د جریدة الرياض د راپور له مخکې نن جمعه د سعودي په سدير ، تمير او نورو مناطقو کې مياشت وليدل شو ، نو سبا شنبه د رمضان مبارک لومړی ورځ ده .همدا اوس د نومړي هيواد سترې محکمې د مياشت ليدل تائيد کړل او رسماً يې اعلان وکړ چې سبا د شنبې ورځ د رمضان لومړۍ ورځ ده .

د اسلامي شريعت د فقهې له مخې کچېرې د عالم په يوه برخه کې د مياشتې ليدل ثبوت شي نو د رمضان المبارک نيول پر ټولو مسلمانانو واجب ګرځي ، دا ضرور نه دی چې هر کس او هر هيواد يې وويني زمونږ د حنفي فقهاوو همدا قول دی.

ټول مسلمانان ته دې مبارک وي

Print Friendly, PDF & Email