ځنې کسان په جومات کې په اوچت آواز خبرې او مجلسونه کوي خپله هم د جومات بې ادبي او ګناه کوي او هغو خلکو ته چې په تلاوت ، ذکر او عبادت مشغول وي مزاهمت کوي .

الله سبحانه وتعالی فرمايي : :[وَأَنَّ الْمَسَاجِدَ لِلَّهِ فَلاَ تَدْعُوا مَعَ اللَّهِ أَحَدًا] (الجن:۱۷).

ژباړه : او رښتيا چې جوماتونه د الله پاک دي نو له الله پاک سره بل هيڅ څوک مه بولئ .

يعنې جومات يوازې د عبادت ځای دی د بې ګټې دنيوي خبرو ، تربګنت او نورو ځای نه دی .

رسول الله صلی الله صلی الله عليه وسلم فرمايې : سيكون في آخرِ الزمانِ قومٌ يجلسونَ في المساجدِ حلقًا حلقًا ، أمامهُم الدنيا فلا تجالسُوهم ، فإنه ليسَ للهِ فيهِم حاجةٌ  (شعب الايمان ، دارقطني ، سلسلة الصحيحة 1163 ).
او په يو بل روايت کې داسې راغلي : يأتي على الناس زمان يتحلقون في مساجدهم وليس همتهم إلا الدنيا ، ليس لله فيهم حاجة فلا تجالسوهم (صحيح الحاکم 4/359 و صححه الذهبي في تخليص ) .

ژباړه: په اخيره زمانه کې به داسې خلک پيدا شي چې جومات ته به راځي ،هلته به ډلې ډلې کښيني او دنياوي خبرې به کوي تاسې له داسې خلکو سره مه کښينئ ،ځکه چې الله تعالی ته په جومات کې د داسې خلکو ضرورت نشته .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email