په دنيا کې د انسان مقصد د الله تعالی عبادت او د هغه د راليږلي شريعت موافق ژوند تيرول دي ، دنيوی ژوند ډير محدود او يوازې يو جانس لري ، دوهم او دريم چانس نلري، چې کله ختم شو بس ختم دی.

د دنيا مثال داسې دی لکه چاته چې ووايي ستا په مخ کې لوی سفر دی نو ته دغه اتاق ته ننوځه دلته پيسې او نور ضروريات دي يوازې ۳ دقيقې وخت لرې خپل ضروريات له ځانه سره واخله او را وځه مګر دا کس هلته ننوځي او د ضرورياتو د اخيستلو پر ځای په موسيقې ، لوبو او عبثياتو مشغوليږي او کله چې وخت پوره شي ده ته ويل کيږي چې را ووځه! او دی وايي ما خو هيڅ ندې اخيسی ما ته وخت را کړه نو دغه مهال بيا ده ته هيڅ وخت نه ورکول کيږي .

د دنيا مثال همداسې دی دنيا د عمل ځای او ددې دنيا څخه د آخرت د تل تر تله ژوند په لورې سفر دی .

مګر متأسفانه ډير کسان دغه لږ ژوند په بغاوت او سرکشۍ کي تيروي ټوله ورځ موسيقي اروي په لاره موسيقي ، په کور کې موسيقي ، په کار ځای کې موسيقي او هر وخت موسقي او يا نور عبثيات .

د نن عصر موسيقي په اجماع د امت حرامه ، او د نورو ګناهونو په پرته هغه ګناه ده چې په زړه کې نفاق ته وده ورکوي.

قال ابن نجيم الحنفي رحمه الله (تـ970هـ) في البحر الرائق (7/88) :”وَنَقَلَ البزَّازيُّ في الْمَنَاقِبِ الْإِجْمَاعَ عَلَى حُرْمَةِ الْغِنَاءِ إذَا كَانَ عَلَى آلَةٍ كَالْعُود”اهـ.

قال الإمام البغوي (تـ516هـ) رحمه الله في شرح السنة (12/383) :”وَاتَّفَقُوا عَلَى تَحْرِيم المَزَامِير وَالمَلَاهِيْ وَالْمَعَازِف”اهـ.

وقال ابن قدامة (تـ620) رحمه الله في المغني (9/115) :”آلَةُ اللَّهْوِ كَالطُّنْبُورِ، وَالْمِزْمَارِ، وَالشَّبَّابَةِ..آلَةٌ لِلْمَعْصِيَةِ بِالْإِجْمَاعِ”اهـ.

ته چې په بيړه بيړه لمونځ کوي د سکون او اطمنان پرته څو ټونګې وهلې نور نه ذکر شته او نه هم تلاوت بس ټول وخت موسيقي اوروي . آیا ستا دې خبرې ته فکر دی او کنه ؟ چې د قيامت په ورځ به د ښو او بدو تلل وي ..

فَأَمَّا مَن ثَقُلَتْ مَوَازِينُهُ ، فَهُوَ فِي عِيشَةٍ رَّاضِيَةٍ ، وَأَمَّا مَنْ خَفَّتْ مَوَازِينُهُ ،فَأُمُّهُ هَاوِيَةٌ (القارعة ).

کچېرې ستا موسيقي اورېدل تر څو ټونګو وهلو او ډير لږ عبادت وزمين شي څه به کوې؟

دا ځمکه او ستا بدن د الله تعالی ملکيت دی ولی مو د الله تعالی د ذکر او ياد پر ځای د شيطان غږ پورته کړی دی؟ ، ولی مو پر ځمکه کې د شيطان د غږ بيرغ پورته کړئ ؟

دا بې شرمه او بې حيا موټروان چې د نور سپرلۍ د ذکر مخ يې نيولې ، دا بې شرمه او فاحش تلويزيونونه او راډيوګانې ، دا بې شرمه هوټلونه او نور …

و ما علينا الا بلاغ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email