اسلام علیکم د اسلامي دعوت څانګې مننه کوم چې زموږ پوښتنو ته يې په وخت ځواب راکړي زه یوه پوښتنه لرم زه  د خښتو بټۍ منشي یم دلته په یو دولتي ځای کې ټیکار دخښتو سوده کړي ده دبټۍ ټيکادار وایي دغه سوده ما ته ګټه نه کوي منشي ته وايي چې په موټر کې 2250 خښته اچوي پرچه ورته 2300 خښتو کټ کوي ما ورته وویل چې دغه پیسې خو حرامې شوې ټیکار وایي مسولیت زما دی نو اوس منشي ته د خداي ج په نزد  دغه کار څنګه دی غاړه یې پر  بنده ده کنه ایا کار  ور سره پریږدم که څنګه وکړم ستاسو د ځواب په هیله په درنښت ګلاپ.

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

داسې کول چل فريب او غلا کول دي ، مالک او يا منشې ته جايز نه ده ګناه ده او په اړه داسې وعيد راغلی دی :

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي :«من غشنا فليس مني» (رواه البخاري والمسلم) .

يعنې : څوک چې مونږ ته فريب راکوي له مونږ (زما د امت) څخه نه دی.

او کوم حکم او امر چې د اسلامي شريعت خلاف وي په هغه کې نه د امير ، نه د شرکت د مشر او نه هم د خپل پلار حکم منل جايز دي .

د اسلامې شريعت دا عمومي قاعده ده چې د ګناه او نافرمانی په کار کې د مخلوق اطاعت نشته .

لا طاعة لمخلوق في معصية الخالق  (د خالق جل جلاله په نافرمانۍ کې د مخلوق اطاعت نشته ).

بلکي هغه ته لومړی نصيحت کول پکار دي چې دا کار مه کوه ، که پر ما يې کوي زه دا کار نه کوم … که بيا يې هم و نه مني نو خپله لاره ترې جلا کړه .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email