د مضاربت پيسې بل کس ته په مضاربت ورکول

پوښتنه مي داسی ده:چی يو چا ماته شل لکه روپی راکړي .ددي لپاره چي يو کاربار ورباندي وکړم او ګټه مو شریکه شی.خو ما بيا يو بل شخص ته ورکړي چي تجارت په وکړی.اوس دا ډول کار سنګه دي د اسلام له نظره او سومه سومه برخه هر يوه ته رسیږې.وسلام

عبد المتين نوري

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د تجار لپاره جايزه نه ده چې د مضاربت پيسې د هغه د مالک د اجازې بغير بل کس ته په مضاربت ورکړي ځکه پيسې ورکوونکي پر ده باندې اعتماد کړی دی نه پر بل چا باندې مګر په هغه صورت کې جايز دی چې د پيسو ورکوونکی اجازت ورکړي او يا ورته ووايي چې ته مطلق اختيار لرې.

هدايه ليکي : و ليس له ان يدفع المال مضاربة الا ان ياذن له رب المال فی ذلک او يقول له اعمل علی رأيک (هدايه ج ۳ ص ۲۵۷).

يعنې : د مضارب (تجار) لپاره جايز نه دی چې بل چاته په مضاربت مال ورکړي ، لکن په هغه صورت کې جايز دی چې د پيسو څښتن اجازت ورکړي او يا ورته ووايي چې ته مطلق آزاد يې د خپلې رايې مطابق عمل کوه.

و الله سبحانه وتعالی اعلم

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email