الله سبحانه وتعالی په انسان باندې دومره نعمتونه کړي دي چې د حساب څخه وتلي دي لکه : عقل ، فهم ، اوريدل ، ليدل ، مال ، روغتيا او اهل عيال او د دغو نعمتونو په قدر هلته سړی پوهيږي چې کله ورڅخه محروم شي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَإِنْ تَعُدُّوا نِعْمَةَ اللَّهِ لَا تُحْصُوهاَ] (النحل :۱۸ ) .

ژباړه: او كه چېرې تاسو د الله نعمتونه شمېرل شروع كړئ ( نو) هغه به ونشمېرلى شئ.

تر ټولو ستر نعمت اسلام دی

مګر دغه ټول نعمتونه د انسان د لږ عمر او ژوند سره تړلي او د هغه د حيات او ژوند له ختميدو سره ختميږي .

خو اسلام هغه ستر نعمت دی چې د انسان په دنيوي ژوند کې هم د سکون ، اطمنان او سعادت سبب دی او د دنيوي ژوند وروسته په آخرت کې هم د سکون ، اطمنان ، نجات او سعادت او د پورته او نورو ډيرو نعمتونو وسيله ګرځي .

نو ځکه الله سبحانه وتعالی د اسلام دين د خپلو بنده ګانو لپاره يو نعمت بللی دی :

 [الْيَوْمَ أَكْمَلْتُ لَكُمْ دِينَكُمْ وَأَتْمَمْتُ عَلَيْكُمْ نِعْمَتِي وَرَضِيتُ لَكُمُ الْإِسْلَامَ دِينً] (المائدة: 3).

ژباړه : نن ورځ ما تاسو لپاره ستاسو دین مكمل كړو او پر تاسو باندې مې خپل نعمتونه تمام كړل او ما تاسو لپاره اسلام د دین په توګه خوښ كړو.

نو د دغه نعمت شکر ادا کول پکار دي : [لَئِنْ شَكَرْتُمْ لَأَزِيدَنَّكُمْ] (إبراهيم: 7).

او شکر يې عبارت دی له :

د اسلام د اوامرو منل .

او د اسلام د قيام او نصرت لپاره کوښښ (دعوت او جهاد ) .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email