السلام عليکم، په دینې چارو کې دې اړ ولس ته ستاسو خدمت ستایم او درنه نړی مننه کوم:

پوښتنه: تاسو شاید خبریاست په افغانستان کې ځیني بانګونه د خپلو مشتریانو لپاره د قرضي خدمات وړاندې کوي چې د هغۍ له جملي څخه یو هم افغان ملې بانګ دی

دا بانک د دولتي کار کوونکو لپاره قرضه ورکوي په داسي شکل سره چې دوی مشتری ته نغدی پیسي نه ورکوي که د هغی هرڅومره اړتیا ورته هم وي بلکی دوی ورته جنس پیری د مثال په ډول بانک ورته وایی ته خپله موټر انتخاب کړه وروسته هماغه موټر ورته پیری د مثال په ډول په 300000 بیری په مشتری یعنی قرضه اخیستونکی په 378000 د  څلور کلونو په کشت یاقرض سودا کوی یعنی دوی 78000 زره خپله فایده پکی کوی او دا په اوږده موده تقریباْ  د دریو 4 کلونو په موده کی د قرض پیسی ورکوی دا قرضه اخیستل او هغوی ته یی بیرته ورکول سود دی که یه هیله ده راته بشپړ او واضح ځواب را کړی منندوی به مو وم.

که مو د پوښتنی ځواب ژر راته واستوه منندوی به مو وم

  درنښت ستاسو ورور عبدالرحمن


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

واضح خبره ده چې بانک د دغو اجناسو اخيستلو ته څه ضرورت نلري بلکي مطلب يې سودي قرض او په قرض باندې فائده تر لاسه کول دي .

دې ډول سود ته د پور يا قرض سود وايي چې مونږ په فقه کې داسې ضابط لرو : کل قرض جر نفعاً فهو رباء ( په هر قرض کې چې زيادت وي هغه سود دی ) ،

جاء في الفقه الاسلامي و ادلنه :

ما هو معروف اليوم في المصارف أو البنوك من إعطاء مال أو قرض مال لأجل بفائدة سنوية أو شهرية كسبعة في المئة أو خمسة أو اثنين ونصف، فهو أكل لأموال الناس بالباطل. وإن مضار الربا متحققة فيه، فحرمته كحرمة الربا (الفقه الاسلامي وادلته).

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email