د خوک د غوښې صحي او اخلاقي اضرار

پوهان وایی دخنزیر یا خوګ غوشه یوډول ویرس لری چی هغه ویرس په هیس ډول له مینځ نه ځی نو بیا   چی کافران داغوشه همیشه  خوری نو ولی په هغو سه نه کیژی؟
دجواب په هیله – سمير احمد

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

په اسلامي شريعت کې د يو شي د حلالوالي او حراموالي اصل د ايمان څخه دی ، ځکه مونږ په قرآنکريم ايمان راوړی دی په قرآنکريم کې چې څه څيزونه حلال دي يا حرام هغه ټول مونږ د ولې او څنګه څخه پرته منلي دي ځکه په قرآن مو ايمان راوړی ، قرآنکريم د الله تعالی د جانبه نازل شوی هر څه چې حلال يا حرام دي د الله تعالی د طرفه او يا د پيغمبر صلی الله وسلم د طرفه حلال يا حرام ګرځول شوي دي او قرآن او سنت دواړه وحی ده .

دوهم

د خنزير د غوښې صحي اضرار ثابت دي ، د نورو مرضونو تر څنګ څلور ډوله سرطانونه هم ورڅخه پيدا کيږي او خلک ورڅخه مړه کيږي ، لکه څنګه چې د شرابو څښلو له امله او د ايډز ناروغۍ له امله هره ورځ زيات شمير کسان مړه کيږي همداسې د خنزير د غوښې د ناروغۍ له امله هم مړه کيږي نو آيا کافران به د بغض او حسد له امله دا راسره قبول کړي ؟؟ که څه هم ښه پوهيږي ؟

کله چې يو شرابخور د شرابو څښلو له امله مړ شي وايي شراب يې زيات څښلې وو ، او يا وايي :ترکيب يې غلط وو ،هيڅکله دا نه وايي چې شراب مضره ماده ده او د دغه مضرې مادې له امله مړ شو .

که فرضاً څوک زيات چای يا اوبه وڅښې همداسې کيږي ؟ آيا شراب خور شراب نه پيژني ؟

د خوک غوښه هم همداسې فرض کړئ .

د حرامو او مضرو شيانو مخنوی يوازې په عقيده او دين نيول کيدای شي ، هر ډول زور او کفري قوت یې مخنوی نشي کولای دوی که په ضرر هم پوه شي مخنوی يې بالکل نشي کولای .

د خنزير د غوښې خوړل د صحي اضرارو سربيره اخلاقي اضرار هم لري چې ځنې په لاندې ډول دي :

۱- خوک په ټولو حيواناتو کې مردار خور حيوان دی ، په خپلو خوړو کې مرداري کوي او بيا هغه خوري .

۲- خوک د دووسۍ صفت لري د خپل جنس او خپل ځان په اړه هيڅ جنسی غيرت نلري او دغه سلوک يې انسان ته نقليږي په غربي ماحول کې يې تأثيرات ليدل کيږي .

۳- د خوک د غوښې خوړلو سره د (Stilbesterol Diethyl) په نوم هارمون رامينځته کيږي چې په انسان کې د لواطت يا د خپل همجنس سره د جماع خبيث عادت زياتوي.

(R.Ewbank)

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email