هنر د اسلام له نظره

السلام عليکم ستاسو د ټولو کارونو څخه مننه ، پوښتنه مې دا ده چې : هنر د اسلام له نظره او د اسلام او هنر په مينځ څه رابطه ده ؟ دوهم پوښتنه مې دا ده چې د اسلام لغوي او اصطلاحي معنی څه ده ؟

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

هنر فارسی لفظ دی چې عربي فن ورته وايي ، هنر نقاشي ، رسامي ، صنعت ، استعداد ، شعر او موسيقي ، تمثيل او فلم جوړولو ته وايي .

د کسب او صنعت او وسائلو په اړه د اسلام حکم دا دی چې ټول هغه کسبونه چې د حلال شي او حلالې معاملې لپاره تر سره کيږي حلال دي ځکه چې د اسلامي شريعت عامه قاعده ده چې : «اصل في اشياء اباحة» .

په ټولو شيانو او وسائلو کې اصل جواز او اباحت دی مګر دا چې په هغه وسيله کې ضرر وي او يا د شرعي خلاف وکارول شي نو حرام دي ځکه شرعي قاعده ده چې : «وسائل الحرام حرامٌ»

په عام عرف کې هنر رسم او تصوير جوړولو ، مجسمه جوړولو ، شعر او موسيقي ، تمثيل او فلم جوړولو ته وايي .

۱- تصوير جوړولو په دوو برخو ويشل شوي دي :

الف : د ساه لرونکو تصوير ايستل لکه د انسان او حيوان تصوير ايستل حرام دي .

ب : د ساه لرونکو پرته د نورو شيانو تصوير ايستل جايز دي .

۲- شعر د خبرو په شان دی ، کچېرې په شعر کې تهمت ، غيبت ، د چا سپکاوی او د ګناه خبرې نه وي جايز دی .

۳- د نن عصر موسيقي ، د موسيقۍ د آلاتو کارول ، رقص او نچا په قرآن ، سنتو او اجماع حرامه ده .

او همدارنګه تمثيل حرام دی .

د تصوير ، موسيقي ، فلم او سريال په باره پوره تفصيل دلته ولولئ

د نن عصر ديني او اخلاقي وباء

د اسلام لغوي او اصطلاحي معنی :

اسلام په لغت کې د الله تعالی اوامرو ته تسليم او غاړه اېښودلو ته وايي ، په اصطلاح کې په كلكه كواهي كول چې د الله تعالى څخه پرته بل هيڅوك په حقه دعبادت لايق نشته، او محمد صلى الله علپه وسلم د الله تعالى استاذی او پيغمبر دی داسې كواهي چي په زړه باور او تصديق او په ژبه اقرار، او په اندامونو ددي كواهي په مقتضى عمل وكړي ( صالح اعمال تر سره کړي ).

Print Friendly, PDF & Email