د نغدو پيسو د زکات په هکله معلومات راکړئ

اسلام عليكم ورحمته الله  د نغدو پيسو ذكات په هكله معلومات راكرئ

جلال افغان

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

نغدي پيسې چې په کار او کسب سره کټل شوې وي ، يا د نورو عايداتو څخه په لاس راغلي وي کچېرې کال ورباندې تير شي او نصاب ته ورسيږي زکات ورباندې فرض دی ، لقوله سبحانه وتعالی : [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُواْ أَنفِقُواْ مِن طَيِّبَاتِ مَا كَسَبْتُمْ] (الفقره :۲۶۷).

ژباړه :ای مؤمنانو! لګوئ ! له حلالو ،پاکو دهغومالونو چه( په کسب سره ) تاسې ګټلئ .

د نغدو پيسو نصاب د سپينو او سرو زرو د نصاب له مخې ټاکل کيږي په نن عصر کې د سپينو زرو نصاب اقل دی په اقل باندې عمل کيږي د سپينو زرو نصاب دوه سوه شرعي درهم چې د (595) ګرام سره سمون خوري .

د مستعملو سپينو زرو د يو ګرام قيمت تقيباً 35 افغانۍ چې نصاب تقريباً 21000 افغانۍ راځي ، يعنې څوک چې (21000) افغانۍ يا تر هغه زياتې ولري او کال ورباندې پوره شي زکات ورباندې فرض دی .

د زکات اندازه څلويښتمه برخه يا 2.5% ده .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email