لومړۍ فائده

د الله تعالی د أمر اطاعت :

الله سبحانه وتعالی خپلو مؤمنو بنده ګانو ته داسې حکم کړی دی :[وأقيموا الصلاة وآتوا الزكاة واركعوا مع الراكعين] (سوره البقره ۴۳ ).

ژباړه : لمونځ قايموئ او زکات ورکوئ او رکوع کوئ سره له رکوع کونکو (سره له لمونځ کو نکو) .

ابن کثير رحمه الله د پورته آيت شريف په تفسير کې ليکلي: په جومات کې په جَمع سره لمونځ ادا کول د لمانځه کمال دی ، او ډير علماء د جماعت د لمانځه د وجوب لپاره همدا آيت دليل وړاندې کوي (تفسير ابن کثير ۱/۲۴۶).

ابن عابدين رحمه الله وايي:

ان صلوة الجماعة واجبة على الراجح فى المذهب أو سنّة مؤكدة فى حكم الواجب كما فى البحر و صرحوا بفسق تاركها و تعزيره و أنه يأثم”. (رد المحتار: ۱/۳۳۷، البحر الرائق: ۱/۳۴۱) .

يعنې: د جماعت لمونځ په راجح قول سره په مذهب کې واجب دی ، سنت مؤکد په حکم د واجب دی لکه څنګه چې په (البحر) راغلی ، ترک کول يې فسق دی او د پرېښودونکې د پاره تعزير دی او هغه ګناهکار دی .

دوهمه فائده

د جماعت لمونځ د اسلام شعار دی :

په جومات کې په جماعت سره لمونځ د اسلام ستره نښه او شعار دی ، علماء کرام وايي : کچيرې د سيمې خلک په تمامه توګه د جماعت لمونځ ترک کړي نو د هغوی سره به د مسلمانانو امام قتال او جنګ تر سره کوي څو دغه د اسلام شعار پر ځای شي .

بحيث يظهر الشعار أي شعار الجماعة بإقامتها، في كل بلد صغير أو كبير. فإن امتنعوا كلُّهم من إقامتها قوتلوا (أي قاتلهم الإمام أو نائبه دون آحاد الناس) (فقه الاسلامي و ادلته /دوکتور وهبة زحيلي).

دريمه فائده

د جومات آبادول د ايمان نښه ده :

د جومات آبادول په لمانځه سره (پنځه وخته لمونځ په جماعت سره ادا کول) او د جومات ظاهري عمارت او خدمت کول د مؤمن نښه ده او دا عمل د مؤمن په ايمان باندې ګواهي او شهادت دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ وَأَقَامَ الصَّلاةَ وَآتَى الزَّكَاةَ ….] (التوبة:۱۸).

ژباړه : يقيناً د الله تعالی جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله پاک او په ورځ د آخرت ايمان ولري او لمونځ کوي او زکات ورکوي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي :اذا رأيتم الرجل يتعاد المساجد فاشهدوا له بالايمان قال الله تعالی: انما يعمر مساجدالله من امن با الله .. الايه (الترمذي  ۳۰۹۳).

ژباړه : که چيرې تاسې څوک وليد چې جومات ته د تلو معتاد (عادت ) ولري (د لمانځه او خدمت لپاره ) نو تاسې د هغه د ايمانداری شاهدی ورکړئ . الله پاک  فرمايي : هغه کسان جوماتونه آبادوي کوم چې په الله او ورځ د آخرت ايمان لري .

څلورمه فائده

الله تعالی جماعت کوونکي ستايلي دي :

د جماعت لمونځ د الله تعالی په کورونو (جوماتونو ) کې ذکر دی ، الله تعالی دغه کسان سايلي دي چې هغوی داسې کلک سړي دي چې بيع او تجارت يې د الله تعالی د ذکر او د لمانځه له قيام څخه نه غافله کوي

[فِي بُيُوتٍ أَذِنَ اللَّهُ أَنْ تُرْفَعَ وَيُذْكَرَ فِيهَا اسْمُهُ يُسَبِّحُ لَهُ فِيهَا بِالْغُدُوِّ وَالْآَصَالِ * رِجَالٌ لَا تُلْهِيهِمْ تِجَارَةٌ وَلَا بَيْعٌ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَإِقَامِ الصَّلَاةِ وَإِيتَاءِ الزَّكَاةِ يَخَافُونَ يَوْمًا تَتَقَلَّبُ فِيهِ الْقُلُوبُ وَالْأَبْصَارُ * لِيَجْزِيَهُمُ اللَّهُ أَحْسَنَ مَا عَمِلُوا وَيَزِيدَهُمْ مِنْ فَضْلِهِ وَاللَّهُ يَرْزُقُ مَنْ يَشَاءُ بِغَيْرِ حِسَابٍ] (النور: ۳۶-۳۸).

ژباړه: په هغو کورونو (جوماتونو) کې چې الله پاک يې د لوړ ساتلو او هلته د خپل نوم يادولو حکم کړی دی سهار او ماښام د هغه ثنا او صفت ويل کيږي ، هسې سړي یې ثنا او صفت وايي چې بيع او تجارت یې د الله له يادولو ، د لمانځه له ودرولو او د زکات له ورکولو څخه نه بې پروا کوي ، له هغې ورځې څخه ډاريږي چې زړونه پکې اوړي را اوړي او سترګې رډې خيږي . تر څو الله پاک د هغوی د کړنو ښه بدله ورکړي . او د خپلې لورينې لا زياتوالی ور په برخه کړي . او د الله چې چا ته خوښه شي بې حسابه زرق ورکوي .

پنځمه فائده

د الله تعالی د تأکيد عظمت او احترام :

د الله تعالی د تأکيد عظمت او احترام کول ځکه د جماعت په لمانځه دومره تأکيد شوی دی چې حتی د خوف او جنګ په حالت يې په اداکولو امر شوی دی .

لقوله سبحانه وتعالی: [وَإِذَا كُنتَ فِيهِمْ فَأَقَمْتَ لَهُمُ الصَّلاَةَ فَلْتَقُمْ طَآئِفَةٌ مِّنْهُم مَّعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ أَسْلِحَتَهُمْ فَإِذَا سَجَدُواْ فَلْيَكُونُواْ مِن وَرَآئِكُمْ وَلْتَأْتِ طَآئِفَةٌ أُخْرَى لَمْ يُصَلُّواْ فَلْيُصَلُّواْ مَعَكَ وَلْيَأْخُذُواْ حِذْرَهُمْ وَأَسْلِحَتَهُمْ ]( سوره النساء آيه 102).

ژباړه : (ای پيغمبره ! ) کله چې د مسلمانانو په مينځ کې او د جنګ په حالت کې په لمانځه ولاړ وې نو پکار ده چه له هغوی څخه يوه ډله له تا سره ودريږي او وا دې خلي (دا لمونځ کونکي ) وسلې خپلې نو کله چې هغوی سجده وکړي نو شي دوی له وروسته ستاسې او را دې شي بله ډله چې لمونځ يې نه وي کړی تا سره دې لمونځ وکړي او وا دې خلي وسلې خپلې ( تيارسئ دې اوسي ).

شپږمه فائده

د قيامت په ورځ نور:

په تياره کې جوماتونو ته تلونکو لپاره به د قيامت په ورځ نور وي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي:«بشّر المشائين في الظلم إلى المساجد بالنور التامّ يوم القيامة» (ابؤداود ، ابن ماجه ).

ژباړه : هغو کسانو ته چه په تياره کې جوماتونو ته ځي زېری ورکړئ په کامل نور سره په ورځ د قيامت (دغه جومات ته تګ به په ورځ د قيامت هغوی ته نور وګرځي).

اومه فائده

د ټولې شپې د عبادت ثواب :

د سهار او بيګا د جماعت لمونځ ادا کول د ټولې شپې د نفلي عبادت برابر ثواب لري .

له عثمان بن عفان رضی الله عنه څخه روايت دی چې رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايل: «من صلّى العشاء في جماعة فكأنّما قام نصف الليل، ومن صلّى الصبح في جماعة فكأنّما صلّى الليل كلّه» (مسلم ۶۵۶ ).

ژباړه : څوک چه د نماسختن لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه تر نمې شپی يې چه لمونځونه کړي وي اوڅوک چې د سهار لمونځ په جَمع ادا کړي داسې دی لکه ټوله شپه يې چې په لمونځ کولو سبا کړي وي ( د بيګا او سبا لمونځ په جمع ادا کولو ثواب د ټولې شپي له نفلي عبادت سره مساوي دی ) .

آتمه فائده

د جماعت په لمانځه کې زيات فضيلت :

د جماعت لمونځ د يوازې لمانځه څخه پنځه ويشت درجې فضيلت لري .

«صَلاةُ الْجَمِيعِ تَزِيدُ عَلَى صَلاتِهِ فِي بَيْتِهِ وَصَلاتِهِ فِي سُوقِهِ خَمْسًا وَعِشْرِينَ دَرَجَةً»(بخاری ۲۹۵ )

ژباړه: د جماعت لمونځ د کور او بازار په لمانځه پنځه ويشت درجې زیات او غوره دی .

ابی هريـره (رضی الله عنه) روايت کوي چه رسول الله (صلی الله عليه وسلم) فرمايلي: «لو يعلمون ما في العتمة والصبح لأتوهما ولو حبواً» (متفق علِيه ) .

ژباړه : که خلک پوهيدلی چې د بيګا او سبا په لمونځ کولو کې څومره ثواب دی دوی به جومات تللی اګر که په خاپوړو هم وای .

نهمه فائده

جوماتونو ته تلونکي کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي .

 د بخاري شريف په يوه حديث شريف کې راغلی : اوه کسان به د قيامت په ورځ د عرش تر سيورې لاندې وي د هغه ډلې يو هم هغه کس دی چې زړه يې له جومات سره تړلی وي «وَرَجُلٌ قَلبُه مُعَلّقٌ بِاالمَسَاجِدِ » (بخاری و مسلم ) .

لسمه فائده

د نفاق او دوزخ څخه نجات:

 څوک چې څلويښت ورځې تکبير اولی ونيسي هغه به د دوزخ او نفاق څخه نجات مومي .

انس بن مالک رضی الله عنه وايي چې رسول صلی الله عليه وسلم فرمايلي: «مَنْ صَلَّى للهِ أَربَعينَ يَومَاً في جَمَاعَةٍ يُدْرِكُ التَّكْبيرَةَ الأُوَّلى كُتِبَ لَهُ بَرَاءَتَانِ: بَرَاءَةٌ مِنَ النَّارِ، وَبَرَاءَةٌ مِنَ النِّفَاقِ» (الترمذي)

ژباړه : چا چې څلويښت ورځې په اخلاص داسې لمونځ وکړ چې تکبير اُولی ترې فوت نه شي هغه ته به دوه برائت (خلاصون  يا نجات ) ورکړ شي يو د دوزخ  څخه او بل د نفاق څخه .

آن لاين اسلاي لارښود

Print Friendly, PDF & Email