تعريف :

قمار د قمر له لفظ څخه اخيستل شوی دی قمر سپوږمۍ ته وايي ځکه سپوږمۍ کله وړه او کله لويه وي په قمار کې هم کله ګټه او کله تاوان يعنې برد او باخت وي.

په اصطلاح کې هر هغه معامله که په باز‌ۍ لګولو، شرط لګولو يا د بخت او اتفاق پر بنا وي چه ګټه او تاوان يې مبهم او نامعلوم وي هغي ته قمار او ميسر وايي.

د قمار حکم :

اسلام د فرد او ټولنې لپاره داسې احکام وضع کړي دي چې ټول په عدل او انصاف ، د ظلم مخنوی او د مصالح په جلب او مفاسدو پر رد باندې بنا شوي دي .

قمار داسې ظالمانه جرم دی د يو کس په تاوان کې د بل کس ګټه وي.

قمار سخت ناکاره عمل دی چه په قرآنکريم کې په سختو ټکو حرام شوی دی او د شيطان عمل بلل شوی دی، د شرابو او قمار حرمت د بت پرستۍ سره جمع کړ شوی دی .

الله سبحانه وتعالی فرمايي:[يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوآ إِنَّمَا الْخَمْرُ وَالْمَيْسِرُ وَالاَنصَابُ وَالاَزْلاَمُ رِجْسٌ مِّنْ عَمَلِ الشَّيْطَانِ فَاجْتَنِبُوهُ لَعَلَّكُمْ تُفْلِحُونَ] (۹۰سورة المائدة).

ژباړه : ای مؤمنانو! يقيناً چه شراب او قمار او بتان او غشی(د فال ، دا څلور واړه ټول) پليت دي له کاره د شيطان څخه دي نو ځان وساتئ تاسې له دې څخه لپاره ددې چه نجات ومومئ.

د قمار ضرر د فرد او ټولنې لپاره :

۱- د خلکو تر منځ د حسد او دوښمنۍ را منځته کول ، کله چې يو کس مقصد ته ورسيږي او مال په لاس راوړي او بل کس مال له لاسه وړکړي نو په زړه کې یې له خپل ملګري سره حسد او کينه پيدا کيږي چې بلاخره د دوښمنۍ سبب ګرځي او همدا د شيطان غوښتنه ده نو ځکه دا يو شيطاني عمل دی {إِنَّمَا يُرِيدُ الشَّيْطَانُ أَنْ يُوقِعَ بَيْنَكُمُ الْعَدَاوَةَ وَالْبَغْضَاءَ فِي الْخَمْرِ وَالْمَيْسِر}.

۲- د کسب او کار او عوض پرته د بل په تاوان کې ګټه چې هغه تاوان فردي نه بلکي د ټولې کورنۍ تاوان ، خسران او خفګان وي.

۳- د حلال کسب او کار څخه مخ ګرځول او په حرامه لاره د مال په لاس راوړل .

۴- د الله تعالی د ذکر او عبادت څخه عفلت کول ، لکه څنګه چې الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَيَصُدَّكُمْ عَنْ ذِكْرِ اللَّهِ وَعَنِ الصَّلَاة]

د قمار ډولونه :

۱- ټولې هغه لوبي چې شرط پکې وي چې کچېرې کوم طرف لوبه يوسي نو د مغلوب طرف څخه به څه شي اخيستل کيږي او دوی ته به ورکول کيږي قمار او جوارې ده .

۲- د يو شي ګرو ايښودل داسې چې کچېرې هره ډله کاميباب شوه هغوی ته به دغه ګروه شی ورکول کيږي او که کومه ډوله ناکامه شوه هغوی به دغه مال له لاسه ورکوي .

۳- ټولې الکتروني ، انټرنټي او يا د ګيم کلپونه چې په برد او باخت ، د مال له لاسه ورکول او يا د مال په لاس راوړل پکې وي قمار دی او د قمار پرته هم حرام دي ځکه د وخت ضايع او د واجباتو د ترک سبب ګرځي .

۵- په نښه ويشتلو باندې شرط لګول .

۶- د اجناسو سر بسته قطي يا ډبي چې په يوه کې څه نه وي او په بل کې څه اضافي تحفه يا سوغات وي قمار او د خلکو څخه په ناحقه د مال اخيستل دي او غواړي چې خپل بې کيفته او خراب اجناس پر خلکو باندې و پلوري .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email