الف) د ميړه اطاعت کول:

الله (جل جلا له) نر پر ښځه باندې مشر او رئيس مقرر کړی ځکه چې د خپل اهل او عيال د پاره مالي مصارف پر غاړه لري د نارينه د مشرۍ او رياست حکمتونه مخکې بيان شول.

الله جل جلا له  فرمايي:[الرِّجَالُ قَوَّامُونَ عَلَى النِّسَاء بِمَا فَضَّلَ اللّهُ بَعْضَهُمْ عَلَى بَعْضٍ وَبِمَا أَنفَقُواْ مِنْ أَمْوَالِهِمْ] (النساء/۳۴).

ژباړه: سړي پر ښځو حاکمان دي له دې کبله چې الله (جل جلا له) ځنې د دوی ته ير ځينو نورو افضليت او غوراوی ورکړی دی او له دې امله چې نارينه (د ښځو لپاره) خپله شتمني لګوي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي: «خير النساء من تسرک إذا أبصرت، و تعطيک إذا أمرت، و تحفظ غيبتک في نفسها و مالک» (طبراني – راوي عبدالله بن سلام)

ژباړه: د ښځو نيکه او ښه ښځه هغه ده چې کله هغې ته ګورې تا خوشحاله کړي او کله چې هغې ته د څه امر وکړې هغه اطاعت کوي او کله چې ته غايب وي هغه ستا د کور او ځان ساتنه کوي.

پيغمبر صلي الله عليه وسلم  فرمايي: «إذا صلت المرأة خمسها، و صامت شهرها، و حفظت فرجها، و أطاعت زوجها، قيل لها ادخلي الجنة من أي أبوابها شئت» (صحيح الجامع باسناد صحيح)

ژباړه: کله چې ښځه پنځه وخته لمونځ وکړي، د رمضان روژه ونيسي د شرمګاه ساتنه وګړي او د ميړه اطاعت وکړي هغې ته ويل کيږي له هرې دروازې دې خوښه وي جنت ته داخله شه.

ب) د شهوت پوره کول:

د نکاح يو هدف دا دی چې نر او ښځه په مشروع ډول يو له بل څخه خپل شهوت پوره کړي، که خاوند له خپلې ښځې څخه شهوت پوره کول و غواړي نو ښځه به له ضرورت پرته د هغه څخه مخ نه اړوي، ضرورت لکه مرض چې هغې ته تکليف رسوي، حيض، نفاس، احرام او روژه.

رسول الله  صلى الله عليه وسلم فرمايلي:«إذا دعی الرجل زوجته لحاجته ؛ فلتأته وإن كانت على التنور» (الترمذي ۱۱۶۰،صحيح الترغيب ۱۹۴۶).

ژباړه: کله چه خاوند خپله ښځه د خواهش پوره کولو لپاره را وغواړي نوهغه لره راتلل پکار دي اګر که د تنور (ډوډی پخولو په کار مصروفه وي).

همدارنګه رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«إذا دعا الرجل امرأته إلى فراشه فأبت فبات غضبان عليها لعنتها الملائكة حتى تصبح» (رواه البخاري – ۳۰۶۵) ومسلم – ۱۴۳۶).

ژباړه: کله چې ميړه خپله ښځه د کورواله (جماع) د پاره و بولي او هغه ور نه شي او خاوند په غصه کې شپه سبا کړي، ملائکي تر سبا پورې پر هغې باندې لعنت وايي.

ج) د خاوند د اجازې پرته به بل څوک کور ته نه ننباسي :

أبي هريرة رضي الله عنه وايي چې رسول الله صلى الله عليه وسلم فرمايلي :«لا يحل للمرأة أن تصوم وزوجها شاهد إلا بإذنه، ولا تأذن في بيته إلا بإذنه» (رواه البخاري – ۴۸۹۹) اومسلم – ۱۰۲۶).

ژباړه: د ښځي د پاره رواه نه ده چې خاوند يې په کور کې وي او د خاوند د اجازې پرته نفلي روژه ونيسي، همدارنګه د ښځې د پاره جايز نه ده چې د خاوند د اجازې پرته څوک کور ته ننباسي.

د) د خاوند د اجازې پرته به له کور نه وځي:

عبدالله بن مسعود رضي الله عنه له رسول الله صلى الله عليه و سلم نه روايت کوي چه فرمايي:« إنَّ المرأة عورة فإذا خرجت استشرفها الشيطان، وأقرب ما تكون من وجه ربها وهي في مقر بيتها» (صحيح الترمذي وابن خزيمة، وابن حبان).

ژباړه: ښځه عورت ده، او کله چې د کور څخه بيرون وځي شيطان هغې ته زينت او ښايست ورکوي، او الله تعالی ته د نږدي کيدو تر ټولو غوره ځای کور کې پاتې کيدل دي.

هـ – التأديب:

څرنګه چې نر د کور مشر دی نو د خپل اهل عيال مسئول دی. خپل اهل عيال ته به په نيکو کارونو امر کوئ او له بدو کارونو به يي منع کوي.

لقوله سبحانه و تعالی: [وَأْمُرْ أَهْلَكَ بِالصَّلاَةِ وَاصْطَبِرْ عَلَيْهَا] (سورة طه).

ژباړه:اهل ته مو په لمانځه کولو امر کوه او خپله هم پرې کلک اوسه.

وقوله سبحانه و تعالى: [يَا أَيُّهَا الَّذِينَ آمَنُوا قُوا أَنفُسَكُمْ وَأَهْلِيكُمْ نَارًا وَقُودُهَا النَّاسُ وَالْحِجَارَةُ] (التحريم/۶).

ژباړه: ای مؤمنانو!  خپل ځانونه او خپل اهل عيال له هغه اور څخه چې خس يې خلک او تېږي دي وساتئ.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«كُلُّكُمْ رَاعٍ وَكُلُّكُمْ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، الإِمَامُ رَاعٍ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالرَّجُلُ رَاعٍ فِي أَهْلِهِ وَهُوَ مَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ، وَالْمَرْأَةُ رَاعِيَةٌ فِي بَيْتِ زَوْجِهَا وَمَسْئُولَةٌ عَنْ رَعِيَّتِهَا، وَالْخَادِمُ رَاعٍ فِي مَالِ سَيِّدِهِ وَمَسْئُولٌ عَنْ رَعِيَّتِهِ». (بخارى:۸۵۳)

ژباړه: هر يو د تاسې راعی (شپون) دی او هر يو د تاسې د خپل رعيت (لاس لاندې کسانو) په برخه کې مسئول دی (د رعيت په اړه به له ده څخه پوښتنه کيږي). د ټولنې رهبر د خپل رعيت شپون او د خپل رعيت مسئول دی، سړی د خپل کور د اهل مسئول دی،ښځه د ميړه په کور کې د خپل اولاد شپنه او مسئوله ده، خادم د مالک په مال کې شپون دی او په دغه باره کې مسئول دی.

که ښځه يا اولاد خدای مه کړه بې لاری ته مخ کړي نو د کور مشر ته دا جايزه ده چې هغوی ته بدني تأديب ور کړي.

لقوله سبحانه و تعالى:[وَاللاَّتِي تَخَافُونَ نُشُوزَهُنَّ فَعِظُوهُنَّ وَاهْجُرُوهُنَّ فِي الْمَضَاجِعِ وَاضْرِبُوهُنَّ فَإِنْ أَطَعْنَكُمْ فَلاَ تَبْغُواْ عَلَيْهِنَّ سَبِيلاً إِنَّ اللّهَ كَانَ عَلِيًّا كَبِيرًا] (النساء/۳۴).

ژباړه: او هغه ښځې چې د هغوی د بدخويۍ څخه وېرېږئ نو (لومړی) دوی ته نصيحت وکړئ او که (په نصيحت سمې نه شوې) د خوب ځای يې جلا کړئ (او که په دې هم سمې نه شوې) و يې وهئ نو که غاړه يې کيښوده نو بيا پرې (د زيان رسولو لپاره) هسې حيلې او بهانې ورته مه لټوئ باور وکړئ چې الله پاک  لوړ او لوی دی.

دا د ميړه او کور د مشر مسئوليت دی چې خپل اهل عيال ته د دين ضروري احکام وښيي او همدارنګه هغوی ته په نيکو کارونو امر وکړي او له بدو کارونو يي منع کړي. (تفسير ابن کثير ۴/۳۹۲)

وقد ذكر الحنفية أربعة مواضع يجوز فيها للزوج تأديب زوجته بالضرب، منها: ترك الزينة إذا أراد الزينة، ومنها: ترك الإجابة إذا دعاها إلى الفراش وهي طاهرة، ومنها: ترك الصلاة، ومنها: الخروج من البيت بغير إذنه.

(د احنافو رحمهم الله په نزد بدني تأديب په څلورو ځايونو کې جايز دی: کله چې ميړه د ښځې د زينت اراده ولري او هغه زينت او د ځان ښايسته کول ترک کړي، د خواهش پوره کول بلنه ورکړي دا هغه ترک کړي په داسې حال چې هغه پاکه وي، لمونځ نه کوي، او د خاوند د اجازې بغير له کور څخه وځي).

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email