په لاندې څلورو شيانو کې زکات فرض دی :

اول- الأثمان (سره زر ، سپين زر او نغدې پيسې ).

دوهم- عروض التجارة ( تجارتي اموال ) .

دريم – الخارج من الارض (د ځمکې حاصلات ) .

څلورم – السائمة من بهيمة الأنعام ( په صحراء کې څرېدونکي څاروي) .

په پورته څلورو شيان کې زکات په هغه صورت کې فرض دی چې کله نصاب ته ورسیږي .

۱- د سپينو زرو نصاب

د سپينو زرو نصاب 200 شرعي درهمه يا 595 ګرامه دی .

۲- د سرو زرو نصاب

 د سرو زرو د زکات نصاب ۲۰ طلايي مثقاله يا ۸۵ ګرامه خالص زر دي .

۳- د نغدو پيسو نصاب احتیاطاً د سپينو زرو د نصاب له مخې ټاکل کيږي ځکه په نن عصر کې د سبينو زرو نصاب اقل (لږ ) دی

و جاء في فقه الأسلامي وادلته :

وإن كان يرى كثير من علماء العصر تقدير النصاب بالفضة؛ لأنه أنفع للفقراء، وللاحتياط في الدين، ولأن نصاب الفضة مجمع عليه، وثابت بالسنة الصحيحة (فقه الأسلامي /دوکتور وهبة زحيلي رحمه الله ) .

همدارنګه فقه الزکاة الأکاديمية الأسلامية ليکي :

فاذا بلغت أقل نصاب من الذهب و الفضة أخرج الزکاة من قيمتها .

۴- د تجارتي اموالو نصاب

تجارتي اموال ټول هغه مالونه دي چې د تجارت په نيت اخيستل شوي وي لکه : دوکان ، درملتون ، نور تجارتي اموال ، د توليداتي کمپنيو او فابريکو يوازې توليداتو باندې زکات دی په سامان او ماشينونو زکات نشته .

او د تجارتي اموالو د زکات نصاب هم د سپينو زرو د نصاب له مخکې ټاکل کيږي .

په پورته څلورو واړو مالونو کې هغه وخت زکات فرض دی چې کله نصاب ته ورسيږي او کال ورباندې پوره شی .

د زکات اندازه 2.5% يا څلويښتمه حصه ده .

۵- د ځمکې حاصلات

د ځمکې د حاصلاتو د پاره د حنفي فقهاوو رحمهم الله په نزد نصاب نشته که لږ وي او که ډير زکات به يې ادا کوي ، مګر د جمهورو فقهاوو په نزد د ځمکې د حاصلاتو نصاب ۵ وسق دی او ۵ وسق (۹۰۰) کيلو ګرامو سره برابريږي .

إذا خرج من أرضه وبلغ خمسة أوسقٍ ، الوسق هو ستون صاعًا، والصاع هي أربعة أمدادٍ بكفي الرجل المعتدل ،إذا كم نصاب الحبوب والثمار؟ تسعمائة كيلو، إذا بلغت تسعمائة كيلو يبدأ النصاب.

(فقه الزکاة الاکاديمية الاسلامية ) .

کچېرې د درياب ، ويالې او چينو په اوبو باندې اوبول کيږي نو د زکات اندازه عشر (لسمه حصه ) ده .

او کچېرې د تجهيزاتو لکه : واټر پمپ و غيره څخه کار اخيستل کيږي نو د زکات اندازه شلمه برخه ده .

۶- په صحراء کې څريدونکي څاروي :

هغه څاروی چه د تجارت لپاره وي د تجارتي اموالو د نصاب له رويه حسابيږي د زکات اندازه يی څلويښتمه حصه ده .

هغه څاروي او حيوانات چه د نسل د زياتوالي او ډيرې کټې په لاس راوړلو لپاره ساتل کيږي نظر په لاندی  شرطونو زکات ورباندی فرض دی .

  1. چه د کال په زياته موده کې په صحرا او ورشوګانو کی وڅري .
  2. کال ورباندې تير شي .
  3. د زکات نصاب ته ورسيږي .

داوښان نصاب               5

د ميښو او غوايانو         30

د ميږو او وزو                 40

و بالله توفيق

د زکات په اړه مو چې هر قسمه پوښتنه وه را ویې ليږئ

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email