د حاجيانو استقبال کول او خلکو ته ډوډې ورکول شرعاً څه حکم لري ؟

السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته – الله ج دی وکړی چې روغ رمټ ياست او الله ج مو کاميابه او سرلوړي لره
ستاسی د ځوابونو نه يوه نړۍ مننه کوم چې تاسي زما سوالونو ته ليکلی دی الله ج مو په دواړو جهانو کې بريا لي لره. زه بيا هم څه پوښتنې لرم هيله ده چې راته ځواب يې کړﺉ

حاجي صاحب ته د مبارکۍ په خاطر مخی ته ورتلل يا څه اخستل د ډالۍ په شکل څه حکم لری؟ – حيات هجران
ځواب
بسم الله الرحمن الرحيم
د حاجې صاحب کوم چه له حج څخه راغلی وي استقبال کول مباح دی کوم لازمي امر نه دی ځکه دا د عاداتو له جملې څخه دی نه د عباداتو بنا پر دې د حاجي استقبال کول او هغې ته ورتګ جايز دی خو لازم ،واجب او مستحب نه دي .
له شيخ ابن عثمين نه سوال شوی دی چه زمونږ په سيمو کې خلک وليمې ورکوي ، د ذبح په نوم يا د حجاحو د خوشحالی په نوم يا د حجاجو د سلامتی په نيت ذبحې کوي ځنې وخت دا غوښی د قربانۍ وي ځنې وخت نوی ذبحې وي او ځنې وخت تبذير زيادت هم وﺉ د شرعت او اسلامې امت د اجتماع له لحاظ څه حکم لري ؟
شيخ ابن عثيمين په ځواب کې وايي :
دا کار باک نه لري چه د حاجي د راتګ په وخت کې د هغه اکرام او عزت وشي ځکه دا کار د هغه په استقبال او همدارنګه د حج تقويه کولو باندې دلالت کوي ، مګر له زيادت او اسراف څخه منع کړ شوی ده هغه که د حاجي د استقبال د پاره وي يا بل وخت الله تعالی فرمايي : « وَلا تُسْرِفُوا إِنَّهُ لا يُحِبُّ الْمُسْرِفِينَ »الأنعام/141: (اسراف مه کوﺉ ځکه الله تعالی اسراف کونکي نه خوښوي) او فرمايي: « إِنَّ الْمُبَذِّرِينَ كَانُوا إِخْوَانَ الشَّيَاطِينِ» الإسراء/27
(يقيناً اسراف کونکي کسان د شيطان وروڼه دي ).
 مګر که دا وليمه مناسبه وي د حاضرينو د ضرورت په اندازه وي او يا لږ څه زيات وي باک نه لري دا مراسيم زياتره په اطرافونو کې ليدل کيږي په ښارونو ډير خلک له حج څخه راځي خو وليمه نه ورکوي ،مګر په کليو او اطرافو کې دا مراسم شته خو کوم باک نه لري ځکه د کليو او اطرافو خلک اهل د اکرام دی دوی دا نه خوښوي چې په دې کار کې کوتايې وکړي ( لقاءات الباب المفتوح ” ( 154 / السؤال رقم 12 ) .
 
پس د حاجې صاحب استقبال کول جايز دي البته په شرط ددې چې غير شرعي امور پکې نه وي او همدارنګه د خوراک په برابرولو کې به اسراف نه وي . او څوک چې له حج څخه راغلی وي په هغه باندې دا واجب نه ده چې خلکو ته ډوډې ورکړي ولی پخپله خوښه که داسې کوي جايز دي په شرط ددې چې اسراف پکې نه وي .
همدارنګه که حاجې چاته جانماز ، تسبيح ، مسواک وغيره ورکوي ددې ورکول هم لازمي نه دی که په توان کې وي د هديه په شکل يې ورکولای شي .
مګر د حيوان د سر پرې کول لکه پسه وغيره او هغه د حاجې مخې ته د هغه په پښو کې صحي نه دي او هر څوک چې هغه پسه د حاجي په نوم ذبحه کوي په حقيقت د شرک مرتکب ګرځي ځکه قرباني کول بغير د الله تعالی د نامه حرامه ده .رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايي : «لعن الله من ذبح لغير الله» (روايت مسلم) يعنې څوک چه د غيرالله په نوم ذبح کوي هغه کس معلون دی .والله اعلم (کفايت امفتي ج ۴ ص ۱۶۰ – اهل سنت والجماعت فتاوي رقم ۵۶۴۸)
وصلي الله وسلم علي محمد وعلى آله وأصحابه والتابعين لهم بإحسان إلى يوم الدين

آن لاين اسلامې لارښود

 

Print Friendly, PDF & Email

3 تبصرې

  1. ډيره زياته مننه الله ج مو بريالي او سرلوړي لره الله ج دی نور توفيق هم درکړی چې د اسلام خدمت د دی لاری نه وکړي او الله ج دی زموږ نه هم ددين کار واخستل کړی امين ثم امين
    په مينه

  2. اسلام علیکم ورحمت الله وبرکاته

    دااذان په وخت کښی تلاوت کول کله چی مصروف وی یعنی سوره یی شروع کړی وی او ختمه نوی نه چی اذان شروع شی تلاوت به دروی که جاری به یی ساتی

    ستاسو کشروروروعبدالرحیم

    کاکړ دکابل پوهتنون

    مهرباني وکړئ خپل ځواب دلته http://dawat.katib.org/archives/1514 وګورئ

  3. صالح محمد الکوزای

    السلام عليکم ورحمته الله وبرکاته – الله ج دی وکړی چې روغ رمټ ياست او الله ج مو کاميابه او سرلوړي لره
    زه پوښتنې لرم هيله ده چې راته ځواب يې کړﺉ
    ایا پ افغانستان دجمع مبارکی لمونځ سته که یا
    مننه
    ادارة الموقع
    مهرباني وکړئ د خپلې پوښتنې ځواب دلته وګورئ http://dawat.katib.org/archives/351