په روزانه لمونځونو کی د سنتو پریښودل د تمبلی له وجی یعنی (په ماسپخین لمانځه کی یوازی څلور رکعته لمونځ کول …) دا د اسلام له نظره څه حکم لری؟ ګنا شته او که نه؟ مننه

اباسين اکبرزي

ځواب

بسم الله الرحمن الرحيم

د سنت رواتب فضايل :

ام حبيبه رضی الله عنها وايي چې جناب رسول الله صلی الله عليه وسلم فرمايلي :

«ما من عبد مسلم يصلي لله كل يوم ثنتي عشرة ركعة تطوعا، غير فريضة، إلا بني الله له بيتا في الجنة. أو إلا بني له بيت في الجنة”. قالت أم حبيبة: فما برحت أصليهن بعد» (المسلم ۷۲۸ ).

ژباړه : هر مسلمان بنده چې په شپه او ورځ کې د فرضو څخه علاوه دولس رکعته سنت لمونځ ادا کړي ، الله سبحانه وتعالی به هغه لره په جنت کې کور بنا کړي تر څو هغه ته په جنت کې کور برابر شي ،ام حبيبه رضی الله عنها وايي : مونږ وروسته له هغه هميشه دغه دولس رکعته لمونځ ادا کوو .

تشريح : دا دولس رکعته عبارت دي له : ۲ رکعته د سهار سنت ، ۶ رکعته د ماسپين سنت ، ۲ رکعته د ماښام او ۲ رکعته د ماسختن سنت لمونځونه دي .

د سنت رواتب دوې سترې ګټې :

د سنتو لمونځونو د ادا کولو دوې سترې ګټې دا دی چې :

لومړی : د شيطان طمع له مينخه وړي ځکه څوک چې د سنتو پابندي کوي او هغه نه ترک کوي نو فرض به څنګه ترک کړي ؟ او څوک چې د سستي له وجې سنت ترک کوي آخر به د فرض ترک کولو ته هم ورسیږي .

دوهم : د فرضو د نقصان پوره کول ، د قيامت په ورځ چې کله د لمانځه حساب وشي او په لمانځه کې نقصان راشي نو هغه به د سنتو او نفلي لمونځونو څخه پوره کيږي .

ومشروعية السنن القبلية لقطع طمع الشيطان: بأن يقول: إنه لم يترك ما ليس بفرض، فكيف يترك ما هو بفرض؟ والسنن البَعْدية لجبر النقصان أي ليقوم في الآخرة مقام ما ترك منها لعذر كنسيان (فقه الاسلامي و ادلته / دوکتور وهبة زحيلي).

د سنت د رواتب د ترک حکم :

سنت رواتب زمونږ (احنافو ) او جمهورو فقهاؤ رحمهم الله په نزد سنت مؤکد دي ، مؤکد يعنې محکم چې غوښتنه يې مؤکد او محکمه ده ، او واجبو ته نږدې دي ترک يې ګناه او ملامتيا ده .

جاء في حاشيه ابن عابدين رحمه الله :

مَطْلَبٌ فِي السُّنَنِ وَالنَّوَافِلِ ( قَوْلُهُ وَسُنَّ مُؤَكَّدًا ) أَيْ اسْتِنَانًا مُؤَكَّدًا ; بِمَعْنَى أَنَّهُ طُلِبَ طَلَبًا مُؤَكَّدًا زِيَادَةً عَلَى بَقِيَّةِ النَّوَافِلِ , وَلِهَذَا كَانَتْ السُّنَّةُ الْمُؤَكَّدَةُ قَرِيبَةً مِنْ الْوَاجِبِ فِي لُحُوقِ الإِثْمِ كَمَا فِي الْبَحْرِ , وَيَسْتَوْجِبُ تَارِكُهَا التَّضْلِيلَ وَاللَّوْمَ كَمَا فِي التَّحْرِيرِ : أَيْ عَلَى سَبِيلِ الإِصْرَارِ بِلا عُذْرٍ كَمَا فِي شَرْحِهِ (حاشيه ابن عابدين ۱/۵۵۲) .

و بالله توفيق

آن لاين اسلامي لارښود

Print Friendly, PDF & Email