د افريکا په غنا کې (۱۰۰۰) کسان په اسلام مشرف شول

شبکة الألوکة : د افريکا په «غنا» د «تشامبا» کلي کې (۱۰۰۰) کسان په اسلام مشرف شول .

دغه کسان د الله تعالی په فضل په افريکا کې د اسلامي داعي شيخ ياسر ابوعمار په لاس باندې کوم چې د «نماء الخرية » مؤسسې لخوا ليږل شوی وو پر اسلام باندې مشرف او شهادتين يې ولوستل او د شرک او بت پرستی څخه لاس په سر شول .

نومړی داعي وايي : د دعوت الی الله په لاره کې څه مشکلات شته خو د حق ليارې داعيان دې نه مايوسه کيږي .

او همدارنګه زياتوي : د دعوت موانع ډير دي ( او کله سړی له خنډونو سره مخامخ کيږي) خو داعي ته توقف پکار نه دی بايد په حکمت او تدبير له نورو لارو او وسائلو کار واخلي .

منبع : الشبکة الأکولة .

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email
آن لاين اسلامي لارښود حفظها الله په افغانستان کې د اهل سنت والجماعت (مذهب امام ابوحنيفه رحمه الله ) د ديني څيړنو او تحقيقاتو يوه معتبره پاڼه ده چې هدف يې ټولنې ته د شرعي اوامرو رسول د کفر ، شرک ، بدعت او ټولو نا روا کړنو پر وړاندې په دلائلو ولاړه کلکه مبارزه ده دا پاڼه کاملاً شخصي ده او مصارف يې کاملاً شخصي د انفاق فی سبيل الله څخه دي