اکاديمي قافله دعوت الی الله

مرکز علمي کافله دعوت الی الله

د تأسيس هدف:

۱- په عالم کې د شرعي علم خپرول او د شرعي علم او بصيرت په وسيله د روانو فتنو مخنوی .

۲- د داسې داعيانو روزنه چې په شرعي علم منور وي او د شرعي منهج ، حکمت او بصيرت په وسيله خلکو ته الهي احکام ورسوي، غير مسلمين د کفر له تيارو څخه د ايمان نور ته دعوت کړي او د هر ډول اسلام ضد شبهاتو ردول په شرعي او علمي دلائلو وکړي .

۳- د وخت او مصافې را لنډول او د عصري وسائلو څخه په استفادې سره د نارينه او ښځو لپاره په هيواد کې دننه او له هيواد څخه بهر ټول عالم کې پخپل کور او خپل کار ځای کې د ضروري او اهم شرعي علم د حاصلولو زمينه برابرول .

۴- علم امانت او دعوت د امت مسئوليت دی، نو دغه مسئوليت او رسالت د يو نسل څخه بل نسل ته سپارل، را تلونکي نسل ته د با احساسه علماء کرامو د علمي او دعوتي فعاليتونو او تجاربو سپارل .

۵- د داسې استاذانو انتخاب چې په ټولنه کې د تقوی او ديندارۍ نمونې او په کلونو يې د نسلونو روزنه کړې او په دعوت الی الله کې پوره عملي تجربې لري .

درسي نظام :

درسي منهج د قرآنکريم او سنتو، عقيده اهل سنت و الجماعت او فقه حنفي موافق دی.

درسي نظام د اوس لپاره په دوو سمسترونو (فصلونو) ويشل شوی:

لومړی سميستر :

۱- عقيده

۲- اصول دعوت

۳- فقه (طهارت ، لمونځ ، زکات ….)

۴- اعجاز القرآن

۵- مختصر علم حديث

۶- سيرت النبي

دوهم سميستر

۱- قواعد عربي (صرف او نحوه)

۲- فقه ( روژه ، حج ، معاملات …).

۳- علوم القرآن

۴- تجويد القرآن

۵- حکمت شريعت

۶- تفسير قرآن ( ۳۰،۲۹ سپاره )

هر سميستر به حد اقل ۱۲ لکچره او دری مياشتې وخت نيسي .

د قبول شرايط

۱- د نومړي علمي مرکز په درسونو کې د برخه اخيستلو لپاره ثبت نام شرط دی، د ثبت نام پرته په درسونو، کورني کار او امحاناتو کې برخه نشي اخيستلای، د ثبت نام لپاره صحي نوم ، د پلار نوم ، تخلص او ايمل ادرس ضرور دي تر څو په اسنادو او شهادت نامه کې شخصي معلومات سم وي.

۲- د اسلامي شعائرو ، اخلاقو او آدابو به پوره پابند وي .

۳- د علمي مرکز ټول علمي قوانين او اصول به په نظر کې نيسي .

۴- په درسي ساعتونو کې حد اقل ۷۵٪ آنلاين حاضري او د کورني کار تسليمول د امتحان د شموليت لپاره شرط دی.

۵- د انټرنټ ضعف او يا د درس ، کورني کار او امتحان پر مهال یې قطع کيدل په ادارې پورې اړه نلري.

۶- په مشخص هيواد پورې اړه نلري بلکي د ننه په هيواد کې او د هيواد څخه بهر ټوله نړۍ کې خپريږي.

نوټ : د نومړي آنلاين اسلامي اکاديمي لپاره ځانګړې پاڼه په نظر کې نيول شوې ده چې تر کار لاندې ده او ډير ژر به ان شاء الله ثبت نام پيل شي .

و ما توفيقي الا بالله عليه توکلت و اليه انيب

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email