د سعادت ، نجات او کاميابۍ لمونځ هغه لمونځ دی چې لاندې صفات پکې وي .

۱- په لومړي وخت کې په جماعت سره ادا شي او د لومړي صف حريص وي .

ځکه چې لمونځ په ټاکل شوي وخت فرض شوی دی : :[إن الصلاة كانت على المؤمنين كتاباً موقوتاً](النساء:۱۰۳/۴).

ژباړه :يقيناً چه لمونځ دی پرمؤمنانو فرض کړي شوی په معلومو وختونو کې.

د ټولو لمونځونو محافظت کول :

الله سبحانه وتعالی فرمايي: [وَالَّذِينَ هُمْ عَلَى صَلَوَاتِهِمْ يُحَافِظُونَ * أُوْلَئِكَ هُمُ الْوَارِثُونَ * الَّذِينَ يَرِثُونَ الْفِرْدَوْسَ هُمْ فِيهَا خَالِدُونَ] (المؤمنون :۹-۱۱).

 ژباړه: اوهغه ( کسان کامياب شول ) چه دوی هميشه د خپلو لمونځونو ساتنه کوي، هم دغه (مؤمنان ) هم دوی دی وارثان هغه (وارثان ) چه په ميراث به اخلي فردوس دوی به پدغه جنت الفردوس کې تل پاتې کيدونکي دي.

د لمانځه د حفاظت په باره کې د امير المؤمنين عمر رضی الله عنه فرمان :

: [إنَّ أهم أمركم عندي الصلاة فمن حفظها فقد حفظ دينه، ومن ضيّعها فهو لما سواها أضيع، ومن المحافظة عليها أداؤها جماعة فى المسجد، وفي] ( ابن القيم الجوزية ص ۴۰۳ ،۴۰۴) .

ژباړه: تر ټولو مهم د تاسې له کارونو څخه ماته لمونځ دی ،پس هر چا چې د هغه حفاظت وکړ هغې خپل دين وساتلو او چا چې هغه ضايع کړ هغه ته د نورو شيانو ضايع کول آسان دي او د هغه کمال او محافظت دا دی چې لمونځ په جمع په جومات کې ادا شي .

د الله تعالی ذکر تر دنيا لوړ وګڼې«ِ (و الذکر الله أکبر) که هر څومره مهم کار وي خو چې د لمانځه وخت حاضر شي هغه ترک کوي او لمانځه ته ځې څوک چې پر اول وخت باندې لمونځ کوي هغه ته تر هر څه نه لمونځ او د الله تعالی ياد مهم دی .

مګر هغه کسان چې جماعت ته نه ځې يا ناوخته لمونځ کوي هغوی خپل لمونځ د کار او دنيا تابع ګرځولی ، چې دغه کار خلاص او چې دغه کار خلاص شي نو بيا به لمونځ وکړم ، کار ورته مهم او په لمانځه کې ټګي کوي .

۲- د ګناهونو څخه منع کوونکی وي .

 الله سبحانه وتعالی فرمايي :[وَأَقِمِ الصَّلاَةَ إِنَّ الصَّلاَةَ تَنْهَى عَنِ الْفَحْشَاء وَالْمُنكَرِ وَلَذِكْرُ اللَّهِ أَكْبَرُ وَاللَّهُ يَعْلَمُ مَا تَصْنَعُونَ] (العنکبوت ۴۵).

ژباړه: او لمونځ ودروه يقيناً لمونځ د بې حيایی او ناروا کارونو مخه نيسي او د الله ياد د هر څه نه ډير لوی دی او الله ته ستاسې کړنې ډيرې ښې معلومې دي .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : صَلاةٌ عَلى إِثْرِ صَلاةٍ لا لَغْو بَيْنَهُمَا كِتَابٌ فِي عِلِّيِّينَ (رواه ابوداود و احمد).

ژباړه : د دوو لمونځونو تر مينځ چې لغو او باطل نه وي نو هغه لمونځ قبول شوی دی عليين ته به پورته کيږي چې هلته د متقيان دفتر دی .

[إِنَّ كِتَابَ الأبْرَارِ لَفِي عِلِّيِّينَ] .

نو څرګنده شوه چې په قبول شوې لمانځه کې دا شرطونه دي چې سره پيوسته وي يعنې د ټولو لمونځونو محافظت او تر مينځ يې لغو او باطل لکه : غيبت ، بهات ، درواغ ، فحاشت او نور ګناهونه نه وي .

۳- ارکان ، واجبات او ترتيب د اسلامي شريعت موافق وي .

ځکه چې د هر عبادت د قبول لپاره دوه شرطونه دي : اخلاص لله سبحانه او متابعت د رسول الله صلی الله عليه وسلم .

و بالله توفيق .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email