تحيه او مبارک احتراماتوهغو خويندو لره چې د خپل اسلامي حجاب رعايت يې کړی دی ، هغه خويندې چې په سختو شرايطو ، سختو فتنو کې دوی خپل حجاب او اسلامي شعار وساتلو .

پر دوی او د دوی پر کورنيو دې د الله تعالی رحمتونه او برکتونه وي .

لکه څنګه مو چې نن د حيا ، عزت ، وقار او پاکدامنۍ شعار اوچت دی ، د مفسدو عناصرو له شر څخه په امن د عزت او وقار ژوند تيروئ

همداسې به په آخرت کې هم د رب العالمين په نزد د عزت او وقار وړ وئ ځکه چې د هغه (جل جلاله ) حکم مو پر ځای کړی دی .

اسلامي حجاب يو سلوکي دعوت هم دی چې ستاسو د چادرۍ او پوره اسلامي حجاب په ليدلو سره نورې خويندې تشويق کيږي او د وروڼو ايمان ورباندې قوي کيږي ځکه اسلامي حجاب د دين له نښو او شعارونو څخه دی  .

همدا وجه ده چې نن د اسلام د دوښمنانو زړونه بې قراره دي ، هغوی وايي : مونږ زياتې شتمنۍ ولګولې ، د خپلو مزدورانو په مټ مو ډېرې هلې ځلې وکړي خو د مسلمانې ښځې څخه مو حجاب کوز نشوای کړای .

نو پر تاسې باندې دې د الله رحمتونه وي .

مسلمانو خويندو د حجاب د کلک رعايت تر څنګ لاندې څو ټکې هم په پام ولرئ :

۱- کله چې د ضرورت پر مهال بهر او خصوصاً بازار ته ځئ له خپل محرم څخه پرته مه ځئ ، ولی که څوک درسره نه وو او ضرورت وو نو خپل مخ ، زينت او زيورات چاته مه ښکاره کوئ ځکه چې دا د فتنې سبب ګرځي ، بازار د انسي شيطانان ځای دی چې په هغه قسم قسم خلک اوسيږي .

۲- د ضرورت پرته خبرې مه کوئ او په نرمه او مينه ناکه لهجه خبرې مه کوئ ځکه چې دا کار د خبرو ستر او حجاب دی .

۳- آرايشګاه ( د ښځو د سينګار ) ځایونو ته مه ورځئ ځکه په دغو ځایونو باندې د الله تعالی لعنت دی هلته حرام آرايش تر سره کيږي چې ورتلل حرام او د لعنت سبب ګرځي .

۵- کله چې د کوم خپل توی او واده ته ځئ کچېرې مو منکرات وليدل د منع کولو کوښښ يې وکړئ که منع نه شول ، نو خپل ځان ورڅخه ګوښه کړئ که امکان نه وو په زړه کې کرکه ورڅخه وکړئ ، کچېرې د داسې ديوس سره مخامخ شوئ چې د ښځو فلمبرداري او تصوير برداري يې کوله نو هغوی د الله تعالی د عذاب څخه وويروئ او د دغه لويي بې شرمۍ څخه يې منع کړئ که منع نه شول نو پخپل مخ او ځان باندې پرده را کش کړه او ځان پوره پټ کړه ، داسې نه چې ستا تصوير تر نامحرمو ورسږي .

۶- پنځه وخته لمونځ په خپل وخت ادا کوئ ، د خپلو خاوندانو اطاعت کوئ ، او په پوره خوښۍ او اخلاص د رمضان روژه نيسئ .

جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :«اَلْمَرْأة اِذَا صَلَّتْ خَمْسَهَا وَصَامَتْ شَهْرَهَا وَاَحْصَنَتْ فَرْجَهَا وَاَطَاعَتْ بَعْلَهَا فَلْتَدْخُلْ مِنْ اَیِّ اَبْوَابِ الْجَنَّةِ شَاءَتْ» (رواه ابو نعيم فی الحلية ) .

ژباړه:کومه ښځه چه پنځه وخته لمونځ کوي ،او د رمضان روژه نيسي او د خپل عزت او حيا حفاظت کوی او د خپل خاوند اطاعت کوي نو دهغې خوښه ده چې له کومې دروازي غواړي جنت ته دې ننوځي .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email