(جوانا فرانسيس) امريکايي ښځه ده چې د (Feminenza) بنسټ په نوم د ښځو د حقونو مشره ده ، د غرب د ماحول او په غربي ډيموکراسۍ کې د ښځو د احوالو او حقوقو څخه پرده پورته کوي او مسلمانانو ښځو ته داسې وايي :

تر اوسه پورې د يوې طبعې ښځې ژوند لرې ، مونږ امريکايي ښځو هم تر (۱۹۶۰) پورې تقريباً همداسې ژوند لرلو چې وروسته د شريک دوښمن لخوا په چل او فريب سره په اخلاقي فساد سره بمبارت شولو .

نن چې پر تاسې باندې د امريکايي الوتکو کوم بمبارت جريان لري د هغه پر ځای يې مونږ د جنسي فساد په بمونو بمبارت کړي يو ، هغوی چې کله د دولتونو د ظاهري بمبارت څخه فارغ شي نو زمونږ په شان به مو په جنسي فساد سره بمبارت کړي .

مونږ د هغوی د دغه ډول شيطاني نفوذ څخه زيات تلفات وګالل خو تاسې بايد ورڅخه ځان وساتئ .

غوږ شه ! د هغوی د مساواتو خبرې تش درواغ دي ، هغوی کوښښ کوي مونږ امريکايي ميرمنې په شهوت بارونکو فلمونو ، سريالونو او بې حجابه جامو په درواغو خوشحاله وساتي او له خپل مسئوليت او کورني ژوند څخه مو لرې کړي ، همداسې هغوی غواړي ستاسې کورنی ژوند برباد کړي .

د ښځې جسماني جاذبه بايد د بې لياقته څخه پټه وساتل شي او دا د هغه چا لپاره هديه کړ شي چې پر تا باندې غيرت کوي ، ستاسې ميړونه نارينه دي ، غیرت لري ، شجاعت لري ، پاکي او عفت خوښوي .

زمونږ نارينه نور پاکدامني او عفت نه خوښوي هغوی د ملغلرې پر ځای د زرق او برق واله مصنوعي ډبرې خوښوي چې سوء استفاده ور څخه وکړي او بيا يې وغورځوي .

زه متوجه شوې يمه چې ځينې مسلمانې ښځې بې حجابي خوښوي ، د خپلو حدودو څخه تيری کوي د غرب د ښځو تقليد کوي او غواړي چې د غرب د ښځو پشان شي .

تاسې ولی د هغو ښځو تقليد وکړئ چې د خپل تللي عزت او عفت باندې پښېمانه دي چې هيڅ جبران نلري ؟

تاسې د بې عيبه الماس په شان ياست هغوی مه پرېږدئ چې بې قيمه ډبرې مو وګرځوي .

تاسې چې د غرب په مجلو او تلويزونو کې څه وينئ ، درواغ او شيطاني دام دی .

تاسې لپاره د امن يوازنی ځای د خپل خاوند پناګاه ده . پر ما اعتماد وکړئ ! مونږ اکثره خوشحاله نه يو زمونږ څخه په ميليونو د خپګان ګولی خوري .

زمونږ غربي ښځو مغزونه مينځل شوي دي او په حقيقت کې پر مونږ ظلم شوی ، د موډ او فيشن غلامانې يو چې زمونږ پوست وباسي ، (عزت او عفت مو ليلام شوی) د نارينه د محبت ګدايي ګرې او سوالګرې يو .

شبکة الاسلامية الافغانية (آن لاين اسلامي لارښود)

Print Friendly, PDF & Email