اسلام علیکم ورحمة الله وبرکاته د اسلامي لارښو څانکې څنګه څخه ډېره مننه کوم چې زموږ پوښتنو ته يې په وخت ځواب راکړی داسلام لپاره رښتنی خدمات کوي. زه یوه پوښتنه لرم چې یو کس انټرنیټ کلب ولري پیسې حلالې دی که حرامې یعنې یو کس انټرنېټ کلب لري څوک سمه استفاده ترې کوي ګټور معلومات اسلامي معلومات یا دپوهنتون لپاره یا دمکتب مدرسې لپاره دمعلومات د لاسته راوړلو لپاره یې استعمالوي څوګ سندرې سریالونو یا نورو چټیاتو لپاره استعمال وي نو دانټرنېت کلب څښتن ته یې پیسې حلالې دي که حرامې.  حدماتو څخه مو له وړاندې منندوي یو.دځواب په هیله   په درنښت سعادت الله سعادت

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په وسائلو کې اصل اباحت دی مګر فرق يې په کارولو کې دی کچېرې د حرامو لپاره وکارول شي حرام او که د مباح لپاره وکارول شي مباح ده .

په انترنټ کلپ کې د شک پرته حلال او حرام دواړه جمع شوي دي ، ځنې کسان مباح او جایزه استفاده ورڅخه کوي او ځنې کسان بيا غير اخلاقي شيان ورڅخه ډونلود کوي او يا غير اخلاقي شيان پکې ګوري .

نو کله چې حلال او حرام سره کډ شي مونږ حلامو ته ترجيح ورکوو او داسې فقهې قاعده لرو : « اذا أجمع حلال و حرام ، فاننا نغلب جانب التحريم» (قواعد الفقهية / دوکتور ناصر الشتري ، و مجلة الاحکام العدليه ) .

کله چې په غالب ګمان د حرمت اړخ منځ ته راغی نو په داسې کار کې مرسته او مدد کول حرام او د ګناه او منکر په کار باندې سقوط اختيارول دي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : [وَلاَ تَعَاوَنُواْ عَلَى الإِثْمِ وَالْعُدْوَانِ] ( او د ګناه او ظلم په کار کې يو له بله مدد مه کوئ )

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي