شيطان څنګه جنت ته داخل شو ؟

د اسلامی ان لاین لارښود ټولوکارکوونکوته دزړه له کومی سلامونه وړاندی کوم الله دیوکړی چی قبول یی کړی پس دسلامه ماته یوسوال دی چی ایا شیطان جنت ته داخلیدای شی, که نه نو دادم اوشیطان قصه څنګه ده که داراته واضیح ځواب راکړی ډیره مهربانی به مو وی په درنښت
ستاسودځواب په  هیله- حمايت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

دا چې ويل کيږي شيطان د مار په خوله کې پټ شو او جنت ته داخل شو او بيا يې آدم او حوا ته وسوسه ور واچوله او يا جنت داسې او هسې داخل شو ټول اسرائيليات دي څه اصل نلري .

قال ابن كثير رحمه الله :
” ذكر المفسرون من السلف كالسدي بأسانيده ، وأبي العالية ، ووهب بن منبه وغيرهم ، هاهنا أخبارا إسرائيلية عن قصة الحية ، وإبليس ، وكيف جرى من دخول إبليس إلى الجنة ووسوسته ” انتهى من ” تفسير ابن كثير ” (1/236) .

زمونږ د پاره يوازې دومره عقيده لرل پکار دي چې شيطان آدم او حوا ته وسواس ور واچول او بس دا چې څنګه او په څه طريقه وو په اړه علم را ته نشته .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : ( فَوَسْوَسَ إِلَيْهِ الشَّيْطَانُ قَالَ يَا آَدَمُ هَلْ أَدُلُّكَ عَلَى شَجَرَةِ الْخُلْدِ وَمُلْكٍ لَا يَبْلَى ) طه/120 .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي