د جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم شفاعت به د چا لپاره وي ؟ او د شفاعت حاصليدو اسباب څه دي ؟

د قيامت په ورځ د نبی صلی الله عليه وسلم د شفاعت ډولونه:

۱- شفاعة العظمی (لويه شفاعت ) کوم چې د قيامت په ورځ به د حساب د پيل لپاره د ټولو امتونو په حق کې وي .

۲- د امت د يوې ډلې لپاره شفاعت کوم چې د حساب پرته به جنت داخليږي .

۳- د امت د هغو کسانو لپاره شفاعت چې نيک او بد عملونه يې سره برابر وي نو د هغوی شفاعت به کوي تر څو جنت ته داخل شي .

۴- د خپلو هغو امتيانو شفاعت چې د ګناهونو په وجه دوزخ ته تللي وي .

۵- په جنت کې د خپل امت د جنيانو د درجو د لوړوالی لپاره شفاعت کول .

۶- د ټولو مؤمنانو په حق کې شفاعت کول .

۷- د خپل کاکا ابی طالب شفاعت کول تر څو د دوزخ عذاب ورباندې سپک شي .

۸- د مدينې منورې د اهل شفاعت کول .

(انواع الشفاعة – الدرر السنیة) .

هغه اسباب او شرايط چې د هغو په وجه سړی د شفاعت مستحق ګرځي :

۱- شفاعت د الله تعالی په اراده پورې اړه لري (قل لله الشفاعة جميعا).

هر وخت دا دعا کول چې يا الله! ستا د نبي صلی الله عليه وسلم شفاعت مې نصيب کړي ، يا الله ستا د نبی له شفاعت څخه مې مه محروې .

«اللهم ارزقني شفاعة نبيك» ، «اللهم لا تحرمني شفاعة نبيك»

۲- د الله تعالی په توحيد کې اخلاص ، خالصه عقيده او بيا په هغه باندې ثابت پاتې کيدل له هر ډول شرک ، کفري اعمالو او صفاتو څخه ځان ساتل او په ايمان باندې ثابت پاتې کيدل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«أسعد الناس بشفاعتي يوم القيامة من قال لا إله إلا الله خالصا من قلبه » (رواه البخاري).

ژباړه: د قيامت په ورځ به د خلکو څخه زما د شفاعت زيات سعادت د هغه چا په برخه وي چې چا د زړه په اخلاص سره ويلي وي چې: لا اله الا الله.

۳- په فرض او سنتو لمونځونو پوره پابندي او ډير نوافل ادا کول .

ځکه چې رسول الله صلی الله عليه وسلم جنت ته د تللو يو ستره وسيله ډيرې سجدې کول ياد کړي دي (رواه مسلم )

۴- په رسول الله صلی الله عليه وسلم باندې درود شريف ويل .

نبی صلی الله عليه وسلم فرمايلي : «من صلى على حين يصبح عشرا، وحين يمسي عشرا، أدركته شفاعتي يوم القيامة» (رواه الطبراني) .

ژباړه : څوک چې پر ما باندې سهار او ماښام لس ځله درود واستوي ، نو د قيامت په ورځ به زما شفاعت ومومي .

۵- د آذان (حقيقي او لفظي ) ځواب ورکول او د هغه وروسته د اذان دعا ويل .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : څوک چې د آذان ځواب ورکړي او د هغه وروسته ووايي : وسلم  فرمايي : څوک چې آذان واروي او دا دعا (اللَّهُمَّ رَبَّ هَذِهِ الدَّعْوَةِ التَّامَّةِ، وَالصَّلاةِ الْقَائِمَةِ، ……) ووايي نو هغه کس به زما د شفاعت څخه برخمن شي.(البخارى و مسلم ).

آن لاين اسلامي لارښود