ګرانه خدای پاک دی عمر کی برکت واچوه چی زمونږ مسلمانانو وروڼو ته هم به داخل کی او په خارج کی ورته خدمت کوی زه خپله یو خارجی ملک ته راغلی یم او اول ځل می دی چی مسافرۍ کوم هغه کومی دعاکانی یا نفلونه دی چی زما کارونه د خیره سره وشی او داستخاری لمونڅ می هم دری ورځی وکړ خو به خوب می می هیڅ ونلیدل مننه

همت الله

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

الله تعالی د ټول اسلامي امت او خاصتاً د ننه او بهر افغانانو باندې ورحميږي او الله تعالی د زمونږ د مظلوم ولس چاره ساز شي .

د دنيا او آخرت سعادت د اسلام د سپيڅلې دين په اطاعت کې دی ، الله تعالی د مونږ پخپل دين باندې تينګ لري .

د استخارې لمونځ د هر هغه کار لپاره وي چې سړی پکې زړه نا زړه وي ، د استخارې لمونځ په يو کار کې د خير غوښتلو لپاره دی نور خوب ليدل او نه ليدل شرط نه دی .

او حلال زرق اسباب په لاندې ډول دي :

۱- د حلال رزق د اسبابو طلب کې کوښښ کول لکه : زراعت ، تجارت ، صناعت او نور حلال او مباح کسبونه کوم چې الله تعالی د انسان د پاره مقدر کړي دي .

۲- د الله تعالی تقوا ، د اسلامي شريعت د احکامو عملي کول او د ناروا کارونو څخه ځان ساتل ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَمَنْ يَتَّقِ اللهَ يَجْعَلْ لَهُ مَخْرَجًا * وَيَرْزُقْهُ مِنْ حَيْثُ لا يَحْتَسِبُ] (الطلاق: ۲، ۳).

ژباړه : او څوک چې د الله څخه ووېرېږي (الله) ور ته (د ستونزو څخه) د وتلو لار جوړوي ، او هغه ته د داسې لارې نه رزق ورکوي چې (په خپله) ګمان نه کوي.

مطلب دا چې هر کس د الله تعالی تقوا اختيار کړه هغه ته به مشکلات او سختۍ آسانه کړي او همدارنګه د رزق طلب به ورته آسانه کړي او د داسې لارې به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي يعنې هغه طرف به يې په پلان کې هيڅ نه وي.

۳- ډير ډير استغفار کول، لکه څنګه چې الله تعالی د خپل رسول او نبي نوح عليه السلام په اړه داسې فرمايي:[فَقُلْتُ اسْتَغْفِرُوا رَبَّكُمْ إِنَّهُ كَانَ غَفَّارًا * يُرْسِلِ السَّمَاءَ عَلَيْكُمْ مِدْرَارًا * وَيُمْدِدْكُمْ بِأَمْوَالٍ وَبَنِينَ وَيَجْعَلْ لَكُمْ جَنَّاتٍ وَيَجْعَلْ لَكُمْ أَنْهَارًا](نوح: ۹-۱۲).

ژباړه : او ورته مې وويل : له خپل رب څخه بښنه وغواړئ بيشکه چې هغه ډير بښونکی دی ، هغه به په تاسې له پاسه څخه بارانونه ووروي ، په مالونو او ځامنو سره به مو ملاتړ وکړي باغونه به درکړي او ويالې به درته تاندې کړي.

همدارنګه جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من لزم الاستغفار جعل الله له من كل هم فرجا ومن كل ضيق مخرجا ورزقه من حيث لا يحتسب» (رواه أبو داود والنسائي وابن ماجه والبيهقي والحاكم وصححه).
يعنې : چا چې پر ځان باندې استغفار کول لازم کړل ، الله تعالی به ده ته د ټولو سختيو او مصيبتونه څخه د وتلو لارې آسانه کړي او د داسې طرف نه به رزق ورکوي چې د ده ګمان نه وي.

۴-  يوازې پر الله تعالی باندې توکل کول ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَمَنْ يَتَوَكَّلْ عَلَى اللهِ فَهُوَ حَسْبُهُ](الطلاق: ۳).

ژباړه : او څوک چې پر الله جل جلا له  توکل وکړي ده د پاره همدا (الله) کافي دی.

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي:«لو أنكم كنتم تَوَكَّلُون على الله حق توكله، لرزقكم كما يرزق الطير تغدو خماصًا وتروح بطانًا» (ابن ماجه ، الترمذی او احمد).

ژباړه : که تاسې پر الله داسې توکل وکړئ چې حق او رښيتنی توکل وي ، نو تاسې ته به داسې زرق درکړي لکه د هوا مرغانو ته يې چې ورکړی دی سهار خالي نسونه او بيګا ډکې ګيډې.

۵ – د رزق د حصول او طلب د پاره دعا کول ځکه چې الله تعالی رزاق ذو القوة المتين دی ، لقوله سبحانه وتعالی :[وَقَالَ رَبُّكُمُ ادْعُونِي أَسْتَجِبْ لَكُمْ](غافر: ۶۰).

ژباړه : له ما نه وغواړئ څو ستاسې (غوښتنې) قبولې کړم.

د رزق د طلب د پاره داسې دعاګانې کوئ :

يا رزاق ارزقني وأنت خير الرازقين (ای روزي ورکوونکيه ! ما ته روزې راکړه او ته غوره روزي ورکونکی يې).

اللهم إني اسألك رزقا طيبا واسعا (الله ! زه ستا څخه سوال کوم د حلال او پراخه زرق).

اللهم اكفني بحلالك عن حرامك  (ای الله ! زما د پاره حلال رزق کافي ورګرځوې او د حرامو مې ته وساتې.

۶ – د الله تعالی حمد او شکر ځکه په هر نعمت کې چې شکر وي د هغه د زيادت سبب ګرځي ، لقوله سبحانه وتعالی : [وَإِذْ تَأَذَّنَ رَبُّكُمْ لَئِنْ شَكَرْتُمْ لأَزِيدَنَّكُمْ وَلَئِنْ كَفَرْتُمْ إِنَّ عَذَابِي لَشَدِيدٌ](إبراهيم: ۷).

ژباړه : او هغه وخت را ياد کړئ چې رب مو اعلان وکړ چې که تاسې شکر وکړ نو خامخا به زه لورينه در زياته او که نا شکري مو وکړه نو زما عذاب ډير سخت دی.

خبردارئ :

 انسان په طبيعت کې غنا او مال خوښوي او د فقر نه يې کرکه کيږي ، لکن لږ مال تر ډير مال نه غوره دی ، او دا چې مال له حلالو او حرامو ډير جمع شي آخر به د هغه وارثانو ته پاتې کيږي لکن ځواب به يې دی ورکوي او د ده څخه دا پوښتنه کيږي چې : [من أين اكتسبه وفيم أنفقه] يعنې : مال دې له کومې لارې حاصل کړی ؤ  او په څه کې دې لګولی ؤ.

اصلاً د کاميابۍ رزق هغه دی چې حاجت ورباندې رفع شي ، جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :

«قد أفلح من أسلم ورزق كفافا وقنعه الله بما آتاه» (رواه أحمد و مسلم و الترمذي و ابن ماجة).

ژباړه : کامياب دی هغه څوک چې ايمان يې راوړ ، او په قدر د ضرورت ورته رزق ورکړ شو او الله تعالی پرې صبر ورکړ.

 

Print Friendly, PDF & Email