شيطاني وسواس او د هغه علاج

السلام عليکم ورحمت الله وبرکاة.
د اسلامي لارښود ګرانو کارکونکو! هيله مند يم چې تاسې به ټول روغ جوړ ياست؛ ېوه پوښتنه مې راوړې، پوښتنه پۀ دې ډول ده:
کۀ پۀ ذهن کې دې يا پۀ زړه کې دې کومه غلطه خبره تېره شي، وسواس د شيطان او ته پرې سخت خفه شې خفګان ښکاره کړې ، او ورسره مخلاف يې نو به دې صورت کې تا  الله جل جلاله پۀ دې  غلطو وسواسو/فکرونو، خبرو، دې نيسي کۀ نه؟ او تۀ پرې ګناهګارېږې کۀ نه؟!  او ددې غلطو وسواسو فکرونو خبرو اسانه طريقه څۀ ده چې سړی ترې ځان وساتي،؟! او ددې غلطو فکرونو وسواسو سرچينه لۀ کومه ځايه شروع کېږي؟!چې شيطان ته زمينه مساعده کړي چې همدا موقع ده؟ .
قربان مو شم لۀ خدمت نه مو الله جل جلاله دې تاسې ټولو ته پۀ شمول زما جنت الفردوس نصيب کړي.ماته دعا کوئ!

عزيز الله


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

کوم وسواس او سوچ چې په زړه کې راګرځي څو پورې چې عمل او په اړه يې خبره نه وي شوي معاف دي .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي «إِنَّ اللَّهَ تَجَاوَزَ لِي عَنْ أُمَّتِي مَا وَسْوَسَتْ بِهِ صُدُورُهَا مَا لَمْ تَعْمَلْ أَوْ تَكَلَّمْ». (بخارى:2528)

ژباړه : يقیناً الله تعالی زما د امت وسواس او خواطر کوم چې په زړونو کې را ګرځي معاف کړي ، څو پورې يې چې په هغه باندې عمل نه وي کړی او يا يې د هغه په اړه په ژبه څه ويلي نه وي .

او د وسواسو په اړه د بنده کرکه او نفرت او بد ګڼل د بنده د ايمان د صحت او قوت نښه ده .

رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي : « جَاءَ نَاسٌ مِنْ أَصْحَابِ النَّبِيِّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ فَسَأَلُوهُ إِنَّا نَجِدُ فِي أَنْفُسِنَا مَا يَتَعَاظَمُ أَحَدُنَا أَنْ يَتَكَلَّمَ بِهِ، قَالَ: وَقَدْ وَجَدْتُمُوهُ؟ قَالُوا: نَعَمْ، قَالَ: ذَاكَ صَرِيحُ الْإِيمَانِ (رواه مسلم) »

د خلکو يو ډله د رسول الله صلی الله عليه وسلم د صحابه څخه د هغوی حضور ته راغلل او پوښتنه يې وکړه ، په مونږ کې کله داسې افکار پيدا کيږي چې مونږ ته د هغه ويل سخت دي ، پيغمبر صلی الله عليه وسلم وفرمايل : ايا تاسې هغه پيدا يا احساس کړی دي ؟ ويي ويل : هو ، رسول الله صلی الله عليه وسلم  وفرمايل : دا صريح ايمان دی .

« عَنْ عَبْدِ اللَّهِ قَالَ سُئِلَ النَّبِيُّ صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَسَلَّمَ عَنْ الْوَسْوَسَةِ قَالَ: تِلْكَ مَحْضُ الْإِيمَانِ»[2]

او عبدالله بن مسعود روايت کوي چې د وسوسو په اړه له رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وشوه ، ويې فرمايل دا خپله ايمان دی .

د شيطاني وسوسو علاج

1- الله (جل جلا له)  ته پنا وړل (اعوذ بالله ) ويل .

2- دې ډول افکارو او خيالاتو ته به ادامه نه ورکوي .

3- آمنت بالله …. به وايي .

ځکه چې که دا ډول وسواس ادامه ومومي انسان په شک او سرګردانۍ کې اچوي او د شيطان  هدف همدا دی تر څو مسلمان ته شک او سرګرداني پيدا کړي او د الله (جل جلا له) د عبادت څخه يې لاس په سر کړي .

نو ضرور ده چې هر وخت پر الله (جل جلا له)  پنا وغواړو .

۴- د قرآن تلاوت .

۵- د سبا او بيګا مسنونه اذکار ويل

د سبا او بيګا اذکار دلته ولولئ :

https://dawat610.com/archives/14502

https://dawat610.com/archives/14506

۶- د کفر او الحاد د مډیا ، کتابونو ، فلمونو او سريالونه او ويب پاڼو څخه په کلکه ځان ساتل .

۷- د صالحانو ملګرتيا .

و الله اعلم

آن لاين اسلامې لارښود

Print Friendly, PDF & Email