د ښځې په ميړه باندې مالي حقوق دي لکه مهر، نفقه، استوګنځئ او نور غير مالي حقوق لکه عدل، ښه سلوک او ضرر نه رسول او داسې نور ………

اول مالي حقوق

د ښځې په خاوند باندې مالي حقوق دي لکه مهر، نفقه او د استوګنې ځای.

الف) مهر:

مهر هغه مال دی چې خاوند يې د عقد نکاح په وخت خپلې ښځې ته ورکوي او دا د ښځې واجب حق دی پر خپل خاوند باندې قال الله تعالی :[وَآتُواْ النَّسَاء صَدُقَاتِهِنَّ نِحْلَةً].

ژباړه: او ښځو ته د دوی مهر په خوښئ او رضا ورکړئ.

که د نکاح د عقد په وخت کې مهر نه وي ټاکل شوی نو بيا مهر مثل ادا کيږي.

ب) نفقه :

د اسلامې امت د علماؤ په دې باندې اتفاق دی چې د ښځې نفقه پر ميړه باندې فرض ده، ځکه چې د نفقي پيدا کولو د پاره د کور څخه د باندې وتل د نارينه مسئوليت دی نه د ښځې او ميړه به خپلې ښځې ته د اقتصادي توان موافق نفقه برابروي لقوله سبحانه و تعالی:

[وَعلَى الْمَوْلُودِ لَهُ رِزْقُهُنَّ وَكِسْوَتُهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ] (البقرة/۲۳۳)

ژباړه: او د ماشوم پلار به هغوی (مور او ماشوم) ته په ښه توګه خواړه او جامې ورکوي.

او الله سبحانه وتعالی فرمايي: [لِيُنفِقْ ذُو سَعَةٍ مِّن سَعَتِهِ وَمَن قُدِرَ عَلَيْهِ رِزْقُهُ فَلْيُنفِقْ مِمَّا آتَاهُ اللَّهُ] (الطلاق/۷).

ژباړه: توانا خاوند ښايي د خپل توان په اندازه نفقه ورکړي او په هر چا چې روزې تنګه شوه، نو د هغه څه نه چې الله (جل جلا له)  ورکړي دي نفقه دي وکړي.

په سنتو کې راغلي دي:

 وعن جابر: «أن رسول الله صلى الله عليه وسلم قال في خطبة حجة الوداع: …… ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف» (رواه مسلم – ۱۲۱۸).

 يعنې: جابر رضی الله عنه  روايت کوي چې رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع کې وفرمايل: ……… او د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ.

عائشه رضي الله عنها روايت کوي چه: «أنَّ هنداً بنت عتبة قالت: يا رسول الله إنَّ أبا سفيان رجل شحيح، وليس يعطيني ما يكفيني وولدي إلاَّ ما أخذت منه وهو لا يعلم، فقال: خذي ما يكفيك وولدك بالمعروف» (متفق عليه).

ژباړه: د عقبه لور (هند) وويل: ای رسول الله صلی الله عليه وسلم!  ابوسفيان يو بخيل سړی دی، او ماته دومره شی چې د ځان او اولاد مې کفايت ورباندې وشي نه راکوي، مګر څه چې زه يې د هغه له مال څخه اخلم هغه ور باندې نه پوهيږی (په پټه يې اخلم)، رسول الله صلی الله عليه وسلم وفرمايل: هغه څه چې د تا او ستا د اولاد د پاره کفايت کوي او اسراف پکې نه وي واخله ولو که هغه ورباندې پوه نه شي (ځکه د ښځې او اولاد نفقه پر خاوند واجبه ده).

خپلې ښځې او اولاد ته د نفقي برابرولو د فضيلت په اړه جناب نبی کريم صلی الله عليه وسلم فرمايي:

«دِينَارٌ أنْفَقْتَهُ في سَبيلِ اللهِ، وَدِينار أنْفَقْتَهُ في رَقَبَةٍ، وَدِينارٌ تَصَدَّقْتَ بِهِ عَلَى مِسْكِينٍ، وَدِينَارٌ أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ، أعْظَمُهَا أجْراً الَّذِي أنْفَقْتَهُ عَلَى أهْلِكَ» (رواه مسلم).

ژباړه: يو هغه دينار دی چې د الله (جل جلا له) په لار کې صدقه شي، بل هغه دينار دی چې غلام باندې مصرف شي، او بل هغه دينار دی چې په مسکين باندې صدقه شي، او بل هغه دينار چې پخپل اهل خرڅ شي، تر ټولو د هغه اجر زيات دی کوم چې د خپل اهل د پاره نفقه او خرڅ شي.

په پورته حديث شريف کې د الله (جل جلا له) په لاره کې خرڅ، دغلام د آزادولو لپاره خرڅ او فقيرانو سره د کومک لپاره خرڅ کې غوره خرڅ د خپل اهل عيال لپاره خرڅ يا د نفقې د پاره مصرف ښودلی شوی دی.

بل حديث کې راغلي: «إِذَا أَنْفَقَ الرَّجُلُ عَلَى أَهْلِهِ يَحْتَسِبُهَا فَهُوَ لَهُ صَدَقَةٌ». (بخارى:55)

ژباړه: که څوک د ثواب په نيت پخپل اهل او عيال خرڅ وکړي د هغه دا نفقه کول صدقه شميرل کيږي.

ج) مسکن (استوګنې ځای) :

خاوند به خپلې ښځې ته د خپل اقتصادي توان موافق د استوګنې ځای برابروي چې حد اقل يې د ځانته اطاق برابرول دي، الله (جل جلا له) فرمايي: [أَسْكِنُوهُنَّ مِنْ حَيْثُ سَكَنتُم مِّن وُجْدِكُمْ وَلاَ تُضَارُّوهُنَّ] (الطلاق۶).

يعنې: دوی په هغه ځای کې چې تاسې پخپله اوسيږئ د خپل وس په اندازئ واوسوئ (د استوګنې ځای ور ته برابر کړئ) او دوی ته ضرر مه رسوئ.

۲- غير مالي حقوق

د ښځې پر خاوند باندې غير مالي حقوق لکه: د ښځو تر مينځ عدل، ښه سلوک او داسې نور ………..

الف) د ښځو تر مينځ د عدل ساتل:

که د شرايطو برابريدو په صورت کې کوم کس دوهم واده وکړي نو په نفقه، سلوک او مسکن کې به د هغوی تر مينځ عدل کوي.

ب) ښه سلوک:

خاوند به د خپلې بی بی سره تر خپله وسه نيک سلوک کوي او د هغې پر وړاندې به مهربانه چلند کوي قرآنکريم د ميرمنی سره د ښه سلوک کولو امر کړی دی:

[وَعَاشِرُوهُنَّ بِالْمَعْرُوفِ فَإِن كَرِهْتُمُوهُنَّ فَعَسَى أَن تَكْرَهُواْ شَيْئًا وَيَجْعَلَ اللّهُ فِيهِ خَيْرًا كَثِيرًا]  (النساء ۱۹)

ژباړه:او له هغی سره په ښه طريقه ژوند تير کړئ، بيا که هغه ستاسی (په څه وجه) خوښی نه وي نو کيدای شي چې يو شی ستا خوښ نه وي خو الله پاک په هغه کی (ستاسو) لپاره ډيره څه ښيګڼه ايښی وي.

نو يو انسان خو به خامخا يوه خاليګاه يا څه نيمګړتيا لري مثلاً که کومه ښځه په رنګ کې کمزورې وي نو کيدای شي بل اړخ ته يوه ډيره دينداره او نيک خويه وي چه د خپل خاوند د دنيا او آخرت د نيکبختۍ سبب وګرځي.

رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«أكمل المؤمنين إيمانا أحسنهم خلقا. وخياركم خياركم لنسائهم»  (ترمذي ۱۱۶۲، مشکاة المصابيح ۳۲۰۰).

ژباړه: د ايمان په اعتبار سره ستاسو کښې کامل ايمان واله هغه څوک دی چه د هغه اخلاق اوخوی ښه وي او تاسی کې بهترين اوغوره هغه دی چه د خپلی ښځی سره يی سلوک ښه وي.

وَعَنْ أُمِّ سَلَمَةَ رَضِيَ الله عَنْهَا قَالَتْ: «بَيْنَا أَنَا مَعَ النَّبِيِّ صلی الله عليه وسلم  مُضْطَجِعَةٌ فِي خَمِيصَةٍ، إِذْ حِضْتُ، فَانْسَلَلْتُ، فَأَخَذْتُ ثِيَابَ حِيضَتِي، قَالَ: «أَنُفِسْتِ»؟ قُلْتُ: نَعَمْ، فَدَعَانِي، فَاضْطَجَعْتُ مَعَهُ فِي الْخَمِيلَةِ. (بخارى: ۲۹۸)

ژباړه: د مؤمنانو مور ام سلمه رضی الله عنها وايي: د رسول الله صلی الله عليه وسلم  سره په يوه چادر کې بيده وم چې حايضه شومه په کراره مې ځان بيرون کړ او د حيض جامې مې واغوستلې. رسول الله صلی الله عليه وسلم  پوښتنه وکړه؟ ايا حايضه شوې؟ ومي ويل: هو بيا يې زه ور وغوښتم او له هغه سره په هماغه چادر کې بيده شومه.

مطلب دا چې د ښځې سره د حيض او نفاس په موده کې خوړل، څملاستل نور ټول روا دي يوازې جماع کول حرام دي د جاهيلت په دور کې به چې کله ښځې حايضې يا نفاسې شوې له هغې څخه به لرې کيدل او کرکه به يې ورڅخه کوله .

ج) ښځې ته د ضرر نه رسول :

دا د اسلام اصل دی چې هيڅ څوک  به چا ته ضرر نه رسوي رسول الله صلی الله عليه وسلم  فرمايي:«لاضرر و لا ضرار فی الاسلام» (رواه ابن ماجه).

 يعنې: په اسلام کې ځان او بل ته ضرر رسول نشته.

ښځې ته به بدني، لفظي ضرر نه رسوي او د ښځې خپلوانو سره به داسې چلن نه کوي چې دا ورباندې وځوريږي بلکي نيک چلن به کوي.

د خاوند بايد دې ټکې ته پام وي چې د ښځې د پاره پلارګنۍ خاص اهميت لري او د ښځې د ډاډ، تسل او څو ورځو تيرولو همدا يوه دروازه ده. پام کوه دا دروازه د هغې پر مخ و نه تړې!  پام کوه د هغوی سره بد چلن ونه کړي څو د ښځې د ځور او خفګان سبب شي.

په هغه صورت کې چې خدای مه کړه ښځه بې لاری ته بډې ووهي نو په ځنو حالاتو کې ميړه چې د ښځې مشر او مسئول بلل کيږي د هغې د اصلاح د پاره څه لږ بدني تأديب کولای شي.

عن جابر بن عبد الله قال: قال صلى الله عليه وسلم في حجة الوداع: « فاتقوا الله في النساء فإنكم أخذتموهن بأمان الله واستحللتم فروجهن بكلمة الله ولكم عليهن أن لا يوطئن فرشكم أحدا تكرهونه فإن فعلن ذلك فاضربوهن ضربا غير مبرح ولهن عليكم رزقهن وكسوتهن بالمعروف ».

ژباړه: جابر رضی الله عنه وايي رسول الله صلی الله عليه وسلم  په حجة الوداع وفرمايل: د ښځو په باره کې له الله (جل جلا له) څخه وويرېږئ تاسې هغوی د الله (جل جلا له)  په امان اخيسې دي او تاسې ته د هغوی شرمګا د الله (جل جلا له)  په کلمه حلال شوي او د تاسې په هغوی باندې دا حقونه دي چې هغوی به د تاسې فرشونه داسې چا ته نه غړوي چې تاسې يې بد ګنې (کوم څوک چې د تاسې خوښ نه وي هغه به بې اجازې کور ته نه ننباسي او نه به د هغوی سره ناسته ولاړه کوي) که يې داسې وکړل نو هغوی ووهئ لږ وهل چې زخم کونکي نه وي او همدارنګه د هغوی پر تاسې باندې دا حق دی چې هغوی ته به په ښه شان نفقه او د استوګني ځای برابروئ (رواه المسلم ۱۲۱۸).

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email