السلام علیکم ورحمة الله وبرکاته
د اسلامي لارښود درنو کارکونکو الله تعالی مو خدمتونه قبو ل کړه.
زموږ کور دداسی یوه ښار په سر کې دی چې بل سر ته رسیدل یې د سفر اندازه لري که زه وغواړم چې بل سر ته یې ولاړ شم نو د سفر لمونځ به له کوم ځای نه پیل کوم، د قصر لپاره خو دا شرط دی چې باید د خپل ښار یاسیمي له کورونو څخه به سړی وزي، اما دلته ټول کورونه سره متصل دي.

عباس تکل

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د جمهورو فقهاوو په نزد کله چې مسافر خپل کلی او ښار ترک کړي نو قصر به کوي .

ذهب جماهير أهل العلم من الأئمة الأربعة وغيرهم إلى أن المسافر ليس له أن يترخص بالقصر إلا إذا جاوز عمران قريته وبلدته (رد المحتار 2/121).

“يشترط مفارقة ما كان من توابع موضع الإقامة كربض المصر وهو ما حول المدينة من بيوت ومساكن فإنه في حكم المصر… وأما الفناء وهو المكان المعد لمصالح البلد كمريض الدواب ودفن الموتى وإلقاء التراب، فإن اتصل بالمصر اعتبر مجاوزته وإن انفصل بمزرعة فلا ( حاشيه رد المحتار 2/599-600  ).

د «البلد» څخه مطلب کوچنی ښار او کلی دی مګر هغه ښار چې په سوونو کيلو متره لوی وي او يو کس د هغه د يو لورې څخه بل لورې ته سفر کوي په دا ډول وسيع ښار کې د ښار ترک کول شرط نه دي بلکي د قصر علت سفر او د سفر مسافه ده (چې لږه مسافه 85 کيلو متره ده ) نو کله چې د استوګڼې له نږدې ساحې څخه ووتلو قصر به کوي

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email