دان لاین اسلامی لارښودمحترموکارکوونکوته خپل دمینی اومحبت سلامونه اونیکی هیلی وړاندی کوم.
الله تعالی (ج) دی ورته پدی لاره کی نورتوفیق ورکړی.
زماسوال دادی چی دمکی مکرمی (بیت الله شریف) اونبوی مسجد په هکله چی ټول مساحت ئی څومره دی معلومات راکړی مهربانی به مووی.
وسلام ستاسی دلازیاتوبریالیتوبونو اوخدمتونو په هیله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کعبه شريفه:

بيت الله شريف لومړی ځل ملائيکو جوړه کړې ده وروسته بيا حضرت آدم عليه السلام ، حضرت شيث بن آدم عليه السلام ، حضرت ابراهيم عليه السلام او حضرت اسماعيل عليه السلام او وروسته د قريشو لخوا ورغول شوه چې خپله جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم د هغه په رغولو کې برخه اخيستې او د قريشو د مشرانو په ګډون يې د حجر اسود ډبره په خاص ځای کې ځای پر ځای کړې ده .

وروسته بيا په کال د 65 هجري د حضرت عبدالله بن زبير او په کال د 74 هجري د سلطان مراد عثماني او په کال د 1417 هجري د ملک فهد لخوا رغول شوې ده .

بيت الله مربع شکله ده چې ابعاد يې په لاندې ډول دي :

–          طول يې د ملتزم لخوا 12.84متره

–          طول يې د  حطيم لخوا 11.28 متره

–          طول يې د رکن يماني او حطيم تر مينځ 12.11 متره

–          د رکنينو تر مينځ 12.52 متره

–          د حجر اسود لوړوالی 1.1 متره

–          د کعبې د دروازې اندازه (3.1×1.9) متره

د کعبې شريفې مساحت تقريباً 145 متر مربع دی .

او د مسجد الحرام د طبقو ټول مساحت تقريباً  (356,000) متر مربع دی

 مسجد النبوي:

د مسجد نبوي بنسټ د هجرت په لومړی کال د رسول الله صلی الله عليه وسلم لخوا کيښودل شو ، ساختمان يې خپله د رسول الله صلی الله عليه وسلم او د هغه صحابؤ رضی الله عنهم په مبارکو لاسونو بنا شوی دی چې په دور نبوت کې يې مساحت تقريباً ۴۲۰۰ کزه ته رسيده وروسته د خلکو د زيادت او ګڼې ګونې له امله د اسلام په تاريخ کې څو ځلې پراخه شوی لکه د : حضرت عمر فاروق رضی الله عنه د خلافت په دور کې ، د حضرت عثمان رضی الله عنه په دور خلافت کې ، وليد بن عبدالملک خليفه عباسی ، سلطان عبد المجيد خليفه عثمانی ، ملک عبدالعزيز او ملک فهد بن عبدالعزيز لخوا پراخه شوی دی .

د مسجد نبوي اوسنی مساحت تقريباً 384.000 متر مربع ته رسيږي .

Print Friendly, PDF & Email