په سعودي کې د حکومت څخه په پټه حج کول څه حکم لري؟

په سعودی کې خلک د حکومت نه په پټه حج ته ځي په داسې طريقه سره حج کول صحي کيږي او که نه ؟

محمد اسحاق

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

اول :

څوک چې حج ته په شرعي طريقه لاړ شي حج يې صحي دی دا که جواز ولري يا نه .

مګر د حج د تنظيم کوونکی د امر مخالفت جايز نه دی ځکه هغوی د حجاجو د نظم مسئوليت لري او په نظم کې د حج د سفر جواز شرط او يو شرعي مصلحت دی .

خلاصه دا چې د جواز نه اخيستل د شرعي مصلحت خلاف عمل دی داسې کول ښه نه دي مګر په هر صورت د حج آدا کول صحي دي .

جاء في مرکز الفتاوي اسلام ويب :

فإن الحج إذا أتى به الحاج على الوجه الشرعي صحيح، سواء كان مصرحا له بالدخول أو لم يكن كذلك، لكن لا تجوز مخالفة أوامر ولاة الأمر فيما أمروا به من تنظيم  شؤون الحج، وذلك لأن النظام الذي يتخذ لتنظيم الناس وضبط سفرهم للحج معتبر شرعا لأنه فعل لمصلحة معتبرة.

دوهم : څوک چې حرمينو يا هغه ته نږدې ساحه کې اوسيږي او حج ته تلای شي په هغوی باندې حج فرض دی ځکه د حج د پاره لاره کاملاً برابره ده او د حج د فرضيت شرط همدا دی چې په هره طريقه چا ته د حج د تللو لاره برابره شي په هغوی باندې حج فرض دی ، لقوله سبحانه وتعالی : وَلِلّهِ عَلَى النَّاسِ حِجُّ الْبَيْتِ مَنِ اسْتَطَاعَ إِلَيْهِ سَبِيلاً (آل عمران ) .

مګر هغه کسان چې جواز نلري او حج ته ځي داسې کول د عام مصلحت خلاف کار دی لکن حج يې صحي دی .

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي