسْبِ امْرِئٍ مِنَ الشَّرِّ أَنْ يَحْقِرَ أَخَاهُ الْمُسْلِمَ» {مسلم؛ ترمذي؛ مسند احمد.}

ژباړه: د یو کس دپاره همدومره ګناه او شر بس دی چي دخپل مسلمان ورور سپکاوﺉ وکړي.

فرمايي:

*«الْمُسْلِمُ أَخُو الْمُسْلِمِ لاَ يَظْلِمُهُ وَلاَ يَخْذُلُهُ وَلاَ يَحْقِرُهُ» {مسلم؛مسند احمد.}

ژباړه: مسلمان د مسلمان ورور دي؛ نه ظلم پر کوي؛ نه يي یوازي پریږدي؛ او نه په سپکه سترګه ورته ګوري.

دوهم: که یو څوک د یو عالم سره شخصي عداوت نه لري خو یوازي په دي خاطر چي هغه د دین عالم او عامل دي او د هغه سپکاوﺉ د ده دعلم او تقوا په خاطر کوي؛ نو د داسي شخص په اړه فقهاوو د کفر حکم کړﺉ دي ځکه دا کس په حقیقت کي د دین سپکاوﺉ کړي دي.

ملا علي قاري رحمه الله لیکي:

«من ابغض عالماً من غیر سبب ظاهر خیف علیه الکفر. قلت: الظاهر أنه یکفر لانه إذا ابغض العالم من غیر سبب دنیوی او اخروی فیکون بغضه لعلم الشریعة و لا شک فی کفر من انکر فضلاً عمن ابغضه».

شرح الفقه الاکبر صفحه٢٦٠ فصل فی العلم و العلماء ٬ خلاصة الفتاوی ٣٨٨/٤ ٬ فتاوی عالمگیریه ٢٩١/٢ ٬ فتاوی محمودیه ٥٢٨/

فتاوی محمودیه٥٢٥/٢ خلاصة الفتاوی ٣٨٨/٤

«الِاسْتِخْفَافُ بِالْعُلَمَاءِ كُفْرٌ».

فتاوی بزازیة؛ حاشیه فتاوی عالمگیریه ٣٣٦/٦

«إهَانَةُ عُلَمَاءِ الدِّينِ كُفْرٌ».

بریقة محمودیة‌٢٠٣/٤

«إهَانَةَ أَهْلِ الْعِلْمِ كُفْرٌ عَلَى الْمُخْتَارِ»

رد المحتار ٧٢/٤ ٬ مجمع الأنهر ٣٧٥/٢.

«و یخاف علیه الکفر إذا شتم عالماً او فقیهاً من غیر سبب».

هندیة ٢٩١/٢ ٬ خلاصة الفتاوی ٣٨٨/٤ ٬ فتاوی تارتارخانیه ٣٣٥/٧

«إنْ شَتَمَ عَالِمًا فَقَدْ كَفَرَ فَتَطْلُقُ امْرَأَتُهُ».

بریقة محمودیة‌٢٠٣/٤.

والله اعلم.

ليکوال :مولوي محبوب شاه ساجد

Print Friendly, PDF & Email