اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته، الله د وکړی چی ټول د صحت په کالیو کی پټ وی. زما پوشتنه :  حدیث شریف دی چی په اخر وخت کی به په مسلمانانو کی ۷۳ ډلې جوړی شی، خو یوازی یوا ډله به جنت ته داخلیږي. مقصد می دا دی چی هغه کومه ډله ده چی جنت به دخلیږی. او نن سبا خو تر ۷۳ ډلو زیاتی ډلی د اسلام دعوا کوی، او دغه ډلی به یو بل باندی د کفر حمکونه هم کوی.

مننه : د ځواب په هیله- محمد عارف قريشي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

فرق ناجیه

په اسلامي امت کې فروعي اختلاف حتمي دي او دا د الله تعالی رحمت دی مګر په اصولو او عقايدو کې اختلاف او مخالفت ګمراهي ده ، د اهل سنت والجماعت د علماوو او مذاهبو تر مينځ فروعی اختلاف شته مګر په اصولو او عقايدو کې اختلاف نشته د نورو فرقو سره ستر فرق لري او نورې فرقې ځانونه اهل سنت و جماعت نه بولي بلکي په همغه خپل بدعتي نوم باندې ياديږي .

مشهور حديث دی چې امت به په دری اويا فرقو ويشل کيږي ، چې دوه اويا فرقي به په دوزخ کې وي او يوه فرقه ناجيه (نجات مودونکې ده ) به په جنت کې وي.

«وَإِنَّ هَذِهِ الْمِلَّةَ سَتَفْتَرِقُ عَلَى ثَلَاثٍ وَسَبْعِينَ ، ثِنْتَانِ وَسَبْعُونَ فِي النَّارِ ، وَوَاحِدَةٌ فِي الْجَنَّةِ ، وَهِيَ الْجَمَاعَةُ» (ابو داود ، و صحيح الحاکم ).

او جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د فرقه ناجيه صفات داسې ذکر کړی دي : چې دا فرقه به جماعه وي يعنې د مسلمانو علماوو اجماع او يا به دا فرقه «سواد أغظم » لويه ډله ده وي او يا دا فرقه به په هغه لاره روان وي کوم چې زما او زما د صحابه کرامو لاره ده « ( وَتَفْتَرِقُ أُمَّتِي عَلَى ثَلَاثٍ وَسَبْعِينَ مِلَّةً كُلُّهُمْ فِي النَّارِ إِلَّا مِلَّةً وَاحِدَةً ، قَالُوا : وَمَنْ هِيَ يَا رَسُولَ اللَّهِ ؟ قَالَ : مَا أَنَا عَلَيْهِ وَأَصْحَابِي» الترمذي حديث صحيح).

حاصل دا شو چې فرقه ناجيه هغه فرقه ده چې د قرآن ، سنتو او اجماع موافق وي چې عبارت له اهل سنت و الجماعت څخه دی ، کوم چې صحابه کرام ، تابعينو ، څلورو مذاهبو او ټول هغه کسان چې ددې لارې (قرآن ، سنتو او اجماع ) موافق وي فرقه ناجيه کې شميرل کيږي .

مګر پاتې فرقې چې صريح انکار يې ثابت نشي مسلمانان دي اهل قبله دي د اسلامي امت څخه شميرل کيږي لکه : خوارج ، معتزله ، اماميه او نور ….او په شريعت کې د مخالف تأويل او بدعت له امله کچېرې توبه ورڅخه ونه باسي دوزخ ته ځې او ددې ډلو پر وړاندې د کفر حکم ورکول سخت خطرناک دی .
قال الشاطبي في الاعتصام  :
وقد قرر علماء السنة والجماعة في كتبهم أن الفرق الأخرى هي مِنَ الفرق الضالة الهالكة المبتدعة ، وأنها تستحق دخول النار بسبب ما أحدثته في دين الله من أقوال شنيعة ، وبدع عظيمة ، إلا أنها في غالبها لا تُعتبر كافرة ، بل تعد من فرق المسلمين .
يقول شيخ الإسلام ابن تيمية – رحمه الله – :
وكذلك سائر الثنتين وسبعين فرقة : مَن كان منهم منافقاً : فهو كافر فى الباطن ، ومن لم يكن منافقا بل كان مؤمنا بالله ورسوله فى الباطن : لم يكن كافراً في الباطن وإن أخطأ في التأويل كائناً ما كان خطؤه ، وقد يكون فى بعضهم شعبة من شعب النفاق ولا يكون فيه النفاق الذى يكون صاحبه فى الدرك الأسفل من النار .
ومن قال إن الثنتين وسبعين فرقة كل واحد منهم يكفر كفراً ينقل عن الملة : فقد خالف الكتاب والسنة وإجماع الصحابة رضوان الله عليهم أجمعين ، بل وإجماع الأئمة الأربعة وغير الأربعة ، فليس فيهم من كفَّر كل واحد من الثنتين وسبعين فرقة ، وإنما يكفر بعضهم بعضا ببعض المقالات .
” مجموع الفتاوى ” ( 7 / 218 ) .
و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email