هغه ورځ به په ظالمانو ډيره سخته وي (تلاوت خاشعه )

د ماشوم زړه وړونکی تلاوت

وَيَوْمَ تَشَقَّقُ السَّمَاء بِالْغَمَامِ وَنُزِّلَ الْمَلاَئِكَةُ تَنزِيلاً 25 الْمُلْكُ يَوْمَئِذٍ الْحَقُّ لِلرَّحْمَنِ وَكَانَ يَوْمًا عَلَى الْكَافِرِينَ عَسِيرًا 26 وَيَوْمَ يَعَضُّ الظَّالِمُ عَلَى يَدَيْهِ يَقُولُ يَا لَيْتَنِي اتَّخَذْتُ مَعَ الرَّسُولِ سَبِيلاً 27 يَا وَيْلَتَى لَيْتَنِي لَمْ أَتَّخِذْ فُلاَنًا خَلِيلاً 28 لَقَدْ أَضَلَّنِي عَنِ الذِّكْرِ بَعْدَ إِذْ جَاءنِي وَكَانَ الشَّيْطَانُ لِلإِنسَانِ خَذُولاً 29 وَقَالَ الرَّسُولُ يَا رَبِّ إِنَّ قَوْمِي اتَّخَذُوا هَذَا الْقُرْآنَ مَهْجُورًا 30 وَكَذَلِكَ جَعَلْنَا لِكُلِّ نَبِيٍّ عَدُوًّا مِّنَ الْمُجْرِمِينَ وَكَفَى بِرَبِّكَ هَادِيًا وَنَصِيرًا 31( الفرقان) .

ژباړه : هغه ورځ چې په ورېځو سره به اسمان ټوټې ټوټې شي او ملايكې به نازل كړى شي (پرله پسې) نازلول (25)  حقیقي بادشاهي به په دغې ورځ كې د رحمن لپاره وي، او وي به دغه په كافرانو ډېره سخته ورځ  (26) او (یاده كړه) هغه ورځ چې ظالم به په خپلو دواړو لاسونو خوله لګوي، په داسې حال كې چې وايي به: اى كاشكې! ما له رسول سره (نېغه) لار نیولې وى (27)  اى زما هلاكته! كاشكې ما فلانكى سړى دوست نه وى جوړ كړى (28)  یقینًا یقینًا هغه زه له ذكر (قرآن) نه ګمراه كړم، كله چې هغه (ذكر) ما ته راغى او شیطان انسان لره بې مدده پرېښودونكى دى (29) او رسول وویل: اى زما ربه! بېشكه زما قوم دا قرآن متروك ګرځولى دى (30)  او همداسې مونږ د هر نبي لپاره له مجرمانو څخه دښمنان ګرځولي وو او ستا رب ډېر كافي سمه لار ښوونكى، او ښه مدد كوونكى

Print Friendly, PDF & Email