زمونږ په جومات کې د بې اتفاقې د وجهې تراویخ نه کیږې او څوګ ورته نه راځي.
او مونږ پکې ځانته ځانته(بې جمغې تراویح) کوو خو زمونږ د جومات وړاندې یو بل جومات دې چې هغه  يي هم شهید کړې دی  دجوړیدلو لپاره  او د هغې مخکې دیره ده په هغې کې يي ملا نیولې دی او تراویح ورکوې.
نو که مونږ هلته ورشو زمونږ جومات نور هم شاړیږې نو که داسې وکړو نو زمونږ جومات خو به نه خپه کیږې
او بل دا چې که مونږ ورشو هلته هم جومات شهید شوی نو د جمامت د تراوح قدرې ثواب شته په کې او که نه؟؟؟


ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

په اسلام کې د جومات لوی اهميت دی تفصيل دلته ولولئ

http://www.dawat610.com/archives/10173

د جومات د تعمير آبادول او د هغه آبادول په عبادت سره د رښتنې ايمان نښه ده .

قال الله تبارک وتعالی : إِنَّمَا يَعْمُرُ مَسَاجِدَ اللَّهِ مَنْ آمَنَ بِاللَّهِ وَالْيَوْمِ الْآخِرِ ….. [التوبة:18]

ژباړه : يقيناً د الله تعالی جوماتونه هغه څوک ابادوي چې پر الله او ورځ د آخرت ايمان ولري.

دا ډيره خطرناکه خبره ده چې په کوم کلي او سيمه کې په کلي توګه آذان ، جماعت او اعتکاف پريښودل شي کچېرې اسلامي حکومت وي د داسې کسانو پر وړاندې د جنګ کولو اجازت ورکړ شوی دی .

جاء في فقه الاسلامي و ادلته / دوکتور وهبة الزحيلي .

الجماعة الشعار أي شعار الجماعة بإقامتها، في كل بلد صغير أو كبير. فإن امتنعوا كلُّهم من إقامتها قوتلوا (أي قاتلهم الإمام أو نائبه دون آحاد الناس، بدليل قوله صلّى الله عليه وسلم : «ما من ثلاثة في قرية ولا بدو لا تقام فيهم الجماعة إلا استحوذ عليهم الشيطان  ، فعليك بالجماعة فإنما يأكل الذئب من الغنم القاصية»  .

دا ستره ګناه ده او د دين او ايمان سره لويه جفاده ده چې يو کلی خپل جومات د کوم شرعي عذر پرته شاړ او خراب پرېږدي .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email