مسجد الأقصی

مسجد الأقصی د فلسطين د بيت المقدس ښار په ختيځ کې موقيعت لري ، د مسلمانانو لومړی قبله او دريم حرم دی .

مدينې منورې ته د هجرت کولو ۱۶ يا ۱۷ مياشتې وروسته د مسجد الأقصی څخه مسجد الحرام ته قبله تغير شو .

د معراج په شپه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د جبرئيل په ملګرتيا د مسجد الحرام څخه مسجد الأقصی ته نقل شو او هلته يې د الله تعالی په اذن د ټولو پيغمبرانو عليهم السلام امامت کړی دی او د هغه ځای څخه د آسمان په لورې اوچت شوی دی .

د بناء تاريخ

مسجد الأقصی د مسجد الحرام څخه وروسته بناء شوی دی بخاري روايت نقل کړی دی چې ابو ذر الغفاري وايي ، ومې ويل : يا رسول الله ! د ځمکې پر مخ لومړی کوم جومات بناء شوی دی ؟ ويې فرمايل : مسجد الحرام . ومې ويل : بيا کوم ؟ ويې فرمايل : مسجد الأقصی . ومې ويل د هغو تر مينځ دومره وخت ؟ ويې فرمايل « أربعون سنة » (څلويښت کلونه ) .

او راحج قول دا دی چې لومړی آدم عليه السلام بناء کړی او بيا څو ځله بناء ، ترميم او پراخه شوی دی ، د ابراهيم عليه السلام ، اسحاق او يعقوب عليهما السلام او حضرت سليمان عليه السلام په لاس بناء شوی دی او بيا د حضرت عمر فاروق په خلافت کې بناء شوی دی او بيا د خليفه عبدالملک بن مروان په وخت ترميم او «قبة الضخرة » (طلايي ګمبته) ورته جوړ شوې ده او بيا د خليفه وليد بن عبدالملک په وخت کې ترميم او پراخه شوی دی .

د جومات جوړښت :

جومات مستطيل شکله دی چې ټول تقريباً  ١٤٤٠٠٠ مربع متره مساحت لري ، ټولې ۱۵ دروازې لري چې د هغو څخه لس دروازې پرانيستل شوی دي .

څلور آذان کوونکي لري .

د مسجد الأقصی سره د يهودو دوښمني :

يهوديان له پخوا څخه د نومړي جومات سره دوښمني لري غواړي هغه تخريب او پر ځای يې خپل معبد جوړ کړي ، څو ځله يې د هغه د نړولو ، سوزولو او قبضه کولو هوډ کړی دی او په همدې کوښښ کې دي .

تر څو د مسلمانانو د تسلط څخه يې وباسي او پخپله قبضه کې يې راولي او تخريب يې کړي او پر ځای خپل معبد جوړ کړي .

الله تعالی دې دوی په دې شوم هدف ناکام او نا مراده لري

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email