که چېرې یو څوک د قرآن کریم تلاوت کوي یا دیني یا علمي درس ورکوي یا بل داسې کار ترسره کوي، چې ډیر مهم وي نو چې اذان شروع شي نو هغه کار اجراء کړي که اذان ته ځواب ورکړي؟

شاولي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کله چې آذان شروع شي نو جمهورو فقهاوو په نزد مستحب او غوره دا ده چې قرآئت يا ذکر ودروي ، د آذان ځواب ورکړي او د آذان نه وروسته بيرته هغه شروع کړي ځکه چې د رسول الله صلی الله عليه وسلم حکم دی چې کله مؤذن آذان وايي نو تاسې په دې شان سره د هغه ځواب ورکوئ : « إذا قال المؤذن الله أكبر الله أكبر فقال أحدكم الله أكبر الله أكبر ثم قال أشهد أن لا إله إلا الله قال أشهد أن لا إله إلا الله ثم قال أشهد أن محمدا رسول الله قال أشهد أن محمدا رسول الله ثم قال حي على الصلاة قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال حي على الفلاح قال لا حول ولا قوة إلا بالله ثم قال الله أكبر الله أكبر قال الله أكبر الله أكبر ثم قال لا إله إلا الله قال لا إله إلا الله من قلبه دخل الجنة » ( رواه مسلم – 385 ) .

ژباړه:  کله چه مؤذن «الله أكبر الله أكبر» وايي تاسې به هم «الله أكبر الله أكبر» وايئ بيا چه کله «أشهد أن لا إله إلا الله» وايي تاسې به هم «أشهد أن لا إله إلا الله وايئ»  بيا چه کله «أشهد أن محمدا رسول الله» وايي نو تاسې به هم «أشهد أن محمدا رسول الله» وايئ  بيا چه کله «حي على الصلاة» وايي تاسې به «لا حول ولا قوة إلا بالله» وايئ او کله چه «حي على الفلاح» وايي تاسې به «لا حول ولا قوة إلا بالله» وايئ بيا چه کله «الله أكبر الله أكبر» وايي تاسې به هم «الله أكبر الله أكبر» وايئ بيا چه کله «لا إله إلا الله» وايي تاسې به هم «لا إله إلا الله» وايئ څوک چې د زړه نه داسې ووايي داخل به شي جنت ته .

د ځنو علماؤ په نزد د آذان ځواب ورکول واجب دي لکه چې د حرمينو عالم ابن عثمين رحمه الله وايي :فإذا سمعت المؤذن وأنت تقرأ القرءان فاقطع القرآن وأجب المؤذن تقول مثل ما يقول إلا في حي على الصلاة حي على الفلاح فتقول لاحول ولا قوة إلا بالله.

نو مسلمانان وروڼه بايد د آذان له ځواب سره خپل ځان عادت کړي او د آذان په وخت خبرې ونه کړي.

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email